fbpx

د شیطان د لارویانو د هر کید و مکر پر وړاندې د افغاني ټولنې مکلفیتونه

لیکنه: تراب افغان

له ادمه تر دې دمه د “حق” او “باطل” ترمنځ معرکه راروانه او تر قیامته به جاري وي؛ د وخت پر تېرېدو سره د “شیطان لارویان” د حق پر وړاندې پر مختلفو اشکالو او نویو بڼو سره راڅرګندېږي؛ حقپالونکي هم مکلف دي چې پر وړاندې یې مختلف محاذونه پرانېزي.

لکن نن سبا د اسبابو، وسائلو او ټکنالوجۍ پرمختللی جدید دور دی؛ او د “شیطان لارویانو” هم د باطلې داعیې او د حق او حقپالونکو د ځپلو لپاره له همدغو ټولو منابعو او وسائلو څخه عظمي استفاده کوې، تر ډېره حده توانېدلي چې د مسلمانانو ترمنځ یې اختلافات، بې باوري، جنګونه او رنګارنګ مشکلات ایجاد کړي؛ د اسلامي ټولنې اتحا او قوة یې ختم کړی؛ پر رنګ، قوم، ژبې او مختلفو نومونو یې ویشلي؛ مرعوب او مغلوب یې ساتلي چې په نتیجه کې یې حالاً مسلمانان په یو ډېر لویدلي، محکوم او ضعیف حالت کې قرار لري.

د “شیطان لارویانو” دومره کار کړی چې داسلامي نړۍ واکداران یې د غلامۍ پر زنځیر داسې کلک تړلي چې د خپلواکۍ او ازادۍ ټول حق یې ترینه سلب کړی او هر ډول جرأت یې ترینه اخستی دی چې بالاخره د شیطان دلارویانو ټولې نارو، ظالمانه غوښتنې د همدغو اجیرو واکدارانو په توسط پر یوه ادنې اشاره ترسره کیږي د بېلګې په ډول چې ډېرې مسلمانان به ولچک او زولانه کيدل او کفارو ته به تحفه کېدل؛ نورې ډېرې بیلګې یې په دې نږدې دوو لسیزو کې ولیدل شوې.

د ټولې اسلامي نړۍ د مستضعفو مسلمانانو د ذلت او محکومیت له دې لویدلي حالت څخه د نجات لاره یوه اوږده، هر اړخیزه موضوع ده پر هغه بحث نه کوو البته اوس د ټولو مسلمانو پرګنو د امید سترګې یواځې د افغانستان مسلمان، مجاهد، میړني ولس ته دي نو څنګه کولای شو چې افغاني اسلامي ټولنه له اشغاله او د یرغل په نتیجه کې د ذلت او محکومیت له دې لویدلي حالته وژغورو او پر اسلامي اصولو، افغاني عنعناتو مبنې، د یوې خپلواکه ټولنې پر لور یې سوق کړو؛ غواړم په دې برخه کې څو لازمې سپارښتنې درسره شریکې کړم.

( ۱ ) د “الکفر ملة واحده” په اساس که د شرق وغرب، تور و سپین، د مختلفو نژادونو، قومونو، ژبو ټول نړیوال کفار د امت مسلمه پر وړاندې اشر او اتحاد کولی شي او ټول علې الا تفاق په یو صف کې دريږي.

نو اړینه ده چې د “انما المؤمنون اخوة” پر اساس افغاني ټولنه خپل قومي، ژبني، سمتي، فرعي، جزئي او سطحي ټول اختلافات ترک او پر وړاندې یې مستحکم، فولادي، متحد صف اختیار کړل شي.

( ۲ ) هر افغان من حیث د یو مسلمان خپل مسئولیت او مکلفیت وپېژني او پر بنسټ یې پر نه ستړي کیدونکی حیثیت حق اداء کړي.

( ۳ ) د “شیطان لارویان” د افغانانو د تسخیرولو لپاره تر ټولو لمړی په نظامي ډګر کې د پر مختللو جنګي وسائلو پر مټ د قتل، حبس او وحشت خپرولو څخه کار واخیست ترڅو افغانان مرعوب او خپلو شومو ارادو ته سلامي کړي.

اړینه ده چې پر وړاندې یې هر افغان ځوان او زلمی مو د جهاد او مبارزې پیاوړې روحیه ولري سره له دې چې د علم پر ګاڼه به سنبال وي د تدریب او اعداد په لحاظ به یو پوه نظامي، مسلکي افسر وي، عملا به یې د ژوند دریمه یا څلورمه برخه پر سنګر وي.

( ۴ ) د “شیطان لارویان” غواړي چې د میډیا او خبري منابعو له لارې پر اسلام بې ځایه نیو کې او اعتراضات اوکړي؛ سیکولر، لادینیت او دیموکراسۍ ته کمپاین او کړي ترڅو خالي الذهنه او کمزوري خلک مشوش او پر خپل حق دین بې باوره او متزلزل کړي.

اړينه ده چې پر وړاندې یې افغاني ټولنه پر سوشل میډيا داسې منظم پروګرامونه عیار کړي چې پر مټ یې د حق په دفاع کې او ددوی د خرافاتو په وړاندې مدلل او مقنع جوابات وړاندې کړي ترڅو دا خالي الذهنه او ځوان کهول ددوی له شیطاني جال څخه وژغورل شي.

( ۵ ) د “شیطان لارویان” غواړي چې مجهول الهویته، د غرب په نایټ کلبونو کې رالوی شوی سګ شویان، افغاني الاصله غربیان له اسلامیت او افغانیت څخه عاري مذبذبه څهرې او حاضر باش غلامان د سوشل میډيا پر مټ مطرح او وپړسوي د افغاني ټولنې پوهان، مفکرين او د افغاني غمیزې د حل اصلي طراحان یې معرفي کړي.

او ددې خاورې اصیل سپین زړی قشر علماء، منورین، پوهان، پر دین او وطن مین خلک د تروریست، دهشتګر او… نومونو ټولنه کې منفور او بې ارزښته کړي.

اړینه ده چې تر حد الامکان سوشل میډیا کې فعاله ونډه، غوښنه برخه ولرو تر څو مو هیوادوال، ځوان کهول له اغفاله وساتو؛ له مېډیایي مصنوعي او جعلي مفکرینو او پوهانو څخه پرده پورته کړو؛ باتور مېړني، اسلام او وطن ته ژمن اشخاص وپیژنو او له دې مشکلاتو څخه د خلاصون پر موخه د همکارۍ او اخوت لاس ورکړو.

( ۶ ) د “شیطان لارویان” کوشش کوي چې د افغاني ټولنې ځوان تنکی نسل له مختلفو لارو له دین او اسلامي ثقافته لرې وساتي او له ماشومتوبه یې دماغو ته اسلام ضد پوچه مفکوره ور پیچکاري کړي اوسبا بیا همدغه په اسلامي ټولنه کې رالوی شوی زلمی تر ټولو سرسخته د اسلام او مسلمانانو دښمن وی لکه دهریان، کمونستان او د امریکايي دیموکراسۍ سوغات اوسني ملحدین.

اړینه ده چې په افغاني ټولنه کې مو د ځوان کهول سالمې تربېې ته حق د اولیت ورکړل شي؛ هر شاګرد د عصري تعلیماتو تر څنګ باید دومره اسلامي تعلیمات ولري چې د خپل حق دین دفاع او الحاد سره مبارزه پرې وکړي شي.

( ۷ ) د “شیطان لارویان” غواړي چې کله پر کوم اسلامي هیواد یرغل اوکړي هلته بیا له انځوریزو او غږیزو رسنیو څخه د اشغال د دوام، د اذهانو د یرغمل کیدو، فحشاء او عریانۍ ته د رابللو کار اخلي.

اړینه ده چې اسلامي او افغاني ټولنه د عامه پوهاوي او د اذهانو د تنویر په موخه بالمثل فعاله، قوي رسنۍ ولري او دفعالیت لپاره داسې مسلکي، پوه کدرونه، منظم ګروپونه ولري چې تل د “شیطان له لارویانو” سره پر ژوندۍ بڼه مناظرې، مباحثې وکړي؛ له مختلفو لارو خپله برحقه داعیه تر ولسونو ورسوي؛ ادیبان او لیکوالان یې پر وړاندې د رد او تردید لیکنې وکړي.

( ۸ ) افغاني ټولنه د مبارزې د هر برخې مدبر، پوه علمي اشخاص او دکار سړي لري، خو مبارزه یې ځکه کم رنګه او پیکه ده چې خپل سرې، غیرمنظمه او بې ترتیبه ده؛ که متحده، همغږې او منظمه شي او پر مختلفو ګروپو او کټه ګورویو وویشل شي او هرچاته د مبارزې بڼه او نوعیت ورمعلوم شي او له هر اهل کار څخه کار واخستل شي او د یو عظیم مسئولیت احساس ورکول شي نو بعیده نده چې د مکار دښمن هر کید و مکر په نطفه کې ورخنثې او ټول شوم پلانونه یې شنډ شي او زمونږ پاکه، سوچه اسلامي افغاني ټولنه ددوی له شومو اغراضو په کامله توګه په امن کې شي.

زما پر اند د یرغل پر وړاندې د وسلوالې مبارزې سنګر ګرم او یرغلګرو ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې دي.
البته دیرغل پر وړاندې زمونږ د مبارزې نور محاذونه څومره چې لازمه ده هغومره منسجم، متحد او مؤثر نه دي؛ سپارښتنه مو داده چې پر سوشل میډیا داسې د سیاسي چارو کارپوهان، سیاسي شنونکي او مناظرین ولرو چې پر ژوندۍ بڼه د اشغالګرو له لارویانو سره وخت پر وخت مباحثې او مناظرې وکړي ددوی کواذب او دوه مخي هیوادوالو ته رسوا کړي او پرېنږدي چې پر چلوټو د افغان ولس په سترګو کې خاورې وشیندي.

د سیاسی او اسلامي موضوعاتو اړوند د هرې کټه ګورۍ لیکوالان بایدولرو چې هغوي د هرې موضوع په هکله پر خپل وخت مدلل مقنع ځواب ووایي.

د منبر داسې واعظين باید ولرو چې هروخت د حالاتو او وخت مطابق بیان کوي او هغه بیان یې پر اډیو او ویډیو توګه ریکارډ کیږي او سوشل میډیا ته د نشر لپاره سپارل کیږي.

که ژوندی احساس ونلرلو، خپل مسئولیت مو ونه پېژانده بیابه وخت له وخته تیر وي لکه د مچ دندامت لاسونه به مروړو او د فلسطینیانو په څېر به ددوی د هر ظلم پر وړاندې به یواځې د کاڼو ګوزارونه کوو او چې څوک مو د اسلامیت، حریت چغه پورته کوي هغه به ددوی له چړو لاندې زګېروی کوي؛ د اتلولیو او قربانیو په دې ګران هیواد کې به مو لغړه بې مهاره ډیموکراسي مسلطه وي او بیا به ددې ورځې ارمان کوئ!

د اسلامي او افغاني ټولنې د ویښتابه په هیله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د