امریکا: د کلوراډو په وسله وال برید کې درې کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۶): د امریکا کلوراډو ايالت په يوه سوداګریز مرکز کې د وسله‌ وال برید له امله لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي. دا بريد په نيويارک کې د موټر خيژولو له پېښې دوه ورځې وروسته شوی دی. د نيويارک پوليسو ويلي و، چې د موټر خيژولو بريدګر د داعش ډلې اړوند ازبک و، چې يوولس کسان يې وژلي و.

د کولوراډو تورنتون پوليس وايي، چې په سوداګريز مرکز کې په ډزو دوه تنه وژل شوي او يوې ښځې هم روغتون کې د خپل ټپونو له امله ساه ورکړه.

پوليسو لږه شېبه مخکې خلکو ته له سيمې د لرې اوسېدو خبرداری ورکړی و، خو اوس يې يو ځل بيا خلکو ته ډاډ ورکړی، چې سيمه خوندي شوې او هر څوک دې خپل کارونه په ډاډه زړه ترسره کړي.

پوليسو تر اوسه د پېښې لامل او بريدګر په اړه څه نه دي ويلي.

دا پېښه د امریکا پر ځایي وخت ماښام شپږ نيمې بجې کولوراډو په شمال ډنفرډ سيمې «وول مارټ» سوداګريز مرکز کې شوې ده.

څو اونۍ وړاندې هم د امریکا په لاس ويګس ايالت کې يوه بریدګر ۵۸ کسان وژلي او نژدې شپږ سوه نور يې ټپيان کړي وو.

امریکايي چارواکو ويلي و، چې دغه پېښه د امریکا په تاريخ کې تر ټولو خونړۍ وه.

يوې څېړنې ويلي، چې امریکا کې هر کال لږ تر لږه ۳۳ زره وسله وال بريدونه کېږي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د