نړۍ

سراج الحق د جماعت اسلامي نوی مشر وټاکل شو

نن ټکی اسيا: د پاکستان اسلامپال ګوند “جماعت اسلامي” د راتلونکو پنځو کالو لپاره سراج الحق خپل مشر وټاکه.

سراج الحق د خيبر پښتونخوا مشر وزير دی. د جماعت اسلامي د مشرۍ لپاره درې کسانو د ګوند د مشرۍ لپاره په دغو ټاکنو کې برخه اخيستې وه.
د جماعت اسلامي اوسنی مشر منور حسن، د دې ګوند عمومي منشي لياقت بلوچ او سراج الحق.
سراج الحق په ۵ دسمبر ۱۹۶۵ د خيبر پښتونخوا دير سيمې په ثمر باغ نومي کلي کې زيږيدلی.
ليسانس يې د سوات ډګري کالج څخه کړی او ماستري يې په سياسي علومو کې له پيښور پوهنتونه کړې ده.
۱۹۸۸ تر ۱۹۹۱ پورې د جماعت اسلامي د محصلينو د ګوند مشر وه.
په ۲۰۰۲ مپلادي کال کې د اسلامپالو ګوندونو د اتحادي حکومت پر مهال د ايالتي اسامبلۍ غړی او مشر وزير وه.
په ۲۰۰۹ کال کې د جماعت اسلامي مرستيال مشر وه.
او نن د پنځو کالو لپاره د جماعت اسلامي مشر وټاکل شو.
د جماعت اسلامي د ټاکنو د کميسون مشر وايي چې، پنځه ويشت زره ۵۳۳ کسانو په دغه ټاکنه کې خپلې رايې وکارولې، چې، ډېری رايې د سراج الحق په پلوي اچول شوې وې.
د يادونې وړ ده چې، جماعت اسلامي د پنځو کالو لپاره خپل مشر د ګوند د غړيو د رايو له مخې ټاکي چې، دا ځل يې سراج الحق د دې مشرۍ لپاره وټاکه.
له دې مخکې منور حسن پنځو کالو لپاره د نوموړي ګوند مشر وه چې، ۲۰۰۹ کې د دې ګوند د غړيو لخوا ټاکل شوی وه. دمنور حسن په اړه ويل کيږي چې، په فکر او عقيده کې علامه مودودي ته نژدې دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x