غزل – شرافت ویاړ

پر زړه مې ښه لګي خواږه وي ځیني
دومره نازک لکه اوبه وي ځیني

ګرد ستا د زلفو مې دوا د زړګي
وخ چې پر زلفو دې پراته وي ځیني

لکه باران چې پاس په کاڼو اوري
جانانه دومره سخت په زړه وي ځیني

ستا په بې شمار نعمتو پټې سترګې
ولې ناشکره او ړانده وي ځیني

شرافت ویاړه! راته تل یې ویل
د زړګي کور کې مې ویده وي ځیني

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د