نظــر

د لبنان حزب الله – دوهمه برخه

لیکوال: ډاکتر راغب سرجاني
ژباړه: عمر موحد

د عقیدې پر بنسټ د لبناني وګړو وېش:

فرانسوي استعمار چې په ۱۹۲۰ میلادي کال یې لمن تر لبنان ورسېده او دغه هېواد یې اشغال کړ، په مستمر ډول هڅه کوله چې د امکان تر بریده په لبنان کې توکم پالنې ته وده ورکړي، په همدې خاطر یې ډېر سیاسي واک ماروني مسیحیانو ته وسپاره، مګر په ۱۹۴۳ میلادي کال کې د لبنان له خپلواکۍ او د اساسي قانون له تدوین وروسته د لبنان ولسمشري مسیحیانو، صدراعظمي اهل سنت مسلمانانو او د پارلمان ریاست شیعه ګانو ته وسپارل شو. دغه قانون تر ۱۹۵۹ میلادي کال پورې عملي نشو او د دې مودې په ترڅ کې ټول دولتي مرکزونه او سیاسي واک او اختیار د ماروني مسیحیانو په لاس کې وو.

د همدې شدید توکمیز حساسیت له امله لبنانیان هېڅ داسې دقیقه سرشمېرنه نلري چې وکولی شي د هرې طائفې د پلویان دقیق شمېر ښکاره کړي، که څه هم واقعیت ته د ډېرو نږدې تحلیلونو په اساس د لبنان ۲۶ سلنه وګړي اهل سنت، ۲۶ سنله نور شیعه ګان او ۲۲ سلنه نور هم ماروني مسیحیان جوړوي، چې تر دوی وروسته دُرزیان ۵،۶ سلنه برخه جوړوي.

هرې طائفې د شرائطو مطابق کوښښ کړی چې په یوې خاصې سیمې کې متمرکز شي، د دې لپاره چې وکولی شي په داسې یوه قدرت بدل شي چې په خپل شاوخوا سیمو د تاثیر او اغېزې وړتیا او توان ولري په دې اساس شیعه ګان د لبنان په جنوب او سهل البقاع کې متمرکز دي، اهل سنت د لبنان په شمالي او مرکزي برخو او ساحلي ښارونو (بیروت، طرابلس او صیدا) کې استوګن دي په داسې حال کې چې ماروني مسیحیان د لبنان په جبل او شرقي سیمو کې مېشت شوي.

کېدی شي د لبنان په جنوبي برخو کې د شیعه ګانو استوګن کېدل وکولی شي په دې وروستیو لسیزو کې د دوی او یهودیانو تر منځ ټکرونه او جګړې تفسیر او تشرېح کړي، ځکه د دې دوو قدرتونو تر منځ جګړه نه کومه عقیدتي جګړه ده، نه د الله په لار کې جهاد او نه هم د فلسطین د آزادۍ لپاره، بلکې دا ټولې جګړې د دواړو لوریو تر ولکې لاندې سیمو د حفاظت او ساتلو لپاره وې، چې په داسې شرائطو کې له مقاومت پرته بله چاره نه وه، او که چېرې صهیونستانو د سنیانو پر سیمو حمله کړې وی یقیناً چې حزب الله به یې په اړه هېڅ غبرګون نه وی ښکاره کړی.

موسی صدر او د حزب الله رېښې:

راګرځو خپلې اصلي قصې ته…

اهل سنت او شیعه ګانو د یوې اوږدې مودې لپاره د ټولنې په حاشیې او له حساسو مرکزونو لرې د ماروني مسیحیانو په څنګ کې چې د فرانسې او نړیوالې ټولنې ملاتړ یې له ځان سره درلود، ژوند کاوه، مګر په تدریج او په تېره بیا د شلمې پېړۍ د پنځمې لسیزې په وروستیو کلونو کې د خپل هویت او خپل وجود د اثبات په لټه کې شول.

هغه مهال چې د لبنان اهل سنت له داسې شخصیتونو بې برخې ول چې د دوی د مشرۍ مسؤلیت په غاړه واخلي، په تېره بیا د پیاوړو چپي او عربي سوسیال جریانونو په شتون کې چې هغه وخت یې عربي نړۍ خپله کړې وه او ډېری ځوانان او فعال وګړي یې جذب کړي ول، په همداسې شرائطو کې په ۱۹۵۹ میلادي کال کې لبنان ته د یوه اغېزمن شخصیت له ننوتو سره شیعه ګان وتوانېدل د پرمختګ لپاره مساعده فضاء ومومي، داسې یو شخصیت چې وتوانېدو د لبنان په سیاسي نقشې کې واضح او ښکاره بدلون راولي، هغه بل څوک نه وو مګر (( موسی صدر)).

موسی صدر په ۱۹۲۸ میلادي کال د قم په ښار کې دې نړۍ سترګې وغړولې او په هماغه ښار کې د دوولس امامي شیعه مذهب په اساس ورزول شو، وروسته یې د فقه او منطق تدریس پیل کړ. بیا یې د عراق نجف ته سفر وکړ چې خپلې دیني زده کړې د سترو شیعه مراجعو لکه محسن الحکیم او ابو القاسم خوئی تر څنګ بشپړې کړي، په نجف کې له زده کړو وروسته بالآخره په ۱۹۵۹ میلادي کال لبنان ته ولاړ او هلته استوګن شو.

نور بیا…

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close