
سیګار: طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د خپل نفوذ ساحه ۱۳ سلنو ته لوړه کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۶):د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا سرڅېړونکې ادارې«سیګار» په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې طالبانو د خپل نفوذ سیمه نوره هم پراخه کړې او له یوولس سلنو څخه یې ۱۳ سلنو ته لوړه کړې ده.
د دې ادارې مشر جان سپوکو ویلي، په تېره اګسټ میاشت کې طالبانو د افغانستان د ۴۰۷ ولسوالیو په سلو کې پر ۱۳ برخو حاکم وو، چې دغه شمېره د فبروري په میاشت کې ۱۱ وه؛ خو طالبانو یوازې په شپږو میاشتو دغه سلنه ۱۳ ته لوړه کړې ده.
د سیګار په حواله، په تېرو شپږو میاشتو کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د اوسېدونکو شمېر ۷۰۰زرو لوړ شوی او دغه شمېره ورځ تر بلې لوړېږي.
نیوریاک ټایمز ورځپاڼې هم د سیګار په تازه خپاره شوي راپور تبصره کړې ده او د ۲۰۱۴ز کال راهیسې یې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې ډېریدو ته اشاره کړې ده.
نیویارک ټایمز لیکلي، د افغانستان اوسنی وضعیت خورا بوږنونکی دی او امریکا، ناټو او افغان ځواکونه ونه توانېدل، چې د حکومت د کنټرول سیمه پراخه کړې، بلکې د حکومت کړۍ ورځ تر بلې تنګېږي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د سیګار تازه راپور رد کړی دی. وزیري ویلي، افغان ځواکونو په تېرو څو میاشتو کې ښکاره لاسته راوړنې لرلې او ډېرې ولسوالۍ یې د طالبانو له کنټروله خلاصې کړي دي.
وزیري ویلي، طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې هېڅ ولسوالۍ له دولتي ځواکونو نه ده نیولې.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا سرڅېړونکې اداره«سیګار» او نیوریاک ټایمز ورځپاڼه داسې مهال د افغانستان امنیتي وضعیت خراب بللی، چې طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې د فراه شېبکوه، د کندهار معروف او د غزني د اندړو ولسوالۍ ونیولې او له تېرې ورځې راهیسې د بغلان په بورکه ولسوالۍ جګړه روانه ده.