batil nizam

ماته وعده!

موږ هر يو داسې ايمان لرو، چې د بل مسلمان په هر ډول ټينګ او راسخ ايمان يې نه بدلوو.  دې ته نه ګورو چې د ايمان غوښتنې مو تر کومه بريده پر ځای کړي. نه مو دا فکر کړی، چې “ايمان” څه شی دی؟ خو ايمان مو ډېر ټينګ دی…هيڅ ماتېده نه مني. څو شپې مخکې مې د يوه جنايتکار ثبت شوې خبرې اورېدې. چرته مجلس کې ناست دی د خپل ايمان صفت کوي. داسې سړی دی، چې د خپل ولس په کورونو يې تر ټولو لومړی امريکايان او اربکيان ور وخېژول. لس کاله د کرزي د ادارې ولسوال پاتې شو. خلک يې ووهل، وربړول، مسلمانان يې شهيدان کړل، خو الله جل جلاله داسې په خپل کار کې ايسار کړ، چې اوس هم امريکايانو ته مطلوب دی او هم طالبانو ته!

امريکايانو ته د اختطاف له کبله مطلوب دی او طالبانو ته د کفر له کبله، خو په ډېره زغرده يو مجلس کې وايي : ولاکه مې دا خپل ايمان د ډېرو په جهاد او مبارزه ورکړم.

فکر مې کاوه چې دا خلک به ايمان څه ته وايي نو؟ د کفر ټوپک په لاس، د کفر لباس په غاړه، د کفر بوديجه په جېب کې، د کفر په موټر کې ناست او د کفر په ملاتړ د کفر ودانۍ کې ناست د خپل مسلمان وينه حلاله ګڼي، خو بيا هم تر ټولو ښه مسلمان دی او خپل ايمان د ډېرو په جهاد او مبارزه نه ورکوي؟!!

موږ  که نور په هيڅ نه پوهيږو او يوازې په سورة الفاتحة کې په “اياك نعبد و اياك نستعين” باندې پوه شوو، څنګه به د کفر خبره ومنو؟ او څنګه به د کفر حاکميت ومنو؟ عبادت خو هغه وخت معنا ورکوي، چې “توحيدالألوهية” يې د خپلو دوو ډولونو “توحيد الحاكمية والتشريع”  سره د عقيدې بنسټ شي.

موږ  وايو اياک نعبد، خو فکر کوو، چې عبادت يوازې سر لګولو ته وايي، فکر نه کوو، چې عبادت د خبرې له منلو شروع کيږي او سجده يې اخري بريد ګڼل کيږي. الله جل جلاله د شيطان په اړه فرمايي :”وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُمْ مِنْ سُلْطَانٍ إِلَّا أَنْ دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي فَلَا تَلُومُونِي وَلُومُوا أَنْفُسَكُمْ مَا أَنَا بِمُصْرِخِكُمْ وَمَا أَنْتُمْ بِمُصْرِخِيَّ إِنِّي كَفَرْتُ بِمَا أَشْرَكْتُمُونِ مِنْ قَبْلُ إِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ”. شیطان به خپلو پليونو ته ووايي زما خو درباندې څه زور نه و، خو ما خبره وکړه او تاسو منله، ما نه،ځان ملامت کړئ، نه زه ستاسو دادرسي نه کولی شم او نه تاسو زما دادرسي کولی شئ، زه ستاسې له عمله بې زاره يم چې الله جل جلاله سره مو شريک وګڼلم، رښتيا هم مشرکان د سخت عذاب مستحق دي.

هيڅوک نه شي ويلی، چې دلته د شيطان شريکول په سجده او رکوع دي، بلکې ايت صريح وايي، چې دا شرک د شيطان خبره منل دي.  

همدا ډول که هر شپه خپله وعده را په زړه کړو، ولې به د کفر لمن ته لوېږو؟ ولې به راته کفر ايمان ښکاري؟

هره شپه چې موږ د ګور غاړې ته درومو لږ څه مخکې الله جل جلاله سره وعده کوو، خو څه خبر چې د وعدې پر مهال موږ څه فکر کوو؟ وايو : ونخلع ونترک من یفجرک. ای الله د هغه امير له بيعته به وځو، چې ستا اطاعت نه کوي او هغه خلکو سره به مقاطعه کوو، چې ستا اطاعت نه کوي.   

موږ نا پامه وعده کوو، نو وفاء به مو څنګه وي؟ او چې وفاء نه وي، نو د کوم رحمت تمه لرو؟ الله جل جلاله فرمايي : “وَبِعَهْدِ اللَّهِ أَوْفُوا”  د الله په وعدو وفاء وکړئ.

کومه ده وفاء؟ کوم دی د وفاء تصور؟  تل مو داسې حس کړې، چې هيڅ ملزَم نه يو. دغه وعده د يوه “لغوه” عادت په توګه کوو، ځکه خو مو هيڅ وخت دا تصور نه دی کړی، چې د ابراهيم عليه السلام په څېر خپل بې اطاعته خېل ته ووايو :” وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ”.

تر هغې چې په همدې  عقيده د مسلمان زړه او عقل قانع نه شي، همداسې به د کافر ومسلمان ترمنځ پولې نړېدلې وي. د اسلام د به د همدې بې چتې مسلمانانو له کبله پايمال وي. په افغانستان کې د کفري نړۍ بقاء د همدې نظريې پايمالوونکو تضمين کړې. درځئ پر دغه وعده وفاء وکړو او پر همدې بنسټ د يوې سپېڅلې او مدني ډوله ټولنې اعاده وکړو…ونَخلَعُ ونَترُکُ مَن يَفجُرُکَ..       

لیکوال: لطف الله خيرخوا، کالم: نکات، نن ټکی آسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د