ګډ حکومت د اخلاقي ابتذال په طوفان کې

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

له تیرو دوو ورځو راهيسې په ټولنیزه رسنیو کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو اړوند دوو تنو لوړرتبه افسرانو داسې مبتذلې ویډیو ګانې لاس په لاس کیږي چې په تشو کتلو یې سلیم الطبع انسان د خجالت او شرم احساس کوي.
په یادو جلاجلا ویډیوګانو کې د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو سرطبيب، ډګروال عبدالرسول مايل او د کورنیو چارو وزارت مربوط ډګروال حاجی موسی ناصرزی ليدل کېږي چې له ځوانو مېرمنو سره د جنسي اړیکو ټینګولو او پر هغوی د تیري په حال کې دی.
په تیره میاشت کې د ولسمشریزې ماڼې د ویاند ښاغلی مرتضوي لخوا د سیګارد هغه راپور تر تائید وروسته چې ورکي ویل شوي وو: ((دولتي چارواکي د امنیتي ځواکونو د وژل شویو سرتیرو له میرمنو څخه د خپلو وژل شویو میړونو د معاش او نورو مالي امتیازاتو د اخیستلو په عوض کې د جنسي رشوت غوښتنه کوي)) دا لومړۍ پيښې دي چې په عملي ډول د دفاع او داخله وزارتونو مربوطو چارواکو لخوا له ځوانو میرمنو سره د جنسي عمل مبتذلې ویډیو ګانې رسنیو ته لاره پیدا کوي.
که د سیګار له راپوره، د ارګ تر تائید او د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د معلوم الحاله افسرانو لخوا د تطبیق دغې مبتذلې سناریوته وکتل شي دا له ورایه تري جوتیږي چې دا د اشغالګرو او د هغوی د بي ننګه ملاتړو یو پلاني او عمدي عمل دي چې د افغان پاک لمنې ټولنې د ککړتیا لپاره یې په کار اچولی دی.

یرغلګرو امریکایانو چې د اشغال له لومړۍ ورځې څخه یې د دیموکراسي د ارزښتونو په نوم د ښځو د حقوقو، له نارینه ووسره د هغوی د برابري او ګډ کار کولو په نوم کومې هلې ځلې پیل کړې اساسي هدف یې دادی چې څرنګه وکولی شي افغان باعفته او پاک لمنې خویندې د اختلاط او بي عفتي په ناولتیا ککړې کړي.
خو لله الحمد زمونږ د مسلماني ټولنې اسلامي او ټولنیز ارزښتونه دي چې تر اوسه پوري یې افغان میرمنو ته له دغې ناولتیا څخه نجات ورکړی او د یرغلګرواو د هغوی د بي ننګه ملاتړو له ټولو هڅو سره سره یې خپله حیاء او عفت ساتلی دی.
د دولتي چارواکو لخوا د دولتي منسوبینو د فامیلونو په وړاندې د جنسي مبتذلو کړنو ترسره کول د یرغلګرو امریکایانو هغه شرموونکي دسیسه ده چې په عمدي توګه یې د افغان ولس په منځ کې د ترویج او تعمیم هڅه کیږي.

که دا نه وي ولي خپله د دې نامشروع عمل مرتکبین په خپل لاس دا شرموونکي صحنې عکاسي کوي او یا نورو ته داسې زمینه سازي کوي چې د دوي د دې اخلاقي فساد عکاسي وکړي؟
ګډ حکومت چې تر دې وړاندې یې مالي فساد (غلا) په دولتي سیستم کې د یوه مَعْمُوْل بِهِ کلتور په حیث ترویج او د نظام ټول کارمندان ورباندې معتاد کړل، اوس غواړي همدا اخلاقي فساد هم هماغه شان یو مَعْمُوْل بِهِ عمل وګرځوي او په دې ډول زمونږ د اسلامي حریم د حیاء او غیرت پولې ونړوي.
د غرب په مرستو ایجاد شوي رسنۍ او د هغوی لخوا د ستاره افغان او نورو مبتذلو پروګرامونو ترسره کول او همدا راز د کابینې د غړیو لخوا د آریانا سعید په څیر د لویدلیو کرکترونو تقدیرول ټول په افغاني اصیلې ټولنې کې د غربي ناولي کلتور د ترویجولو ښکاره هڅې دي.
د ګډ حکومت چارواکي که ریښتیا هم ځانونه افغانان بولي باید په افغان با حیاء او دیندارې ټولنې او همدا راز خپلو ادارو کې د دغه ډول اسلام او افغانیت ضد شرموونکو کړنو په کلکه مخنیوی وکړي.
د دفاع او کورنیو چارو وزارت کوم معلوم الحاله منسوبین چې په نشر کړل شویومبتذلو ویډیو ګانو کې لیدل شوي باید د دیموکراسي د ناولیو مقرراتو له رعایت پرته ژر تر ژره د خپلو شرموونکو کړنو په جزاء ورسوي تر څو نورو دولتي چارواکو اومنسوبینو ته د دغه نارواعمل د سرایت او په هغه  باندې د معتاد کیدو مخنیوی وشي.

 

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقبال
میلمه
اقبال

وایی [ پکه دا دی لا بله سپکه ] الله ج فرمایی چه مونږ انسانان په احسن تقویم سره خلق کړی او په ځانګړی هغوی چه الله ج ورته د مسلمانیدو شرف هم ورکړی ، مګر د نفس مقابل جهاد کی د مبتذلو ماتو سره مخ شی ښه مثالونه یی ربانی ، سیاف ، کشاف ، حکمتیار ، مجددی ، افندی او داسی نور ، یا دغه خبیث عسکر ی صاحب منصب ، مونږ د شفیع ایار په ویدیو کی د هغه خبیث عسکری جنرالی یونیفورم دریشی لکه دناوی په شان یی پکی ځان جوړ کړی وو ، بیا مو… نور لوستل »