
لغمان : د علیشنګ ولسوال له دریو ساتونکو سره ووژل شو
نن ټکی آسیا: نن ماښام څه باندې شپږ بجې د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ ولسوال سعدالله له خپلو دریو ساتونکو سره د طالبانو له لورې د یوې تکتیکي چاودنې په ترڅ کې وژل شوی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څو شیبې وړاندې نن ټکي آسیا ته په را لېږلي خبرپاڼه کې د علیشنګ د ولسوال او د هغه د ساتونکیو د وژنې مسؤلیت په غاړه واخیست.
نوموړي د وژل شوي ولسوال په باب ویلي،چې : « سعدالله خورا ظالم انسان وو چې نن د خپلو ټولو ناکردو په سزا ورسيد او نورو ورته ظالمانوته دعبرت سبب وګرځيد.»