دیني، سیرت او تاریخ

علماد قدر وړدي که د وژلو؟!

ليکنه: الهام خراساني

عالم په ټولنې کې داسې حيثيت لرې لکه روح په بدن کې ، بدن بې له روحه يو تش کالبوت دي چې هيڅ قيمت نلري.

دغه سې که ټولنه کې عالم وجود ونلري ټولنه به خرابه او ناسمه وي.

ټولنه عالم ته دومره اړتيا لرې څومره يې چې بدن روح ته لري.

علما دﷲﷻ مخلوق ته دتږې ځمکې لپاره درحمت دباران په مانا دي .

او چيرته چې رحمت نه وي هلته بيا دقهر او عذاب سپېرې سيلۍ خېمې وهلې وي.

علما هغه نعمت دی چې دانسانيت فلاح او کاميابي پکې نغښتې ده .

او هر چاچې ددې نعمت ناشکري کرې برخليک يې دهغو قومونو دی چاچې خپلو انبياؤ ناشکري کړې.

ځکه علما دﷲﷻ هغه دوستان دي چې دخپلو استازو وراثت يې ورسپارلی
او ﷲﷻ دخپلو دوستانو په انتقام کې ستومانه ندی.

لکه فرمايې:

عن عكرمة: « من آذى فقيها فقد آذى رسول الله صلى الله عليه وسلم ، ومن آذى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقد آذى الله عز وجل ».[الترغيب في فضائل الأعمال ٢٨۴]

عكرمه رضي الله عنه فرمايي: څوك چې فقيه( عالم ) آزار كړي نو ګويا رسول الله صلي الله عليه وسلم يي آزار كړ،
اوڅوك چې رسول الله صلي الله عليه وسلم آزار كړي نو يقينا چې الله ﷻ يې آزار کړ.

وعلماؤ ته آزار رسول يوقسم بغاوت دی چې إنسان يې دالله ﷻ دغوراوي په مقابل كې كوي، او دالله ﷻ دسپيڅلي كلام مخالفت دی چې دعلماؤ يې پكې ډير ه ستاينه کړې، او درسول الله صلي الله عليه وسلم سره داسې نه بښوونكې دښمني ده چې كوونكی يې بايد پر خپل إيمان وويريږي او د توبې كولو برسیره باید د ايمان تجديد هم وكړي.

په حديث قدسي كې راځي:

إِنَّ اللَّهَ قَالَ مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ.[صحيح البخاري٦۵٠٢] بېشکه الله ﷻ فرمايلي دي: څوك چې زما ددوست سره دښمني کوي نو يقيناً زه دهغه سره دجنګ کولو اعلان کوم.

علماء دالله ﷻ هغه دوستان دی چی له انبیاؤ وروسته بل هیڅوک الله ته داسې ندئ ګران څومره چې علماء ورته ګران دي .

إمام ابوحنیفه رحمه الله فرمايې : « إن لم يكن أولياء الله في الدنيا والآخرة الفقهاء والعلماء ، فليس لله ولي »[الفقیه والمتفقه ١٣٧] بېشکه که په دنیا او آخرت کې فقهاء اوعلماء دالله ﷻ دوستان نه وي ، نوبیاخو دالله ﷻ لپاره هیڅ دوست نشته.

علماء دالله ﷻ هغه دوستان دي چې په احترام باندې پیژندل یې الله ﷻ دهرچا دنده ګرځولې ، رسول الله صلی الله علیه وسلم دهرهغه چاڅخه خپله بیزاري اعلان کړیده کوم چې علماؤ ته دقدر اواحترام په سترګه نه ګوري

او فرمایلي یی دی:

و يعرف لعالمنا حقه.[مسنداحمد ٢٢٨٢٧] هغه څوک له موږ څخه ندی چې زموږ عالم ته دهغه حق نه ورکوي.

معلومه خبره ده چې پر دوست باندې دهر چاخوا بدیږي ، نو دالله ﷻ هم پرخپلو دوستانو باندی چې علماء کرام دي خوا بدیږي، څوک چې ځانته مسلمان وایي باید په تمامه معنی دعلماء احترام اوقدر وکړي نه تنها خپله چې دعلماؤ سپکاوی ونکړي بلکې هیچاته دعلماؤ دسپکاوي اجازه ورنکړي.

هغه ټولنه به هيڅکله خوشالي ونه ویني اونه به له هیڅ ډول امنیته برخمن شي.
په کومه کې چې دعلماؤ اعزاز نه کیږي.

هغه ټولنه به هیڅ وخت دعبادت اوإیمان، حلاوت حس نه کړي .

په کومه کې چې علماؤ ته د رهبرانو په سترګه نه کتل کیږي، او نه به هغه ټولنه هیڅ وخت خپل دوست اودښمن ونه پیژني او نه به یي هم مسلمان او غمخور واکمن په برخه شی.

دا په تجربه ثابته شوي چې هر واکمن له علماؤ سره دښمني پیل کړې مخکې تردې چې خپل زړه په علماؤ باندې یخ کړي او یاهم علماء دټولنې څخه ورک کړی،‌ الله ﷻ دده دواکمنۍ ټغر داسې ور ټول کړی چې ټول نسب یې له واکمنۍ څخه محروم پاتي شوی.

دعلماؤ آبرو او د هغوی غوښې دزهر قاتل مثال لرې څوک یي چې وخوري ارو مرو به مري، او څوک یي چې وڅښې (خوند یي وڅکي) ارومرو به مسموم کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x