نظــر

اشرف غني د تاریخ د قضاوت په تله کې

لیکوال : سیدرحمان فقیرزی

تاریخ د تیرو پيرونو د قضاوت مسوولیت لري ؛ ښې ګڼې به مو ښې ګڼې بولي او بد ګڼې به مو بدې ګڼې راشمیري .د تاریخ له قضاوته تېښته نشته بلکې د تاریخ د قضاوت په تله کې به زموږ هره کړنه تلل کیږي .

زما نن دې ته پام شو چې زموږ د پير او دورې تاریخ کې به څه راځي او څوک به یې لیکي؛او وروسته مې د څه شیبې لپاره د تاریخ لیکوونکي پيښې وکړې او د اشرف غني هغه پریکړې او کړنې مې ذهن ته راغلې چې ښايي تاریخ یې پرې پړ وګڼي او ویې نه بښي.

د اشرف غني دا کړنې او پریکړې په لاندې ډول دي :

۱- د واک پر ګډۍ د کیناستو لپاره پر اساسي قانون معامله او د اجرایه ریاست رامنځته کول او د امریکا پریکړې تر اساسي قانونه زیات ارزښت ورکول

۲- له امریکا نه د اجرايي ضمانت له تر لاسه کولو پرته په بیړۍ سره د واشنګټن- کابل د امنیتي تړون لاسلیکول

۳- د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال د داسې لویو ژمنو کول چې پلي کیدل یې په پنځو کلونو کې ناشوني دي

۴- د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال د واک د دوام لپاره په سسټماټیکه توګه د قومي ؛ ژبنیو او مذهبي تعصونو زیاتیدل

۵-د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال په داسې حال کې د داعش ډلې د فعالیتونو ورځ تر بلې پراخیدل چې د هغه د حکومت ځايي چارواکي د هوا له لارې دې ډلې ته د وسلو او تجهیزاتو د رسولو خبره کوي .

۶-د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال جنرال دوستم له لوري په ناقونه توګه د ایشچي نیول کیدل اوپر ایشچي د دوستم جنسي تیری ؛ او د دوستم له لوري دا کار د یوې دسیسې بلل کیدل

۷- تر کیې ته د دوستم له تګ وروسته د ولسمشرۍ د لومړۍ څوکۍ تش پاتې کیدل

۸- په ناقونه توګه د ولسي جرګې د کار دوام

۹-د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل د شعیه ګانو پر جوماتونو او تکیه خانو ځانمرګي بریدونه

۱۰-د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل پر ډېورند کرښه د اغزن مزي او کټارو لګول کیدل

۱۱- د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل د افغان کلیمې ناندریزه کیدل

۱۲-د یوه مذهبي هېواد د ولسمشر په توګه په مذهبي مراسمو او ویناوو کې په ځلونو د اشرف غني تیروتل

۱۳- د والیانو په کچه چارواکو له لوري د هغوی په بې واکه کولو کې د ولسمشر ننګول

۱۴- د مخالفو وسله والو پر وړاندې د هغه اساسي قانون پر پيلتابه ټینګار چې خپله یې واک ته د رسیدو په پار مات کړ.

۱۵- د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته په لومړي ځل د هغوی د جنګیالیو له لوري د یوه ښار نیول کیدل

۱۶-د امریکا د څه باندې یوې نیمې لسییزې حضور پر مهال د ترټولو خونړیو او پیچلو بریدونو ترسره کیدل او په دغو بریدونو کې په کابل کې د یو شمیر سفارتونو د لاس لرلو په تړاو په کور دننه او بهر تورونه

۱۷-د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال د امریکايي ځواکونو له لوري پر افغانستان د نړۍ د ترټولو لوی غیر اټومي بم غورځول کیدل

۱۸- د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو وژل کیدل او د هغو په تړاو د حکومت چوپتیا او ان نه غندل کیدل

۱۹- د ډېپلوماټیکو اصولو او ارونو پر خلاف د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د لیدو لپاره د ولسمشر غني ورتګ

۲۰- د بیان د آزادۍ پر وړاندې د ګواښونو زیاتیدل او د پېسو او فشار له لارې درسنیو په مټ د ځان په ګټه د عامه ذهنیت اړول ان د عکسونو تر فوټوشاپ پورې
ښايي دا شمیرې ډيرې پسې وغځیږي خو دا هغه څه وو چې په لنډ او تنګ وخت کې زما ذهن ته راغلل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمال

فقیر زی صاحب ، سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! ستاسی ښکلی خبری خو خپلواکو خلکو ته چه د دغه ډول ملامتیاوو او لوی اشتباهاتو سره مخ شوی سمی وی هغوی که تری عبرت هم ونه اخلی نور خو به تری عبرت واخلی . مګر دغه خبیث کمونست او سکولریست او ماسونیست ته چه له پښو څخه تر سره پوری غلام دی په افغانیت او اسلامیت خو عقیده بریږده په انسانیت او حیوانیت هم باور او عقیده نه لری . دغه ډول لوی غلامان نه یواځی غلامان بلکه په غلامی کی یرغمل شوی ، ځکه دغلامی دغه برخه استعمارګرو… نور لوستل »

احمد شاه

د پنجابي استعمار په خدمت کی ویبپانه نن ټکی اسیا واقعی وښودل چی د کوم هدف د پاره ګمارل شوی ده .###### د فقیرزي په نوم فرضي طالب لیکوال په خپله لیکنه کی ضد او نقیض خبری کوي ږا شرم او حبا هم نه لرۍ چی په خپلو هغو مشرانو غیرت وکړي چی پاکستان درته####کړل خو د هغوی خلاف یوه خبره هم نه شوی کولی نو تاسی ډير غلامان یاست که اشرف غني

افغان

احمد شاه ګله ! که په پورته تبصره کی مو کنځل نه وی کړی ، سلامونه می درته ډالی کول، په کنځلو کولو د ی هغه وړتیا هم له لاسه ورکړه یعنی ځان دی داسی وښودلو چه مسلمان نه یی که مسلمان نه یی د سلام اړه هم نه لیدل کیږی. د نظر یا عقیدو اختلافات ډیره عادی او معموله خبره ده ، حتی اسلام هم د دی تاکید کوی چه دین کی اکراه نشته یعنی دین منل باید په زور نه په خوښه وی . که څوک دغه په بلنه په زور تر سره کوی افراط او غیر اسلامی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x