کرېکټ: افغان په شل اوره لوبو کې نهم او پاکستان لومړی ځای خپل کړ

نن ټکی اسیا (پنج شنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۶): د کرېکټ نړیوالې شورا«ICC»  د ده ۲۰۱۷ کال د شل اوریزه لوبو لومړی مقام پاکستان ته ورکړی دی.

د اې سي سي په نوې درجه بندۍ کې په شل اوریزه لوبو کې پاکستان د ۱۲۴ پواینټونو په لرلو سره لومړی، نیوزیلنډ د ۱۲۱ پواینټونو په لرلو سره دویم، ویسټ انډیز د ۱۲۰ پواینټونو په لرلو سره درېیم او افغانستان د ۸۶ پواینټونو په لرلو سره نهم ځای خپل کړی دی.

د شل اوریزه لوبو په نوې درجه بندۍ کې انګلستان څلورم، هندوستان پنځم، سویلي افریقا شپږم، اسټرالیا اووم، سریلانکا اتم او بنګله دېش لسم ځای خپل کړی.

په شل اوریزه لوبو کې بیا په افغان توپو اچوونکو کې راشدخان ارمان درېیم مقام ته رسېدلی او په توپ وهونکو کې بیا شهزاد محمدي لسم ځای خپل کړی دی.

په شل اوره لوبو کې لومړی توپ اچوونکی د هندوستان د ملي لوبډلې لوبغاړی جسپریټ بومراه او په توپ وهونکو کې بیا ویرات کوهلي لومړی ځایونه نیولي دي.

په روان کال کې تراوسه نیوزیلنډ په شل اوره لوبو کې لومړي مقام کې وو، خو د تېرې چارشنبې په ورځ یې د هندوستان ملي لوبډلې څخه پرله پسې درې ماتې وخوړې او پاکستان لومړي ځای ته راغی.

پاکستان له دې وړاندې په څلور ورځنیو سیالیو کې لومړی ځای درلود او دا لومړی ځل دی، چې د پاکستان ملي لوبډله د شل اوریزه لوبو کې لومړي مقام ته رسېږي.

د اې سي سي د ۲۰۱۷ کال په درجه بندۍ په څلور ورځنیو لوبو کې بیا هندوستان لومړی، سویلي افریقا دویم او انګلستان درېیم ځایونه نیولي دي.

خو په یو ورځنیو لوبو کې بیا سویلي افریقا لومړی، هندوستان دویم، اسټرالیا درېیم او افغانستان لسم مقام کې دي.

افغانستان ته څو میاشتې وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ورکړ؛ خو د کمو لوبو کولو له امله د افغانستان مقام وروسته پاتې شوی دی.

د راتلونکي پنځوس اوریزه نړیوال جام ته به د افغانستان په ګډون ویسټ انډیز، سریلانکا، زمبابوې او بنګله دېش د کوالیفای لوبې کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د