ټولنیزه برخه

حدیث، کیسه او عبرت

حدیث

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: څوک چې یوه لوېشت ځمکه په ظلم سره د ځان کړي الله به دا ځمکه لاندې تر اوو ځمکو پورې داخرت په ورځ ورته طوق کړي او په غاړه کې به یې پرته وي. قال – صلى الله عليه وسلم -: من اقتطع شبراً من الأرض ظلماً طَوَّقه[11] الله إياه يوم القيامة من سبع أرضين . أخرجه مسلم (3/1230) رقم: (1610).

کیسه

د اروي بنت اویس په نوم یوه ښځه راغله او په مشهور صحابي سعید بن زید رضي الله عنه(یوله لسوجنتیانو) باندې یې دعوه وکړه چې د دې د ځمکې یوه برخه یې په ظلم له دې نه نیولې ده، دا دعوه یې مروان بن الحکم ته ورسوله، سعید وویل: ما چې له رسول الله صلي الله علیه وسلم کومه خبره اورېدلې ده له هغه وروسته به هم زه د دې له ځمکې نه کومه برخه په ظلم نیسم! مروان ورته وویل: تاله رسول الله صلی الله علیه وسلم نه کومه خبره اوریدلې ده؟ هغه ورته وویل: ما له رسول الله صلي الله علیه وسلم اوریدلي دي چې ویل یې: (من أخذ شبراً من الأرض ظلماً طُوِّقه إلى سبع أرَضين) څوک چې یوه لوېشت ځمکه په ظلم سره د ځان کړي الله به دا ځمکه لاندې تر اوو ځمکو پورې داخرت په ورځ ورته طوق کړي او په غاړه کې به یې پرته وي.

مروان بن الحکم سعید رضي الله عنه ته وویل: له دې وروسته به زه له تانه دشاهدانو پوښتنه ونکړم، او سعید وویل: ای الله که دا ښځه په خپله خبره کې دروغژنه وي سترګې یې ړندې کړه، او په خپله ځمکه کې یې ووژنه، راوي وایې: هغه ښځه له مرګ مخکي ړنده شوه، او یوه ورځ په خپله ځمکه کې ګرځیدله په یوه کوهي کې ولویدله او مړه شوه، په یوه بل روایت کې راغلي دي راوي وایې: هغه ښځه ما ولیدله ړنده وه او په دیواله پوري روانه وه، او ویل یې ماته د سعید بن زید ښیرا قبوله شوي ده، یوه ورځ په خپل خپله ځمکه کې ګرځیدله په کوهي کې ولویدله او هغه کوهی یې قبر شو،
أخرجه البخاري (4/74)، ومسلم واللفظ له (3/1231) رقم: (1610).

عبرت

زموږ په ټولنه کې له ګڼ شمیر ستونزو او بدمرغیو سره پر یوه بل د دعوو سلسله هم ښه په خرپ روانه ده، په ځانګړې توګه د ځمکو په سر دعوې بیخي زیاتي دي موږ الحمدلله ټول مسلمانان یو د مسلمان له پاره حرام خواړه داور او مردارو له خوړو سخت وي، له دې حدیث او کیسې نه موږ ډیر لو ی عبرتونه اوپندونه باید ترلاسه کړو، که موږ کومه ځمکه له یوچا نه دخولې په چالاکي سره په ناحقه وګټو څو ورځې کیدلی شي له هغې نه کومه ګټه ترلاسه کړو وروسته به میراتخورو ته پاته وي او داخرت په ورځ به لاندي تراوو ځمکو پوري یواځي دګټونکي په غاړه کې پرته وي، ایا عاقل او دپوهي خاوند ته دا مناسب ده چې د یوڅو ورځې په ممکنه ګټه سره د اخرت په ورځ دومره ستر طوق ته ځان تیار کړي؟!!.

حامد افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x