افغانستان

طالبان: د شهرصفا په سرتېري برید کې ۹ تنه رومانیايي عسکر وژل شوي

نن ټکی آسیا: د طالبانو خبرپاڼه، چې د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې پر رومانیايي عسکرو د سرتېري برید وروستي جزییات يې بللې،د وژل شویو بهرنیو عسکرو شمېر ۹ تنه ښودلی.

د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي په وینا، یاد برید چې د دوی د یوه سرتېري ملګري –عبدالواجد د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د اوسېدونکي- له لورې د شهر صفا اړوند د اسحاقزو مانده په سېمه کې پرون  ترسره شو، دوی ته د په لاس ورغلو موثقو او وروستیو معلوماتو له مخې په برید کې ټولټال ۹ بهرني عسکر چې په یوه زغروال ټانک کې سپاره ول، ځای پر ځای وژل شوي دي او یو بل ټانک تخریب شوی هم دی.
د یادونې وړ ده، چې د ایساف مطبوعاتي دفتر په خپله خبرپاڼه کې، د دې برید تلفات یو تن مړ او درې ټپيان ښودلي ول. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x