نظــر

طالبان امریکایي هاموي څرنګه کاروي ؟!

شاهد (غزنیوال)

هاموي پوځي زغر ګاډي د لومړي ځل لپاره په کال ۱۹۸۴ کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د (General Motors Company) کمپني لخوا جوړ شول.

هاموي Humvee د لاندې انګلیسي جملې مخفف دی : High Mobility Multipurpose Wheeled Vehicle

په لوړ سرعت سره د ډیرو کارو ترسره کوونکی عربه لرونکی موټر.

ښايي طالبانو هم د Humvee له نوم نه په الهام اخیستو سره هغه د سرښندونکو بریدونو لپاره په دې خاطر مناسب بللی وي چې تر نورو عادي نقلیه وسائطو په موټربم کارونې کې هم تري ښه استفاده اخیستل کیږي.

د طالبانو لخوا په موټر بمونو کې د هاموي کارونه داسې نوی جنګی تکتیک دی چې نه د هاموي د اصلي مخترع او نه هم د General Motors Company موټرجوړونې کمپني دې تکتیک ته ورپام شوي کنه حتما به یې دغه تکتیک هم د هاموي په تعریف کې ځای کړی وای.

د هاموي زغرګاډي وظائف

د لومړي ځل لپاره امریکایانو د خپل پوځ لپاره ۵۵۰۰۰ عرادې هاموي نقلیه وسائط جوړ کړل .

خو دا چې یاد نقلیه وسائط په پوځي چارو کې ډیر موفق وو نو یې په کال ۲۰۱۰ کې د هغو شمیر ۱۰۰۰۰۰ ته لوړ کړ چې لس زره یې یواځې په عراق کې میشتو امریکايي ځواکونو ته په واک کې ورکړل.

همدا راز امریکایانو د طالبانو خلاف د افغانستان د داخلي ځواکونو د تجهیز لپاره په کال ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کې کابل رژیم ته د ۶۰۰۰ هاموي زغرګاډو د ورکړي ژمنه وکړه چې تر اوسه پوري یې ۴۱۵۰ عرادې هاموي زغرګاډې افغانستان ته رسیدلي او د افغانستان په مختلفو سیمو کې داخلي ځواکونو ته په واک کې ورکړل شوي دي.

په هاموي نوی ماډل زغره والو وسائطو کې متوسطې او درنې وسلې لکه ماشینګڼونه، اتومات توغندي ویشتونکي او ټانک ضد وسلې هم نصب شوي دي.

هاموي زغرګاډي ۳۰۰۰ کیلو ګرامه وزن ، څلور اعشاریا ښپږ متره اوږد والی ، دوه اعشاریا یو متر سور او یومتر اعشاریا ۸ لوړ والی لري.

هاموي هم د زغروالې جنګي واسطې ، هم د ټپیانو په انتقال او هم د پلي ځواکونو په لیږدونه کې کارول کیږي.
طالبانو هاموي زغرګاډي له کومه تر لاسه کړل؟

هاموي زغرګاډي امریکایانو د کابل رژیم ځواکونو ته د دې لپاره ورکړل چې د طالبانو خلاف جګړه کې یې وکاروي.

خو اوس لیدل کیږي چې د هیواد په بیلابیلو برخو کې هاموي زغرګاډي د طالبانو لخوا د امریکایانو او د هغوي ملاتړو داخلي ځواکونو په خلاف کارول کیږي.

طالبانو په لومړي ځل وکړای شول په هلمند ولایت کې زیات شمیر هاموي زغرګاډي له دولتي ځواکونو غنیمت کړي.

دوهم ځل یې په کال ۲۰۱۵ کې د کندوز د فتحې په مهال د نورو درنو او سپکو وسلو ترڅنګ په زیاته اندازه هاموي زغرګاډي هم ولجه کړل.

د هغه په تعقیب یې په بدخشان او همداراز سږکال د پکتیا ولایت د جاني خیلو ستراتیژیکي ولسوالۍ د نیولو په مهال په کافي تعداد هاموي زغر ګاډي ولجه کړل.

طالبان امریکایي هاموي څرنګه کاروي ؟

اصلا هاموي زغرګاډي د موټر جوړونې جنرال کمپنۍ د دې لپاره جوړ کړی چې له هغې څخه د یوې مدافعوي وسیلې په توګه کار واخیستل شي، د هغې د ماشینګڼ او توغندي په وسیله پر جانب مقابل برید وشي ، د هغې په وسیله د جګړې ډګر ته پلي ځواکونه انتقال او یا هم د جګړې له ډګره ژوبل شوي سرتیري روغتون ته ولیږدول شي.

خو طالبان د هاموي د اصلي وظائفو برخلاف هغه په داسې نوي پوځي تکتیک کې کاروي چې تر ټولو له مخه دا مدافعه وي وسیله تخریب کیږي او د هغې د تخریب په زریعه دښمن ته دروند ځاني او مالي زیان رسول کیږي.

په دې نوي تکتیک کې طالبان لومړی د هاموي په استخدام سره دښمن اغفالوي.

دوهم خپله د هاموي په وسیله بریدګر د برید ترځایه پوري خوندي رسول کیږي.

دریم د هاموي د درانه وزن د زیات تخریب له امله دښمن ته زیات تاوان رسوي.

په هاموي موټرو تر سره شوي بریدونه

طالبانو تیرکال د اکتوبر په ۲۱ د لومړي ځل لپاره د هلمند د ناوې ولسوالۍ پر قومنداني باندې د هاموي زغرګاډي په وسیله سرښندونکی برید ترسره کړ چې د هغه عکاسي یې هم د ډرون الوتکې په وسیله وکړه.

دهاموي په وسیله سرښندونکی برید او د ډرون په وسیله د هغې عکاسي د بهرنیو او داخلي ځواکونو په خلاف د طالبانو د پوځي فعالیتونو هغه پرمختګ و چې په نړیوالو او داخلي مطبوعاتو کې یې پراخ انعکاس درلود.

تر هغه را ورسته بیا هم په هلمند ولایت کې د هاموي په وسیله نور بریدونه تر سره شول چې دولتي ځواکونو ته یې مرګوني تلفات واړول.

خو په روانه میاشت کې طالبانو د هاموي په وسیله لاندې مهم عملیات ترسره کړ چې د کابل رژیم د سختې رسوايي او د هغوي د سلګونو پوځیانو د وژل کیدو لامل وګرځیدل:

۱ـ د کندهار میوند ولسوالي د ملي اردو په پوځي مرکز برید چې تقریبا ۶۰ پوځیان ورکي ووژل شول.

۲ـ د غزني ولایت د اندړو ولسوالي پر مرکز برید چې ۴۰ تنه د ملي اردو سرتیري ورکې ووژل شول.

۳ـ د ګردیز په ښار کې د پکتیا ولایت پر امنیه قومندانۍ او پولیسو اکاډمي باندې برید چې د یاد ولایت د امنیه قومندان په شمول ۱۱۰ دولتي سرتیري مړه او ژوبل شول.

۴ـ همدا راز د سږکال په پیل کې د بلخ ولایت پر شاهین قول اردو د دولتي رینجر موټرو په وسیله برید چې خواشا ۵۰۰ تنه سرتیرو ورکې مرګ ژوبله واوښته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احسان محمود

یاره شاباش شاهین صاحب!
که طالبان هاموي ټانګونه په ډیر لوړ تکیک کاروي .
خو لیکوالان يې هم تر هاموی کم ندي .

khushal

احسان محمود صاحب ، هر څوک چه د اشغالګرو او غلامانو په ضد لیکنی کوی هغوی ټول طالبان دی ، د خپلواکی غوښتلو هڅی او سپیڅلی جهاد روان دی تاسی هم کولای شی ونده پکی ولری هر سړی تر خبلی وسی مکلفیت لری ،

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x