
پاکستان او ایران د افغانستان په اړه ناسته کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۶): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان او ایران د افغانستان په اړه نن د چهارشنبې په ورځ یوه ناسته وکړه.
د خبرپاڼې سره سم دواړهو اړخونو پر دې هوکړه وکړه چې د افغانستان سوله د سیمې لپاره اړینه ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دواړو هیوادونو تر منځ د افغانستان په اړه لومړنی ناسته د بهرنیو چارو وزارت د عمومي مدیرانو په کچه وه چې د پاکستان له خوا په کښي منصور احمد خان (په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د چارو مسؤول) او ایران له اړخه په کي رسول اسلامي (د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې جګپوړی مسؤول) ګډون کړی وو.
د خبرپاڼې سره سم دواړه اړخونه پر دې متفق وه چې د افغانستان شخړه د جګړې او زور له لاري نه شي حل کیدای، ځکه نو باید د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړل شي چې مشرتوب به یې د افغانستان حکومت کوي.
د خبرپاڼې سره سم دواړو هیوادونو د خپل منځي اړیکو تر څنګ پر نړیوال تروریزم، د مخدره توکو قاچاق او نورو موضوعاتو هم سره غږېدلي دي.
کہ پہ نړی کی (سعودی پاکستان ایران ) نہ وای سل پہ سلوکی بہ اسلامی خلافت قائم وو
نور الدین صاحب ، وایی یوه خبره مګر ډیوه خبره دی لیکلی ، زه هم ستاسی نطر سل په سلو کی تاییدوم
مګر د (( د چارواکو )) کلیمه دی هم ورسره لیکلی وی یعنی د سعودی ، ایران او پاکستان چارواکی ټول غلامان او د اسلامی نړی د پاره د سزطان ناروغی حیثیت لری مننه
نورالدین صاب د تبصری له سیاق نه دې معلمومیږی چی دا تبصره دې مخلصانه نه بلکه مغرضانه کړی او مونږ پوهیږو چی ستا د اسلامی خلافت نه منظور اصیل اسلامی خلافت نه بلکی داعشی فاسدی خلافت ده خو پدی هم ځان پوه کړه چی د سعودی، پاکستان او ایران په پیدایښت کې هم د الله پاک حکمت بالغه پروت ده چی غواړی ځینی مفسدین د ځینو نورو مفسدینو پواسطه نفی کړی او اصلی اسلامی خلافت ته لاره هواره کړی هغه اسلامی خلافت چی د شریعت د تطبیق مرجع یی د خیر القرون د زمانی د کتاب الله او سنت رسول… نور لوستل »
بیانزئی صاحب۔زماھم دفرانسی امام اودبرتانیی شیخ اوقائد مطلب دی)حذیفہ صاحب۔ پہ نیت می یو لایزال رب العلمین جل جلاله خبر دی دخوارجو ھم بیزار دخلافت نہ یی ھم
د خلافت په اړه : خلافت الهی نظام ته ویل کیږی، هغه نظام چه له امله یی ملایکو یی د تعظیم له امله ادم ع ته سجده وکړه داچه ملایکی تر ټولو مخلوقاتو لوړ مقام درلود او هغه لوړ مقام انسان ته په سجده کولو مجبوره شوی ادم ع او ټول هغه کسان چه د خلافت مقام یا ( خلیفه بودن ) وړتیا ولری اشرف المخلوقات ( تر ملایکو هم پورته شول ) وشمیرل شول. دا ډیره اوږده او ډیره مهمه موضع ده د اسلام اسکلیټ الهی نظام ( خلافت ) تشکیلوی ،ادم ع که یواځی هم وو خلیفه وو… نور لوستل »