نظــر

طالبان ولې په تذکرو کې د افغانيت او اسلام په ننګه پټه خوله دي؟

محمود غلجی

طالبان ولې په تذکرو کې د افغانيت او اسلام په ننګه پټه خوله دي؟ دا هغه پوښتنه وه، چې د ګڼو مخلصو او ځينو غرضي خلکو په ذهنونو کې ګرځي، چې طالبان ځانونه د اسلام او هېواد مدافعين بولي، خو په هېواد کې د موسيقي مبتذلو پروګرامونو او تذکرو کې د افغانيت او اسلام په ننګه هېڅ نه وايي او حتا تبصره هم پرې نه کوي.

څو ملګرو له ما سره هم دغه پوښتنه شريکه کړې ده. زه وايم، چې د طالبانو له رسمي نظره نه يم خبر، چې هغوی به څه وايي، خو زه فکر کوم، چې طالبان د دې روان رژيم مخالف دي او که د يوې موضوع په اړه څه وايي، نو معنا به يې دا وي، چې نور نظام مشروع دی او يوازې دغه څو ستونزې دي، چې باید حل و فصل شي.

د کابل اوسنی رژيم داسې مثال لري، لکه يوه خرابه ونه. که څوک د ونې يوه څانګه پرې کړي، نو دا معنا، چې ونه نوره سمه ده او بايد په خپل ځای پاتې شي او دغه څانګه به بيا په لږ وخت کې وده وکړي، خو که غواړې، چې د ونې له شره ځان خلاص کړې، نو بايد ټوله ونه له بېخه وباسې او رېښې يې هم پاتې نه شي.

زما په باور طالب جان فکر کوي، که څوک يوازې په تذکرو کې د افغانیت او اسلامیت غوښتنه کوي، يا د فحاشۍ او عریانۍ پر ضد غږ پورته کوي، دا په خپل ذات ډېر ښه کار دی، خو په ورته وخت کې ورسره دا فکر هم پيدا کېږي، که دا کارونه نه وي، نو نور نظام هر څه سم دي، په داسې حال کې، چې دغه افغانان تر ډېره له روان رژيم سره مخالف دي، د افغانانو دښمن يې بولي.

ټول افغانان پوهېږي، چې د ګډ حکومت چارواکي د ولس پر ضد روانو جګړو، بمباريو، ديني او ملی مقدساتو ته په سپکاوي کې له امریکايانو سره شريک دي، له دې خلکو د مظلومانو د حقونو غوښتنه او يا هم په تذکرو کې د اسلاميت او افغانيت سربېره د نورو سپېڅلو هيلو غوښتنه د کوچيانو په ژبه «لور په لوټه تېره کول دي» چې هېڅ ګټه نه کوي.

څو ورځې وړاندې، چې د کابل او هرات علماوو د موسیقي محفلونه د اسلام او افغانيت پر ضد وبلل، په دې اړه يې پراخ لاريونونه وکړل او له حکومته يې د دغو محفلونو د مخنيوي غوښتنه وکړه، خو موږ تاسې وليدل، چې بي بي سي او نورو رسنيو د خپل منافقت په ژبه وويل، چې د ملايانو د مخالفتونو سربېره هم دغه محفلونه په خوندي توګه وشول، چې ګڼو کسانو په کې ګډون وکړ.

د ناټو سرمنشي کابل ته د راتلو پر مهال د افغان ښځو د حقونو لپاره له اریانا سعيد سره ګوري، يعنې دوی اریانا سعيد د افغان ښځو استازې بولي او لا يې نوره هم لمسوي، چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

په ګران هېواد کې، چې څومره فحشا، د موسیقۍ مبتذل پروګرامونه، بمبارۍ، وحشت، رشوت، ظلمونه او تېري روان دي، يوازېنی لامل يې امریکايي یرغل دی او تر څو، چې افغانان او په ځانګړې توګه منور قشر د امریکايي یرغل پر ضد د طالبانو تر شا نه وي درېدلی، دا ستونزې به ورځ تر بلې زیاتېږي او په لاريونونو به نړيوالو ته يوازې دومره روښانه شي، چې په افغانستان کې ديني علما دومره کمزوري دي، چې د خپلو حقونو او غوښتنو لپاره يوازې له ډيموکراټيکو اصولو سره سم مظاهره کولی شي، خو که غوښتنې يې ونه منل شي، بيا نو مړه څټونه خپلو کورونو ته روان وي او بله ورځ بيا د حکومتي چارواکو په غوښتنه په هېواد کې د سولې او امنيت غوښتنه کوي، د امنيتي ځواکونو په ملاتړ ناستې جوړوي، دغه جګړه له ديني پلوه توجيه کوي، مخالفين باغيان بولي او د طالبانو بريدونه داخلي جګړه بولي.

تر څو، چې د امریکا پر لاس جوړ شوی نظام له منځه نه وي تللی، په هېواد کې اسلامي او د افغانانو له اصیل کلتور سره سم نظام نه وي واکمن شوی، په لاريونونو او مظاهرو کار نه کيږي او دغو علماوو ته په ډېر درناوي بايد وويل، چې د مرض اصلي ريښه امریکايي اشغال دی او تر څو چې د اشغال پر ضد جدي کار نه وي شوی، په وړو موضوعاتو لکه په تذکره کې د اسلام او افغان ځايول، د موسیقي پر ضد لاريون او داسې نور کارونه يوازې دا معنا لري، چې نظام خو نور سم دی يوازې دغه څو ستونزې دي، چې بايد اوارې شي.

دغه هڅې په غیر ارادي توګه د کابل رژيم ته د مشروعیت ورکولو هڅه ده او بس.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x