نړۍ

د کونړ د مرستیال والي دوه وروڼه هم ورک دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۶): تېره اونۍ د کونړ ولایت مرستیال والي محمد نبي احمدي د پاکستان په پيښور ښار کې هغه مهال د نامعلومو وسلوالو له لوري وتښتول شو کله چې يې غوښتل په «ډبګرۍ» سیمه کې یوه ډاکټر ته ځان ور ښکاره کړي.

که څه هم تر اوسه د نوموړي هیڅ درک نه دی لګېدلی خو وروستي راپورونه وايي چې د نوموړي دوه وروڼه او یو وراره هم نادرکه شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم رسنیو ته وویل چې د مرستیال والي د کورنۍ غړي ولایت ته راغلي وو او ورته ویلي يې دي چې نه یوازي مرستیال والي احمدي تښتول شوی بلکې دوه وروڼه او یو وراره یې هم نادرکه دي.

د نوموړي په وینا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته خبر ورکړل شوی خو لا یې تر اوسه د څه پرمختګ خبر نه دی تر لاسه کړی.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت هم د احمدي د نادرکي خبر ورکړی او ویلي يې دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پولیسو څخه یې د مرستې غوښتنه کړې ده خو لا هیڅ معلومات نه دي تر لاسه شوي.

ځینو سرچینو ویلي چې په نادرکه شویو وروڼو کې یو هغه دی چې د احمدي تر تښتول کېدو وروسته یې د پولیسو په قومندانۍ کې رپورټ درج کړی وو.

باید وویل شي چې مرستیال والي د تیرې پنجشنبې په ورځ پيښور ته تللی وو تر څو په ډبګرۍ سیمه کې یوه ډاکټر ته ځان ښکاره کړي، چیري چې د نامعلومو وسله والو له لوري وتښتول شو او تر اوسه یې په اړه هیڅ معلومات نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالدین

کہ زما منی نو دورکو معلومات دراغلو غربی میلمنوڅخہ کوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x