د کندوز خلکو د غلاوو او نا امنيو پر ضد لاريون وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۶): د کندوز خلکو په دغه ولايت کې د زور واکانو او غیر مسؤولو وسله‌والو له لوري د نا امنيو خپرولو، غلاوو او سړي تښتونکو پر ضد پراخ لاريون کړی دی.

دغه لاريون نن د کندوز په مرکز کې وشو، چې د ولايتي شورا ځينو غړو په ګډون سلګونو ولسي خلکو په کې ګډون درلود.

دغو خلکو وروسته تر هغه د نا امنيو او سړي تښتوونکو پر ضد لاريون وکړ، چې څو ورځې وړاندې غیر مسؤولو وسله والو د يوه ډاکټر زوی تښتولی او تر اوسه يې د مرګ ژوند او خلاصون په اړه معلومات نه دي تر لاسه شوي.

د لاریون ګډونوالو وويل، چې په کندوز کې د غلاوو، نا امنيو او سړي تښتوونو پېښې تر ټولو لوړو کچې ته رسېدلي دي.

لاريونوالو وويل، تر څو، چې «زموږ د ډاکټر تښتول شوی زوی نه وي را خلاص شوی، موږ به خپل لاريون ته دوام ورکړو او د خپلو غوښتلو لپاره به په هېڅ لارې سرپه ونه کړو.»

د کندوز ښار يوه دوکاندار او د لاريون ګډونوال وويل، چې په دغه ولايت کې نا امنۍ دومره ډېرې شوي، چې هر څوک بايد خپل دوکانونه له ماښام وړاندې وتړي او ځانونه خوندي سيمو ته ورسوي.

د کندوز د ولايتي شورا رييس امرالدین ولي هم دغې مظاهرې ته وويل، چې د کندوز ولسونه له غلاوو، سړي تښتوونو او نا امنيو تر سپږمو رسېدلي دي.

نوموړي ټينګار وکړ، که د خلکو غوښتنې ونه منل شي، دوی به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.

د کندوز امنیه قومندان حميدالله حمید وويل، چې د خلکو غوښتنې او مظاهرې پر ځای دي، دوی هڅې کوي، چې تښتول شوی ځوان وژغوري، د دې لپاره يې هڅې پيل کړي، خو تر اوسه يې په دې اړه څوک نه دي نيولي.

د کندوز په ګډون د هېواد په نورو سيمو کې هم د نا امنيو سربېره د سړي تښتوونو، غلاوو او د ځمکو د غصب قضيې په بې ساري توګه زیاتې شوي او عام خلک تور لګوي، چې د دغو ناوړو پېښو او غلاوو تر شا د چارواکو او امنيتي مسؤولينو لاس دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د