دیني، سیرت او تاریخ

محرمات: له كومو ښځو سره چې نکاح حرامه ده،

بسم الله الرحمن الرحیم الحمدلله علی دین الاسلام قال الله تبارک وتعالی: [حرمت علیکم امهاتكم وبناتکم واخواتکم وعماتکم وخالاتکم وبنات الاخ وبنات الاخت وامهاتکم التی ارضعنکم واخواتكم من الرضاع -الایه. الله رب العزة په دې ایت کې د محرماتو بیان کړی دی او دا د اسلام په دین کې ډېر مهم بحث دی، چې ځان پرې پوهول له ضروریاتو څخه دی. له همدې امله ځینې کسان د ناخبرۍ په وجه په مشکلاتو کې واقع دی، نو له همدې امله پر ما د ځینو ملګرو له لورې ډېر اسرار ددې باعث شو، چې پدې موضوع تر خپله وسه لیکل وکړم. الله رب العزة دې زما دا کوښښ په خپل دربار کې قبول کړی. مولوی سید احمد
محرمات له كومو ښځو سره چې نکاح حرامه ده، هغه په تقسیم اولی سره په دوه ډوله دی: 1 – همیشه حرامې 2- موقت حرامې همېشه چې حرامې وی لکه مور، خور وغیره. موقت چې حرامې وی لکه د بل نکاح کړې ښځه چې په هغه وخت کې روا کېږی، چې کله هغه مړ شی یا یې طلاقه کړی او عدت یې تېر شی. هغه چې همېشه حرامې وی هغه ټولې دوه ویشت دی. اوه نسبی دی، چې په ایت كې یې ذکر شوی: [حرمت علیكم امهاتکم وبناتكم واخواتکم وعماتکم وخالاتکم وبنات الاخ وبنات الاخت . . . الایه] نسبی اوه په لاندې ډول دی: 1- مور 2- لور 3- خور 4- د مور خور (خاله) 5- د پلار خور (عمه) 6- ورېره (د ورور لور) 7- خورزه (د خور لور) څلور د سخرګنۍ دی: 1- د خپلې ښځې مور(خواښې) 2- د ښځې لور 3- د زوی ښځه (اینګور) 4- د پلار منکوحه پورته یادې ټولې یوولس شوی. په همدې یاد ڈول د یولس نورو په رضاعت سره د نكاح حرمت ثابتېږی، چې د دواړو مجموعه دوه ویشت همېشه محرمات کېږی.
موقت حرامې ښځې اوه دی: 1- جمع بین الاختین 2- د اصیلې(حرې)په موجودګۍ کې له وینځې سره نکاح کول 3- موطوۂ بشبه په عدت کې له څلورو ښځو سره نکاح کول 4- د موطوۂ بشبه په عدت كې له خورسره نکاح کول 5- له مکاتبه ښځې سره نکاح کول چې ده مكاتبه کړې وی 6- له مشرکې سره نکاح کول 7- د څلورو ښځو په شتون کې پنځمې سره نکاح کول(درمنثور مستصفی) علامه زیلعی په تبین الحقایق کې ددې تفصیل داسې بیان كړی “چې محرمات په ډېرو ډولونو دی: 1- نسبی محرمات 2- حرمت المصاهره 3- حرمت باالرضاعة 4- محرمات بالجمع 5- محرمه لحق الغیر 6- محرمه په وجه د دین سماوی 7- محرمه باالتنافی نسبی محرمات نسبی محرمات په پینځه ډوله دی: 1- خپل اصول لکه مور، نیا او همداسې پورته 2- خپل فروع لکه لور، لمسۍ او همداسې ښکته 3- فروع د ورور او خور لکه وریره او خورزه 4- فروع جداد و جداتو،چې له یوې ګېډې نه وی لكه ترورګانې 5- خور عینی وی که علاتی وی که اخیافی. په ترورګانو کې هم د پلار، نیکه او د پورته پورې سکه او میرنۍ ټولې راغلی او په ورېرو کې هم درې واړه د ورور لور او د ورور د لور لور او داسې ټولې.
حرمت بالمصاهره یعنې کومو ښځو سره چې نکاح د عقد له امله حرامه وی. دا په څلور ډوله دی: 1- د خپلې مدخول بها ښځې فروع 2- ددې اصول 3- د خپلو فروعو ښځې 4- د خپلو اصولو ښځې حرمت باالرضاعة د دوی محرمات د نسب د محرماتو په څېر دی. یعنې ټولې هغه ریشتې چې د نسب په ذریعه حرامې وی، هغه دلته هم حرامې دی کومې چې پورته یادې شوې. محرمات بالجمع: دا په درې ډوله دی: 1- جمع بین المحارم 2- جمع بین الاجنبیات لكه د څلورو ښځو په شتون کې پینځمه په نکاح کول 3- په ازادې (حرې) ښځې باندې وینځه نکاح کول. محرمه لحق الغیری: یعنې د بل له منکوحې سره نكاح کول یا معتدې سره نکاح کول. محرمه په وجه عدم دین سماوی: لكه مجوسه یا مشرکه. محرمه بالتنافی: لكه د خپل مالك د خپلې ښځې سره یا د سیدې د خپل مملوک سره نکاح کول. نور بیا. . .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x