
بلخ: درې اربکیان وژل شوي او قومندان یې ټپي شوی دی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۶):د بلخ امنیتي چارواکي وايي، د کندوز د اربکیانو قومندان «نبي ګیچي» د چسپکي ماین په وسیله ټپي شوی؛ خو درې اربکیان وژل شوي دي.
د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند شېرجان دراني وايي، نن له غرمې وروسته په د بلخ په خُلم ولسوالۍ کې د کندوز د اربکیانو پر قومندان د چسپکي ماین په وسیله چاودنه شوې او سخت ټپي شوی دی.
د بلخ د ولایتي شورا غړي سید اسدالله سادات د پېښې پخلی کړی؛ خو د نبي ګیچي روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ بللی دی.
نبي ګیچي د ولسمشر غني د لومړي مرستیال جنرال دوستم د نږدې کسانو څخه دی، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد جګړه کوي.
د نننۍ پېښې مسوولیت تراوسه پورې چا نه دی منلی.
کندوز په تېرو دوو کلونو کې دوه ځلې طالبانو سقوط کړ او اوسمهال د کندوز ښار نږدې سیمې هم د طالبانو په ولکه کې دي.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا سرڅېړونکې ادارې«سیګار» پرون په خپل راپور کې ویلي وو، چې طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان پر ۱۳ سلنه خاوره واکمني ډېره کړې ده.