
پروان: د ۳۰۳ ډوله موټر د اور اخیستنې له امله ۲۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې/ ویډیو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۶): د پروان چارواکي وايي، دوه ساعته وړاندې په چاریکارو کې د تېلو په ټانکر کې چاودنه شوې، چې له امله یې ۸ تنه مړه شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.
د پروان امنیه قومندان محمد زمان مموزي ویلي، د تېلو یو ټانکر چاودېدلې چې له امله یې یوه ۳۰۳ ډوله موټر هم اور اخیستی.
دده په خبره، د ۳۰۳ ډوله موټر اته سپرلۍ وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
د پروان د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالخلیل مصدق ویلي، د پېښې له ځایه د ۲۸ تنو جسدونه وروړل شوي او کېدای شي د مړو په شمېر کې زیاتوالی راشي.
نن ماخوستن ۷:۳۰ بجې د تېلو ټانکر موټر له شمال څخه د کابل په لوري روان و، چې په چاریکارو کې د یادې پېښې سره مخ شو.