ادبي لیکني

دمګری لېونی شو!!! (یوه حیرانوونکې کیسه)

لیکوال: قاري عبدالرشید عالمي

شاوخوا دولس کاله وړاندې، مونږ په یوه غرنۍ سیمه کې اوسیدو، د کلې جمات ته مو تبلیغان راغلل، د ماښام د لمانځه وروسته، یو په عمر پوخ تبلیغي جګ شو او بیان ېې پیل کړ، د بیان په منځ کې ېې یوه زړه راښکونکې کیسه را واخیسته، ماته ېې ډیر خوند راکړ، ماهم وغوښتل، چې دا کیسه په لیکنې بڼه تاسو سره شریکه کړم.

د غربت ژوند:

د غره په لمن کې یوه بیوځله کورنۍ اوسیده، د څو ورځو راهیسې د ډوډۍ په لټه کې وو، د کور وګړي ېې د ولږې لکبله بي سېکه شول او د خبرو کولو توان ېې له لاسه ورکړ، پلار ېې ډير اندیښمن وو، خپلو ماشومانو سره ېې ژمنه وکړه او ډاډ ېې ورکړ، چې سبا ورځ به هرومرو خوراک راوړې.

په کټ کې اوږد وغځېد، د سوچونو په ټال ېې پښه واړوله، په یو ښکلې او سرسبزه باغ ورغې، لمن ېې د کورو (انګورو) مڼو او نور رنګارنګ میوو ډکه کړه، په مڼده کورته راغي، ماشومان یو یو له کټه را پورته شول، زانګې وانګې د پلار مخ ته راغلل، پلار ېې لمن پرانیسته ټولو ته ېې وویل:

څومره مو چې خوښه وې واخلئ او وېې خورئ، د سترګو په رپ کې ماشومانو ېې لمن تشه کړه، لنډ په خاورو کې کښیناستل او لغتئ ېې ووهلې، په خندا خندا ېې وویل:

دا مڼه ډیره خوندوره ده، بل وویل دا انګور ډیر خواږه دې، ټولو په ګډه وخندل او له منځه ېې یو نرې غږ پور ته شو،
کشرې لور يي وویل:

پلاره! دا مڼه در واخله

سړي وموسکل مڼه ېې خولې ته پورته کړه، خو په خپل لاس ېې خوله ولږوله، درد ېې احساس کړ، ژر راپورته شو، خیالې نړۍ ېې ړنګه شوه، وروسته ېې د سوچ مارغه بل لور ته پر وهل، دې په همدي سوچو نو کې ډوب وو، چې خوب پرې غلبه وکړه او اوږد وغځید.

د ځانوژنې هوډ:

د سهار، لمر سترګه نه وه غړولې، چې د کور خاوند له کوره ووت، ټوله ورځ ېې د کلې کوڅې لر بر کړې، نا هیلې د غونډۍ په لور ور پور ته شو، په جګ ځاې کښيناست، او له ځان سره په جنګ شو، وې ویل:

که کور ته ستون شم، بچیان به مې په بد حالت کې وې، زما لار به څارې او وره ته به ېې وچې سترګې نیولې وې، میرمن به مې هم په دې تمه وې، چې خاوند به ېې ضرور خوراک راوړې، که زه تش لاس ورشم، هغوئ به راته دروغژن واېې. نه.. نه……

ماته دروغژن نشې ویلې،

کیداي شې میرمن مې د پورته کیدو سېکه و نه لرې او د خبرو توان به ېې هم له لاسه ورکړې وې،
خدایه! بچیان به مې په څه حالت کې وې؟!

ناڅاپه چیغه شوه، او په غرونو کې انګازي وګړنګیدې:

یا الله.. زما په حال رحم وکړه، زه له دې بدمرغه او ستړې ژوند نه په تنګ یم، نور یوه ثانیه پاتې کیدل نه غواړم، ماته د مرګ پریښته را واستوه او زما روح واخله،

اواز ېې په ګڼو غرونو کې انعکاس وکړ، سړې شا ته وکتل او د ویروونکو انګازو پرته ېې بل څه وا نه وریدل، نا اومیده کښیناست، سر ېې په دواړو لاسو کې ټینګ کړ او په کړیکو کړیکو ېې وژړل…….

ناڅاپه یو سوچ ورغې په خپل ځاې نیغ ودرید، لویدیځ لور ته ېې اوږده اوږده ګامونه واخیستل مخکې ولاړ، لیرې د ګړنګ په څوکه ودرید، ګړنګ جګ وو، ډیر جګ، د غره لمن ته ېې وکتل، یو څو خړخړ کورونه ښکاریدل، د سترګو په زور ېې هڅه وکړه، چې خپل کور ووینې، خو ټولې هڅې ېې بی معنا وې، ورو ېې سترګې پټې کړې، ژوره ساه ېې واخیسته او باڼه ېې سره وروستل، د سترګو له کونجو ېې د اوښکو غټ غټ څاڅکې په باړخوګانو راپریوتل، لمر د غره تر شا نیمه سترګه نیولې وه ستړي ښکاریده، ناڅاپه ېې شونډې وخوځیدې:

کړې ژمنه مې پوره نه کړه، زه ډیر بدمرغه یم، زه نور د ژوند حق نه لرم او د ځانوژنې لپاره ېې یوه پښه وړاندې کړه، ترڅو ځان له ګړنګه وغورځوې، څه سوچ ورغي، بیرته شاته شو، بیا ېې هڅه وکړه، چې ځان ختا کړې، خو د غوږ ترڅنګ ېې پر شو او یو مرغه والوت، ډوبه ساه ېې واخیسته، په دریم ځل ېې ستر ګې پټې کړې او د ګړنګ له سره ېې ټوپ کړ، د ټوپ سره ېې له خولې د یوې ناتارې چیغې سر راووت او پاتې برخه ېې په مرۍ کې خپ شوه.

نورانې سړي:

سړی پاس په هوا کې ځوړند وو، پښې يي غورځولي، د یو سپینو جامو خاوند له لاسه نیولې وو، ده چیغې وهلې:
پری مې ږده، زه نور ژوند نه غواړم،

د سپینو جامو خاوند د سترګو په رپ کې سړي ورپور ته کړ، هغه سترګې ښکته اچولې وې او یوې غاړې ته وښوید، له ځان سره ېې پوچ پاش ویل او له خولې ېې لاړي بادیدلې، ناڅاپه غلي شو، سترګې ېې پورته کړې، مخامخ په سپینو جامو کې نورانې مخ یو ډول خوندوره رڼا او سترګو ېې حیرانوونکې ځلا کوله، سړي له ځایه پورته شو، نږدې ورغې او شونډې یې وخوځېدې:

ته،ته،ته…… انسان نه یې، ما تر اوسه په انسانانو کې داسې ښکلا او ځلا نه ده لیدلې، ته حتما کومه ملایکه ېې، او زما د نجات لپاره الله را لیږلې ېې.

نورانې سړې وویل:

– ته، رښتیا واېې، زه انسان نه یم، زه هغه ملایکه یم، چې د مخلوق روحونه اخلې

– سړې ولړزید او یو قدم شاته ولاړ

– ملایکې وویل:

– زه تاسو ته کوم زیان نه در کوم، بلکه ستاسو د مرستې لپاره راغلې یم

– سړې په هیلمنه ژبه وویل:

د مرستې لپاره!

– څنګه، مرسته به راسره وکړئ؟!

– په نورانې څیره کې شونډې وخوځیدې:

– زه، تاسو ته یوه دم (دعا) در ښایم، ښاېې د ډیرو مریضانو درملنه پرې وکړئ

– دم؟

– دا څنګه کیداي شې، زه خو نالوستي یم، که چا ته ووایم، چې دمګري یم نو پرما به هیڅوک باور ونکړې، زمونږ په ځاي کې د دمګرو ډير عزت او درناوې کیږې، زه هغه بدمرغه انسان یم چې خلک را سره خبرې کول هم نه خوښه وې،

– چیرته زه او چیرته دمګرې؟!

فرښتي وویل:

– الله ج، که چا ته عزت ورکړې، هیڅوک ېې ور څخه نه شې اخیستې او که چاته ذلت ورکړې نو څوک يي ترې نشي لرې کولي

ملایکې وویل:

تاسو ته یو داسې دم (دعا) درښایم چې په ویلو به ېې ډير ناروغان ښه شې، که چيرې مریضان تاسو ته راشې او یا تاسو مریضانو ته ورشئ، د مریضانو تر څنګ به ما ووینئ، که ده ناروغ سر ته ناست وم نو دا دوعا ولولئ په اوبو، خوراک او یا هم د ناروغ پر بدن ېې ور چوف کړئ که د الله خوښه وه مریض به په لنډه موده کې روغ شې
په یاد لره، که چیرې د ناروغ پښو ته ناست وم، نو پوه شه چې دهغه وخت پوره شوي او الله د هغه روح د اخیستلو اراده کړې، په دی سره به مریضان ستاسو مرسته وکړې او غربت به مو ختم شې.

هو، د ناروغ ترڅنګ به نورو خلکو ته نه ښکارم، یوازې تاسو مې لیدلي شئ.

مشهور او شتمن دمګري:

سړې دم زده کړ او ماښام قضا کلې ته راغې، ده ته په کلې کې زاړه مریضان ورمعلوم وو، هوډ يي وکړ چې لومړي به د هغوئ درملنه کوې

حرکت یې وکړ، خپل د کور پر ځاي نیغ د ملک کور ته ورغې، د ملک مشر زوئ د څو اونیو راهیسې شدید مریض وو، د ناروغ په کوټه ورننوت، هغه په بد حالت کې وو، ملایانو ورته کلیمې ویلې، ځینو ویل چې ځنکدن ېې سخت دې، ملک یوې غاړې ته سرې سترګې ناست وو، اوښکې ېې تویولې، خلکو ویل چې سا ېې ستونې کې بنده ده، ټول وار خطا وو، مور یي بله کوټه کې بي هوشه پرته وه، ماشومانو ېې چیغې وهلې….

ناروغ د ژامو کړپا پورته شوه، خپل غاښونه ېې چیچل، ملک په منډه راغي سرته ېې ودرید، په تندې ېې شونډې ور کیښودې، په ژړه غونې غږ ېې وویل:

د الله پرته دې هیڅوک نشې ژغورلې، که ستا د روغتیا لږ امکان هم وې، نو دي بدمرغه پلار به دې ټوله شتمنې ستا تر سر زار کړې وې

دمګرې، کله د ناروغ پښو ته او کله د هغه سر ته کتل، یو څه شکمن وو، نا څاپه ېي د ناروغ سر ته په نورانې مخ سترګې ورغلي، ژر مخ ته شو، ټولو خلک يي د ناروغ له څنګه لرې کړ، یو کس ته ېې د اوبو وویل، ټولو خلکو په رډو سترګو دمګرې ته کتل، د هغه شونډې خوځیدي:

څه دعا ېې وېله او په ناروغ يي چوف کول بیا يي اوبه دم کړې او د مریض په شونډو یی ور وڅڅول، وروسته يي د مریض خوله وازه کړه، څو قاشوغي اوبه ېې ور واړولې، مریض ورو ورو لاسونه وخوځول، وروسته يي پښی هم وخوځولې، په کوټه کې چوپه چوپتیا خوره وه، ټولو خلکو په رډو سترګو کله مریض او کله دمګرې ته کتل، مریض په لنډ وخت کې ښه شو، مور او بچیان ېې په مریض ورپریوتل، ناروغ خپل پلار ته سترګې واړولې هغه یو څه واړاندې ولاړ وو او د خوشالۍ اوښکې ېې تویولې، بیا ېې مور ته وکتل او شونډي یی وخوځیدې:
مورې!

زه، ښه یم، پرما هیڅ نه دې شوې، تاسو ولې ژاړئ؟

د، دمګرې (دم) د خلکو لپاره له معجزي کم نه وو، ټول خلک په دمګرې را مات شول، ملک ورته ډیر مال او شتمني ورکړه او هغه د ګڼو مالونو سره کور ته ننوت، د کور څخه ېې د بیوځلۍ تغر ټول شو او د خوشالۍ کوترو پرې وزرې وغوړولې.

په لنډه موده کې دمګری ډیر مشهور شو، د دي کمال تر نورو کلیو ورسید، د لرو پرتو سیمو څخه مختلف رنځوران (مریضان) د درملنې لپاره راتلل،

دمګرې به یوازې هغه رنځوران کتل، چې ملایکه به ېې سر ته ناسته وه او هغه رنځوران يي روخصتول چې ملایکه به يي پښو ته ناسته وه او د کورنۍ غړو ته به ېې په نرمه ژبه وویل، رنځور مو یوسئ کیداي شې د څو شیبو لپاره مو میلمه وې.

هو، د دمګرې غوا لنګه وه، په څو کلونو کې بډایه شو، او په ټول کلې کې تردې بل شتمن نه وو.

دمګري مري:

څو کلونه نور هم تیر شول، یوه ورځ دمګري په خپله مریض شو او په کټ کې پریووت، ډیرې شتمنۍ ورڅخه د مرګ څپه هیره کړې وه، چوروتو نه ېې وهل، ناڅاپه ېې خپلو پښو ته پام شو، زړه يي ودرید او بیا په درزا شو، په توده وینه ېې سړې اوبه تويي شوې، د شهادت په ګوتو ېې سترګې ومښلې، بیا ېې سترګې رډې راووتې، پښو خوا ته ېې د مرګ پریښته ناسته وه، ده دا پريښته د نورو رنځوروانو پښو ته ډیره لیدلې وه، په ډیر وقار به يي هغوئ ته د مرګ ویره ورکوله، نن يي د پریښتي په ځلاندو سترګو کې خپل مرګ لیده، بي سېکه په کټ کې پروت وو او په هیله منو سترګو ېې نورانې څیري ته کتل:

دا هغه نورانې څیره وه، چې دمګري ېې له ځانوژنې ژغورلې وو، دولت او شتمنۍ د ګټولو لاره ېې ور ښودلې وه.
دمګرې اوس په ډیرې حیرانۍ نورانې مخ ته کتل، چې د پښو ترڅنګ ېې ناست وو،

دمګرې پوه شو، چې د ژوند پاڼه ېې ژیړه شوې او نږدي ده چې له ونې څخه را پریوځې، د ځان ژغورنې لپاره ېې سل زړونه سره وتړل، خو بریالې نه شو، د تیښتې په هڅه کې شو، کوټه ېې بدله کړه او بلې کوټې ته ولاړ، ستر ګې ېې پرانیستې، نورانې مخ ېې پښو ته ناست وو، ور پرانیستل شو، د میرمني او بچیانو په ګډون ېې ګڼ کلیوال را ننوتل، کلیوالو يي د روغتیا پوښتنه کوله ، خو دمګری یوازې د ځان ژغورنې په لټه کې وو.

نورانې سړې ته یی کتل، هغه ېې پښو ته ناست وو، دمګري خپل سر د هغه خواته کړ او پښي ېې بل لور ته وغزولې، د سترګو په رپ کې يي نورانې سړې پښو ته کښیناست، دمګری بیا له ځایه پاڅید او سر ېې د نورانې سړې خوا ته کړ، خو هغه ېې بیا پښو ته کښیناست، دمګرې کله پښې د کټ لر سر ته او کله د کټ بر سر ته غزولې، په همدي کې مصروف وو، هر ځل به ېې چې په ملایکې سترګې ورغلې هغه به يي پښو ته ناست وو،
ټولو خلکو په حیرانتیا د دمګرې ننداره کوله، بچیانو ېې اوښکې تویولې، د کلې ماشومانو ور پورې خندل، د کلې خلکو ویل چې لیونې شوې، ماشومانو په کوڅو کې چیغې وهلي، چې (دمګری لیونی شو) خلکو ډیره هڅه وکړه، چې پوه یې کړې، خو هغه د چا نه منله، ولې به ېې منله، زکه چې د کټ سر ته ېې د مرګ فرښته ناسته وه.

میرمن ېې د خلکو ګڼه ګوڼه نا مناسبه ګڼله او د خلکو په وړاندې ېې د خاوند دا عجیبه چلند د ځان او د خاوند سپکاوې ګاڼه، په هم دې اساس ېې ټول خلک له کوره وشړل، هغوې هم د څه ویلو پرته ووتل،
ښځې ېې څو ځلې د خاوند قابو کولو ناکامه هڅه وکړه، دمګری له ښکته پورته کیدو لکبله ستړي او سخت خوله شوې وو، میرمن ېې هم ستړې وه، بالاخره ېې پړې راوړ، د بچو په مرسته ېې خپل خاوند کلک پلک په کټ پورې وتاړه، داسې ېې وتاړه، چې په خپل ټول زور ېې رپ نشو وهلي،

په اخر کې ملائیکې ورته وویل:

د دې ښځې او اولادونو لپاره دې ځانوژنه کوله، ټول عمر دې د دوي په چوپړ کې تیر کړ، نن ورځ دې ښځه او خپل بچیان درڅخه تنګ شوې او په خپلو لاسونو يي د مرګ لپاره په کټ وتړلې.

پائ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x