fbpx

د روسيې د ملي امنيت سلاکار کابل کې د ګډ حکومت له چارواکو سره ليدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۶): د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوتین د ملي امنيت سلاکار نيکولای پتروشف کابل ته راغلی او د ګډ حکومت د مشر اشرف غني او د ملي امنيت سلاکار حنیف اتمر سره يې په دوه اړخيزو اړيکو خبرې کړي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په خپرې کړې خبر پاڼې کې ويلي، چې دواړو لوريو د افغانستان او روسيې د دوو اړخيزو اړيکو د لا پياوړتیا غوښتنه کړې ده.

نيکولای پتروشیف ويلي، چې د سفر موخه يې له افغانستان سره د امنيتي اړيکو سربېره د اقتصادي، ټرانزيټي اړيکو پياوړي کول دي.

د روسيې د ملي امنيت سلاکار وروسته تر هغه کابل ته سفر کړی، چې دوه اونۍ وړاندې د پکتيا پر امنيه قومندانۍ د طالبانو له بريد څو ورځې وروسته د ګډ حکومت مشر پکتيا کې د وينا پر مهال روسيه د طالبانو په ملاتړ تورنه کړه.

اشرف غني ويلي و، چې روسيه له طالبانو سره مرستې کوي.

تر ده وړاندې ځينو نورو چارواکو هم دغه ډول څرګندونې کړې وې، خو د لومړځل لپاره روسيې هغه مهال غبرګون وښود، چې ولسمشر غني هم روسيه د طالبانو په ملاتړ تورنه کړه.

د ګډ حکومت د مشر له څرګندونو وروسته د روسيې ولسمشر وويل، چې اشرف غني دې د لويديځو رسنيو تر اغېز لاندې نه راځي.

د پوتين له څرګندونو څو ورځې وروسته د هغه د ملي امنيت سلاکار کابل ته راغلی او ويل کېږي، چې د ولسمشر او نورو چارواکو د تورونو په اړه يې هم خبرې کړي دي.

د چارو کارپوهان وايي، چې ګډ حکومت په سیمه او نړۍ کې د يوازېتوب ښکار دی او د سيمه ییزې همکارۍ په ځای يوازې د امریکا د ګټو خوندي کول ورته اولويت لري.

چین، روسيه، ایران او پاکستان په سيمې کې د امریکایي بلاک پر وړاندې د نوي بلاک په جوړولو کار کوي، خو د افغانستان ګډ حکومت د سيمه يیزې همکارۍ پر خلاف يوازې د امریکا ګټو ته ژمن دی، چې افغانستان يې په سيمې کې يوازې کړی دی.

د څارونکو په اند طالبانو له دغې خلا ګټه پورته کړې او غواړي، چې د امریکا مخالف بلاک خواخوږي له ځان سره ولري او خپلو موخو ته د رسېدو لارې لنډې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د