fbpx

نيويارک کې يوه سړي پر خلکو د موټر خېژولو له امله اته کسان وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۶): د امریکا متحده ایالتونو نيويارک ښار کې يوه موټر چلوونکي پر خلکو موټر خيژولی، چې له امله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او دولس نور ټپيان دي.

د رپوټونو له مخې يوه شپږ ويشت کلن سړي له موټره په داسې حال کې سره راويستی و، چې ټوپک يې هم په لاس کې و او د پوليسو له لوري په ډزو ووژل شو.

رسنیو د دغه سړي نوم سیلفو سايپوف یاد کړی، چې په ۲۰۱۰ کې امریکا ته راغلی و.

د نيويارک ښاروال بل ډي بلازيو ويلي، چې دا پېښه د «ترهګرۍ وه»، چې عام خلک يې په نښه کړي وو.

ده وويل، چې د ترهګرو موخه دا ده، چې زموږ هوډ راکمزوری کړي، خو زموږ د خلکو عزم ټينګ دی او نه «ترهګر» نه شي کولای، چې موږ ته ماتې راکړي.

اې بي سي ټلویزون د يوه عيني شاهد له خولې ليکلي، چې ده يوه سپين هايلکس ډاټسنه وليده، چې پر هغه لارې ولاړه، چې خلک پرې سايکلونه چلوي او خلک يې ترې لاندې کړل.

دغه سړي دا هم ويلي، چې له اتو تر لسو د ډزو اوازونه يې هم اورېدلي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه پېښه غندلې او بريدګر يې ليونی بللی دی.

لږ وروسته یې په يوه بل ټويټ کې وويل، چې منځني ختيځ کې به داعش ته د ماتې ورکولو له امله دغې ډلې ته امریکا ته د داخلېدو اجازه ورنه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د