fbpx

طالبانو يو ځل بيا خپل زور وښودلو

عاکف مهاجر

د امریکا نوي ولسمشر له ولسمشری ته تر رسیدلو وروسته په ډیر ځنډ او ښه دقت سره د جنوبي اسیا او خاصکر افغانستان لپاره نوې استراتیژي اعلان کړه.

د ولسمشر ټرمپ نوې استراتیژي په دومداره جنګ او د طالبانو په وژلو او په زور سولې ته اړ کولو زیاته راڅرخیدله.
هغه له طالبانو سره د جګړې ترڅنګ پاکستان ته هم ګواښونه وکړل او هغه یې د وسلوالو په پټن ځای او مرکزونو تورن کړلو سره له دې چې اوس طالبان په افغانستان کې په پنځه څلویښت فیصده خاوره واکمن بلل کیږي.

طالبانو د ټرمپ د نوې استراتیژي له اعلان وروسته خپله زور ازماینه وښودله او امریکایان او افغان حکومت یې په دې قانع کړل چې طالبان یو قوت دي.

طالبانو خورا مرګوني بریدونه وکړل چې د کابل سرتیري بریدونه د کندهار او ځینو نورو ولایتونو سرتیري بریدونه چې د هاموي ټانګونو په مټ یې ترسره کړل او وروستی خونړی او مرګونی برید د پکتیا ولایت چې د دغه ولایت امنیه قومندان هم پکې و وژل شو دغه برید هم طالبانو د رینجر موټر او هاموي ټانګ په مټ له څو نورو بریدګرو سره ترسره کړلو چې حکومت ته یې خورا زیات درانه تلفات واړول او د دغې ډلې د قوت او زور ښودلو په معنی زیاتو خلکو تعبیر کړل.

طالبانو اوس د فراه د ولایت یوه ویډیو خپره کړې چې لسګونه موټر چې هایلکس او له حکومت نیول شوي هاموي ټانګونه یې بدرګه کوي هم پکې شامل دي.

دغې ډلې دغه ویډیو په داسې حال کې خپره کړې چې له ویډیو معلومیږي چې دوی اوس هم په هیواد کې دومره سیمې لري چې د کاروانونو په شکل ګشت او ګوزار کوي او سیمې تر کنټرول لاندې لري.

طالبانو دغه ویډیو کې یو ځل بیا د خپل قوت ښودنه کړې او ددغې ډلې دغه ویډیو په دې حساسو شیبو کې حکومت او امریکایانو ته د دوی ضعف او خپل قوت په ډاګه کوي او ښیي چې دوی د هیواد دننه څومره قوي دي او زیاتې سیمې په لاس کې لري.

طالبان د فراه دغه ویډیو په داسې وخت کې خپروي چې ځینو حکومتي کړیو څه موده وړاندې خبر ورکړی وو چې د طالبانو مشر په دې وروستیو کې د هلمند او یو شمیر نورو ولایتونو ترڅنګ د فراه ولایت ته هم تللی او هلته یې د خپلو جنګیالیو د منظم کولو او د جګړې لپاره د تیارولو چارې پرمخ بوولي.

طالبانو یو ځل ترمخه کله چې د دوی د تحریک بنسټګر او مشر ملامحمد عمر مجاهد د مړینې اعلان وکړلو او وروسته یې د دوی د دوهم مشر د بیعت چارې روانې وې هغه مهال د کندز ولایت کې خپل زور وښودلو چې د بیعت د غونډې یوه ویډیو یې خپره کړه او په ویډیو کې یې ټانګونه او نورې اسلحې او داسې څه ښکاره کړل چې د دغې ډلې د زیات فعالیت او حضور ښکارندویي یې کوله.

طالبان اوس نړۍ هم یو قوت مني او تل امریکا او افغان حکومت ته د طالبانو سره د جګړې پر ځای پر سوله ټینګار کوي او وایي چې باید له طالبانو سره جګړه نه بلکې سوله وشي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د