خبرونه

نور: که نظام نه اصلاح کېږي باید ړنګ شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۶): د بلخ والي او د جمعیت ګوند اجراییوي رییس عطاء محمد نور یو ځل بیا پر اوسني ګډ حکومت سختې نیوکې کړي او په خبره یې که اوسنی نظام اصلاحات نه شي راوستلی؛ باید له منځه یوړل شي.

نور په هرات کې  د اوبو، برېښنا او انرژۍ پخواني وزیر او جهادي قومندان محمد اسماعیل خان سره د لیدنې وروسته خبریالانو ته ویلي، د ملي یووالي حکومت ژمنه کړې وه، چې اداري فساد به له منځه وړي، د ناامنۍ مخه به نیسي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې به اصلاحات راولي؛ خو په تېرو درې کلونو کې یې هېڅ ونه کړل، اداري فساد اوج ته رسېدلی، د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې خپلمنځي اختلافات ډېر شوي او په حکومت کې اصلاحات نه دي راغلي.

ده له اوسني حکومت نه وغوښتل، که اصلاحات نه شي راوستی، باید نظام یې  ړنګ شي او د اوسني نظام «سقوط»د حل لاره ده.

د بلخ والي د ملي یووالي حکومت له دواړو مشرانو وغوښتل، چې د ټاکنو کمېسیون دې لغوه کړي او پرځای دې نوی کمېسیون په دنده وګوماري.

د نور په خبره، که د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې اصلاحات رانه شي، نو د ۲۰۱۹ز کال ټاکنو کې به ولسمشر له لومړي سره معلوم وي.

ده د اوسني حکومت پر دواړو مشرانو تور پورې کړ، چې ټول دولتي واکونه یې انحصار کړي او د هرات له خلکو وغوښتل، چې «د ارګ، امنیت شورا او د طالبانو سرتېري» نه شي، بلکې پرضد یې باید مبارزه وکړي.

د بلخ والي وویل، تراوسه یې پرېکړه نه ده کړې، چې د ۲۰۱۹ز کال په ټاکنو کې به ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړي او که نه؛ خو په دې اړه به له سلا مشورې وروسته خپله پرېکړه اعلان کړي.

دوه ورځې وړاندې هم د بلخ والي پر اوسني حکومت سختې نیوکې کړې وې او روانې ناامنۍ لامل یې د اوسني ګډ حکومت دواړه مشران یاد کړي وو.

ارګ او سپیدار ماڼۍ د تل په څېر د نور د پرونیو څرګندونو په اړه چوپتیا غوره کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالدین

کہ تہ نہ اصلاح کیږ‎ی نوبیا……………?

اجمل

د عطا نور په ټولو خبرو کی می دغه خبره ورله خوښه شوه ، چه نه اصلاح کیږی باید ړنګ شی .
خو عطا نور د اصلاح او ړنګ جمله د هغه د خپل غیاث الغات له مخی تعبیروی ، هغوی د نظام اصلاح یعنی د عطا د ملګرو وڼده پکی زیاته او غوښینه شی له ړنګیدو څخه یی هم هدف دا چه د عطا ملګری دی دغه غلامه ، ناوړه او فاسده اداره تر لاسه کړی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x