د داعش او حکمتیار په اړه د استاد «مصطفی حامد» معلوماتي څرګندونې

له نن ټکی اسیا سره ځانګړې مرکه – دریمه برخه

پوښتنه : امریکایان وایی چې زمونږ موجودیت په افغانستان کې د داعش د له منځه وړلو لپاره دی ، د داعش حقیقت څه او تاسو د امریکایانو د دغې ادعاء په اړه څه نظر لرئ؟

ځواب : امریکایان هر وخت د خپلو مصنوعي دښمنانو د غټ ښودلو له پالیسۍ نه کار اخلي تر څو له هغوی سره په مقابله کې خپل سیاست عملی او په پوځ او استخباراتو باندې د لوړو مصارفو لپاره پلمه ومومي یعني د امریکايي ولس شتمنۍ د نظامي او استخباراتي کارخانو لویو پانګوالو ته ورکړي ، امریکا په دائمي توګه دروغ ویلو ته اړتیا لري او په نړۍ کې د خپلو بهرنیو جګړو او لاسوهنو د دوام او تیري کولو لپاره له مبالغې کار اخلي.

کله چې له افغانستان څخه د سره پوځ وتل بشپړ شول سمدستي د ناټو د تړون ځنې کړۍ را ووتلې او وېې ویل چې لویدېځه نړۍ له خپلو دوو مهمو دُښمنانو څخه چې هغه نازیان او کمونستان وو خلاصه شوه او اوس يې په مخکې یوازې یو دښمن پاتې دی چې هغه دښمن اسلام دی.

نو له اسلام سره د دښمنۍ پرېکړه لویدېځې نړۍ په خپله وکړه ځکه چې دوی هيڅکله پرته له یوه بهرني دښمن څخه ژوند نه شي تېرولی همدا بهرنی دښمن وي چې له یوه پلوه دوی متحد وساتي او له بل پلوه په نورو ولسونو باندې د تيري کولو لپاره ورته پلمه په لاس ورکوي.

د غربي نړۍ لپاره د پخواني شوروي په څير بل د ښمن موندل ناشونی و،او شته افراطي ډلې په هيڅ ډګر کې د شوروي له مادي امکاناتو سره د پرتله کولو وړ نه دي ، نو له لویدېځې نړۍ سره پرته له دې چې د دې ډلو د خطرناک ښودلو په اړه له دروغو او مبالغې کار واخلي بله لار نه وه .

هماغه ده چې امریکایان د داعش په شمول د متعددو په نوم اسلامي ډلو د تولیدولو په لټه کي شول او بیا یې له هغوئ څخه د خپلو ولسونو د ویرولو پروپاګنډه پیل کړه ، مګر حقیقت دا دی چې دغو ټولو افراطي ډلو د خپل ظهور له پیل څخه تر نن پورې امریکا او لویدېځې نړۍ ته دومره زیان نه دی اړولی لکه څومره چې يې هر کال د هغوي په هیوادونو کې ترافیکي پېښې ور اړوی.

بله دا چې همدغو افراطي ډلو تر اوسه پورې د اسلامي نړۍ یوه لویشت خاوره هم له دښمن څخه نه ده ازاده کړې ، مګر بر عکس د دولتونو د سقوط او پاشلو او د لسګونو ملیونه وګړو د کډوالي لامل شولې له دې امله چې په خلکو او د هغوي په شتمنیو او هیوادونو يي مستقیم تعرضونه وکړل او یا یې له هغوی نه د جګړو په وخت کې د ډال په څير ناوړه ګټه واخيسته چې په دې سره په غیر مستقیم ډول نن د اسلامي نړۍ ډیری هیوادونه په ویرانو بدل او ټول زیربنايي تأسیسات یې له بیخه تخریب شول.

په پای کې دغه ډلې په خپله د مسلمانانو لپاره خطر دي ، او د دوی ټولې کړني قصدا او یا جهلا د اسلام د دښمنانو او بهرني یرغلګو او کورني مستبدینو په ګټه تماميږي.

د دغو ډلو په جمله کې ېې ډیری د امریکایانو په لاس او ځینې یې خود سره هم پیداشوي .

د همدې خود سره ډلو له جملې څخه القاعده تنظیم هم دی چې د هغه د مؤسس اسامه بن لادن په ژوند کې د هغه د مؤثریت له کبله کنټرول مګر د هغه په وژل کیدو سره اوس القاعده هم په عملي توګه پرته له یو څو تیت پرکو پخوانیو غړیو څخه نوره شیندل شوې او غړی یې هم ورځ په ورځ د کمیدو په حال کې دي چې په طبیعې لحاظ یې ځای نورې افراطي او وحشي ډلې لکه داعش نیسي.

داعش بیا د امریکا د لاس هغه آله ده چې ځیني خلیجي هیوادونه یې تمویل کوی او څه چې یې تر اوسه تر لاسه کړي هغه هم د امریکایانو د پراخو وسلو او معلوماتي مرستو او حتی هوایي بریدونو په مرسته دي ، کله کله بیا لکه په سوریه کې د اسرائیلو کومکونه هم ورته رسیږي.

امریکايي او اسرائیلي اقتصادونه دواړه د اسلامي تروریزم لوی او خطرناک ښودلو ته ډېره سخته اړتیا لري ځکه چې د تروریزم سره د جګړې په پلمه دواړه ملکونه امنیتي وسائلو او صنعت ته وده ورکوي او د خپلي اقتصادي ودې لپاره یې جګړه مهمه سرچېنه بلل کېږي.

همدغه ( اسلامي تروریزم ) سره د جګړې له برکته متحده ایالاتو او ناټو د خپلو شرکتونو لپاره د بازارموندلو لپاره د جګړو اورونه بل کړل ، او د همدې لپاره داخلي جنجالونو ( د عربو پسرلي ) او نظامي کودتاوو ( مصر د مثال په ډول ) ته لارې پرانيستل شوي ، د ا ټول د دې لپاره چې وحشي او له کنټروله وتلي فیوډالیزم ( نوی ليبرالیزم ) د انسانانو په غاړو لاسونه راتاو کړي او پرته له کوم شریک څخه په یوازې توګه د نړۍ پر شتمنیو خېټه واچوي ، نو د دې ټولو لپاره د داعش په څیر افراطی ډلو ته د امریکا او غربي نړۍ اونوي نړیوال اقتصاد اشد ضرورت دی.

له همدې امله هغه ولسونه چې د امریکا او اسرائیلو او فیوډالیزم له وحشي اسارت څخه د خلاصيدلو هڅې کوي په هغوی لازم دی چې د دغو ډلو په مقابل کې ودريږي ځکه چې دوی د استعمار آلې دي ، او دا ډلې ټپلې چې په هر ځای کې راوتلې هلته د استعماري قوتونه په لاس کې یوه حربه دي هغه که په سوریه کې دي که په عراق کې دي او که په افغانستان کې.

مونږ وینو چې د همدې داعش د ځپلو په پلمه امریکايي پوځونه افغانستان او عراق ته وروسته له هغې چې په جزئي توګه ورڅخه وتلي وو بېرته راوګرځیدل او په همدې پلمه سوريې ته راغلل او هلته يې د ځان لپاره نظامي اډې جوړې کړي.

= په همدې پلمه خائنو عربانو له اسرائیلو سره نظامي ، امنیتي او د اقتصادي همکاریو تړونونه وکړل ، بلکې په همدې پلمه يې په اتیوپیا کې د النهضه ډیم جوړ کړ او د مصر ُسني ولس چې د عربو ۹۰ ٪ وګړي تشکیلوی د نیل له اوبو څخه محروم کړ چې د مصر هیواد لپاره له زرهاوو کلونو نه را پدېخوا حیاتي ارزښت لري.

د ( اسلامی تروریزم ) پلمې له متحده ایالاتو څخه د دښمن په ځای دوست او نجات ورکوونکې جوړ کړ او اسرائیلو د اسلامي تروریزم او د فلسطیني مقاومت په مقابل کې د معتدلو سُنیانو( متحده عرب امارات، سعودي او نور خلیجي هیوادونو) سره د خپل ملاتړ او همکارې اعلان وکړ.

همدغه اسلامی تروریزم یرغلګروته دا پلمه په لاس ورکړه ترڅو د استعمار په مقابل کې بوخت مجاهدین له نورو ترهګرو او داعشیانو سره د تلې په یوه پله کې واچوی ، او طالبان ، حماس او حزب الله یې له داعش سره یو شانته وبلل .

دا ټول د دې لپاره تر څو وکولی شي غافل ولسونه وغولوی او د طالبانو اونورو مقاومتي ډلو په مخ کې خنډونه جوړ کړي تر څو د نړي له نورو ولسونو او حتی اسلامي ولسونو سره اړیکې ونشی نیولی .

د داعش له منځه وړل د افغانستان د ولس او د ګاونډیو هېوادونو لپاره یو استراتیژيک مصلحت دی ځکه چې داعش د ملکونو د ړنګولو لپاره هغه کولنګ دی چې متحده ایالاتو او اسرائیلو په لاس کې نیولی او ځیني شتمن عربي هېوادونه يې تمویل کوي.

د طالبانو جهادي غورځنګ یواځینی ځواکمن غورځنګ دی چې د داعش د مجرمې ډلي مخنيوی کولی شي نو په کار دی چې د هغوی په مقابل کې د مخامخ جګړې تر څنګ په دریو برخو کې مقاومت وشي :

لومړۍ : په عقیدوي او فقهي برخه کې : د طالبانو غورځنګ چې حنفي مذهبه غورځنګ دی، د افغانستان د ولس رسمي مذهب هم حنفي او د نړۍ مسلمانان هم اکثریت د همدې مذهب لارویان دي.

بناء د داعش په مقابله کې تر ټولو اساسي رول د افغاني علماوو دی ځکه علماء دي چې د داعشیانو په مقابل کې افغان ولس بیداره ساتلی شي او همدا وجه ده چې هم یرغلګر امریکایان او هم داعشیان هرځای په افغانستان کې دیني مدارس او علماء په نښه کوي تر څو له دې لارې وکولی شي داعشي مفکورې ته د افغان ولس په افکارو کې لاره هواره کړي.

دوهم : د استراتیژي برخه: لکه څرنګه چې د طالبانو غورځنګ له یرغلګرو څخه د اسلامي امت د ازادولو، د خپلواکه اسلامي جهاد او شرعي نظام حاکمولو یو سمبول داعش ډله بیا د طالبانو برعکس د امت د ړنګولو لپاره د امریکايي او اسرائیلو د استراتیژۍ د پلی کولو لپاره د دوی د لاس آله ده تر څو اسلامي امت د امریکایي او صهیوني غوښتنو منلو ته مجبور کړي ، خو له نیکه مرغه چې طالبان په دې لویه جګړه کې بریالي، او د داعش له افراط څخه د منځنۍ آسیا ، هند او چين د بي ګناه مسلمانانو لپاره د سپر حیثیت لري که نه نو داعش به د افغاستان ، منځنۍ آسیا او چین له مسلمانانو سره هغه څه وکړي چې د سوریې ،عراق او لیبیا له مسلمانانو سره یې وکړل.

دریم سیاسي برخه : داعش هغه سیاستونه پلي کوي کوم چې دوی ته د خپلو تمویلوونکو او یا دوی ته د پناه او لوجستيکې کومک ورکوونکو له خوا ورکول کېږي د داعش کړنې د نړیوالو پانګوالو د مالی مصالحو د ساتلو لپاره دي چې په حقیقت کې دا د اسرائیلو او امریکا منافع دي ، مګر برعکس د طالبانو غورځنګ بیا په ازادانه توګه خپلې سیاسي موخې پر مخ وړي تر څو وکولی شي د خپل ولس خدمت وکړي او د دوی د ازادۍ او د استقلال غوښتنې پوره کړي او یو عادل آرام او با امنه نظام جوړ کړي چې له خپل ولس، ګاونډیانو او نړۍ سره ښې اړېکې ولري.

له همدي وجې باید هغه ځانګړتیاوي چې طالبان يې د داعش د وحشیانه تيري په مقابل کې لري په واضحه توګه څرګندې شي او د سېمي هېوادونه او نړۍ باید هغه لوری معلوم کړي چې دوی یې باید مرسته وکړی او له شکه پرته د سېمې ټول هېوادونه پرته له پاکستان څخه به د داعش او د دوی د امریکایي بادارانو سره په جګړه کې د طالبانو خوا نیسي.

پوښتنه : کله کله امریکایان او د دوی ائتلافیان په افغانستان کې د القاعدې د نظامي مسؤولینو د وژلو ادعاوې کوي ، ستاسو له نظره آیا رښتیا هم تر اوسه د القاعدې افراد او مشران په افغانستان کې شتون لري ؟

ځواب: د طالبانو غورځنک یوازینی لوری دی چې په افغانستان کې د القاعده تنظیم د شتون او نه شتون پخلی وکړي ، زه په دې اړه بشپړ معلومات نه لرم مګر په افغانستان کې د القاعدې د ځينو غړو شتون هغه هم په فردي شکل بعید نه ښکاري خو د تنظیم په حیث فکر نه کوم چې بیا دي القاعده دې هیواد ته راشي.
ځکه القاعده تنظیم په افغانستان کې د وخت د حاکم نظام (اسلامي امارت) له اجازې پرته داسې کړنې وکړي چې د افغان ولس لپاره د لوی سرخوږی او د افغانستان د اشغال لامل شوې ، لهذا که هغوی اوس بیا افغانستان ته راځي باید لومړی یې هغه مشران چې د دې اشتباه او بي امري مرتکب شوي د بي اطاعتي په جرم محاکمه او مجازات شي.

ځکه دا د افغان مسلمان ولس حق دی او هیڅوک ( حتی اسلامي امارت ) یې هم د بښلو حق نه لري ، لکه څرنګه چې له امریکایانو او روسانو څخه د خسارې د جبرانولو د تاوان غوښتل د افغان ولس حق دي او هیڅوک يې په خپل سر په یوازې توګه د نه غوښتلو د پرېکړې حق نه لري همدارنګه د القاعدې د مشرانو د محاکمې او بښنې حق یوازې له افغان ولس سره خوندي دی.

پوښتنه : تاسو په افغانستان کې د پخوانیو تنظیمي ډلو راتلونکي دور ته په کوم نظر ګوری ؟

ځواب : د روسانو په مقابل کې د تنظیمي ډلو رول منفي او د افغان ولس او ټولو مسلمانانو لپاره چې د جهاد په ملاتړ يې مټې رابډ وهلې وې غولونکی وو.

که د پخوانیو تنظیمي ډلو عمل کرد ته لیږ په غور وکتل شي نو د هغوي کړه وړه او جهاد د اسلام د حاکمیت لپاره نه ، بلکې د تنظیمي اغراضو او امریکايي مصالحو د تحقق لپاره و.

له همدې امله ده چې موږ ویلی شو د همدي تنظیمي ډلو ( حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، اتحاد اسلامي ، محاذ ملي ، نجات ملي او …) اوسنی موقف چې د امریکایانو په څنګ کې ولاړ دي له پخواني موقف سره هيڅ توپیر نه لري ، بلکي د هماغې سلسلي طبیعي غځونه ده ، کوم توپیر چې راغلی هغه دا دی چې اوس د دوی اصلي ماهیت افغانانو ته څرګند شو چې په افغانستان او نړۍ کې یې مسلمانان له ژور خفګان او حیرانتیا سره مخامخ کړل.

زما په اند د دې لامل دا دی چې مسلمانان په هغه وخت کې په حقیقت ویلو او له خطر سره د مقابلي لپاره په صراحت او ښکاره ویلو باندې روږدي نه او فکر یې لنډ مهاله و.

په جهادي رهبرانو کې د مولوي محمد یونس خالص او مولوي نصرالله منصور په څیر او همداراز له اسلامي نړۍ نه ځیني راغلي علمي شخصیتونو د هغه وخت د تنظیمي ډلو د رهبرانو اصلی هویت درک کړی او پیژندلی و ، خو هغوی د مسلمانانو په صف کې د اختلافاتو او فتنې راپیدا کیدو له ویري د همدې تنظیمي ټګمارانو افشاء کول نه غوښتل.

خو کاشکی دا ټګماران هغه مهال افشاء او ملت ته یې اصلي څیره ورپیژندل شوې وای که چېرته جهادي علماو او عام مسلمانان د دې مشکل د مخنيوي لپاره د اتیایمې لسېږې له پیل څخه لاس په کار شوي وای د هغو فتنو او مسلسلو کورنیو جګړو مخنيوی به چې د مجددي او رباني د حکومتونو او بیا د طالبانو د اصلاحي غورځنک په مقابل کې وشوي او لا تر اوسه دوام لري په هماغه وخت کې مخنیوی شوی و.

د یادو تنظیمونو مشرانو تر خپل منځي جګړو او افغان وژنې وروسته هم د امریکايي اشغال په مهال د یرغلګرو تر سیوري لاندې خپلو دندو ته په سیاسي ، امنيتي او نظامي برخو کې دوام ورکړ ، حتی خبره دومره رسوایۍ ته ورسیده چې له ځینو څخه یې د افغانستان د اشغال په مهال امریکایانو د پیاده ځواکونو کارواخیست او ځیني یې اوس افغان ولس ته د یرغلګرو په مقابل کې د وسلې ښودلو او هغوي ته د تسلیمي توصیې په داسي حال کې کوي چې خپله یرغلګر په افغانستان کې د خپلې ماتې نارې وهي.

پوښتنه : د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب د هیواد د تر ټولو غښتلې تنظیمې ډلې په توګه له ګډ حکومت سره پخلا شوې ایا دا کار د اشرف غني لپاره بریا او د طالبانو لپاره ناکامي نه بلل کېږي ؟

ځواب: نه ؛ بلکل نه !

ځکه د حکمتیار په مشري اسلامي حزب نه د شوروي یرغل په مهال لويه او ځواکمنه ډله وه او نه اوس پرڅو ټوټو تر ویشل کیدو وروسته.

هغه مهال چې په امریکايي مطبوعاتو کې یادې ډلې ته د هغې د ځواکمن ښودلو په غرض کمپاین کیده هغه د امریکایانو د ځانګړيو مصالحو او اغراضو له مخې و نه دا چې واقعا هم یادې ډلې په هماغه اندازه نظامي مؤثریت درلود.

که دا خبره نه وي ولي د امریکا پوځي ، لوجیستیکي او مالي مرسته تر ټولوزیاته برخه یادې ډلې ته ورکیده؟

ولي له امریکا سره د ګلبدین د ظاهري نفرت سره سره نوموړی د امریکا د نازولې ماشوم په حیث د پاکستان د ټولو چارواکو لخوا ( د بوټو له حکومت نه نېولې بیا تر ضیاء الحق او بینظیر بوټو تر حکومت پورې) د کور د مستعمل سامان په حیث د یوه لاس نه بل لاس ته سپارل کېده ؟

د امریکايي او پاکستاني چارواکو له خاص نوازش سره سره د حزب د هیواد په داخل کې چیرته فتوحات ترلاسه کړي ؟

د حکمتیار حزب د شوروي اشغال په مهال او دشورویانو تر وتلو وروسته پرته له کورنیو جګړو او د نوروتنظیمي ډلو په مقابل کې له جګړې پرته نورې هیڅ لاسته راوړنې نه دې لرلې.

داخلي جګړې، د قومونو ترمنځ د فتنو ایجادول ، له کمونستو جنرالانو سره ایتلافونه کول او بالاخره د کابل په خپل منځي جګړې کې د ۶۰۰۰۰ کابلیانو وژنه او کابل ښار په کنډواله بدلول د ګلبدین د حزب مهمې لاسته راوړنې دي.

اوس مهال افغانستان ته د حکمتیار راتلل د یرغلګرو د پښو د ټینګولو لپاره د پاکستاني حکومت هغه مرسته ده چې په افغانستان کې یې د اشغال د دوام او د خپل نفوذ ساتلو په خاطر ورسره کړي.

په کابل کې د حکمتیار له نوې دندې څخه جوتیږي چې دی لکه د پخوا په شان اوس هم د قومونو ترمنځ د فتنو را ویښولو، د واک پر سر د شخړو جوړولو او د خپل منځي جګړې پیلولو لپاره توظیف شوی دی ځکه چې نوموړي د اسلامي نهضت له پیل څخه تر اوسه پورې همدغه پروژې پر مخ وړې ، او یوازې د یوه اجرتي قاتل په توګه یې خپله دنده په پوره اخلاص تر سره کړې.

د روسانو په مقابل کې چې کوم جهادي قومندانان ده ترور کړي تعداد یې له حسابه وتلی او اوس د داعش په مرسته د طالبانو په مقابل کې هم همدغه رول ورسپارل شوی.

حکمتیار د آی ایس آی ترلاس لاندي هغه اجرتي ایجنټ دی چې د پاکستان د نفوذ لپاره د کابل په رژیم کې ورننه ایستل شوی ، چې دا کار د رژیم د بدنامي باعث او د طالبانو په ګټه دی .

پوښتنه : تاسو د پخوانیو جهادي مشرانو لکه استاد سیاف ، استاد رباني او نورو رهبرانو سره نږدې پاتي شوي یاست ، تاسو له اوسني حکومت څخه چې د یرغلګرو تر سیوري لاندې جوړ شوی د دوي ملاتړ ته په کومه سترګه ګوری ؟

ځواب: سیاف ، حکمتیار او له هغوی نه مخکې ربانی د خپلو ورکړل شویو دندو په اجراء کولو کې ډېر مخلص دي ، او هغه دنده د امریکايي مصالحو لپاره فعالیت کول دي چې تر اوسه پورې یې هغه ښه په اخلاص پر مخ وړی.

خو لکه څرنګه چې امریکایان له ویټنام څخه وتښتيدل او خپل غلامان يې په پلازمینه سیګون کې د خپل سفارت پر بام یوازي پریښودل او هیڅ اهمیت یې ورنه کړ همداسي به امریکایان هم له افغانستان څخه تښتي او خپل غلامان به د سړکونو په منځ کې یوازې پريږدي چې هغه وخت به بیا د دوی د تقدیرولو لپاره لکه د ډاکټر نجیب په څیریواځې د برق ستنې په انتظار وي.

avatar
13 د تبصرو شمېر
6 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فبض الله خواخوږي
میلمه
فبض الله خواخوږي

د حکمتیار لاسته راوړنې !
داخلي جګړې، د فتنو ایجادول ، له کمونستو جنرالانو سره ایتلافونه کول ،د کابل په خپل منځي جګړې کې د ۶۰۰۰۰ کابلیانو وژنه ، کابل ښار په کنډواله بدلول او بالاخره د امریکایانو په لاس جوړ شوی حکومت ته تسلیمدل د ګلبدین د حزب مهمې لاسته راوړنې دي.

دکتور عبدالبصیربصیرت
میلمه

شیخ القران والحدیث,حافظ القران, انجینر,ستر لیکوال, سیاسی اوجهادی محبوب رهبر, کارنامی, مبارزی او سرښندنی دستایلودی اوستاسی په څیر دڅو دین اووطن پلورونکو, غاصبینواوټوپک سالارانوپه خوله یی حیثیت نشی زیانمنیدای. ښه به داوی چی ګذشته راصلوات شعار وګرځوو اوداینده په هکله عاقلانه فکروکړو.
اودداسی لوړوشخصیتونوپه هکله بیا له منفی لیکنوځان وژغورو ,بلامبالغه نیم افغانستان دمحترم حکمتیار صاحب دګوند متعاهدین دی. ستاسی په پوچو تبلیغاتو هیڅ څوک نه غولیږی.

عمرګل ګوچي
میلمه
عمرګل ګوچي

حکمتیار د افغانستان د اسلامي انقلاب هغه وتلې او جهادي څهیره ده چې د نا معلومو مصطفی خیلو په دا ډول تبلیغاتي لیکنو یې حثیثت نور هم لوړیږي.
نن آسیا خو ښکاره ویب سایټ دی چې د ګران مشر حکمتیار په څیر جهادي رهبرانو پوری تبلیغات کوي ، له هغوی سره مرکه کوونکي هم دغسی خلګ دي.
د حکمتیار صیب په جهاد خو د افغانستان ونې او غرونه هم شاهدي وايي

حماد عزیز
میلمه
حماد عزیز

د لیکوالانو مسؤلیت
څه نادر حقائق یې ویلي ، ریښتیاهم چې همدا سرایله تش په نوم جهادي ډلې ، داعش او امثالهم هغه څوک دي چې د اسلام په بدنامي کې یې تر بل هر دښمن مهم رول لوبولی، ټول جهادي لیکوالان مسؤلیت لري چې دا ډلي او د حکمتیار، سیاف او تش په نوم جهادي څیري په خپله اصلي بڼه کې خلګو ته ور وپیژني ، ځکه اوس لا هم داسې ساده کسان شته چې د دغو ګڼکپانو په مجاهدتوب غولیدلي.

نورالدین
میلمه
نورالدین

دانسان آخري خاتمہ چی څنګہ وی ھغہ دانسان دباطن او اصل څرګندونہ دہ کہ دیہودیت نصرانیت پہ غیږ ساہ ورکړ‎ی نوړ‎اندہ خو نہ یوچی ھغہ تہ مومن مسلمان ‎وایو نہ انصاف دی

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

لمړی د نن ټکی رښتونی ملی او اسلامی ایښونکی پاڼی چلوونکو ورونو څخه مننه او ستاینه یی کوم ، دعا ورته کوم چه تر دی لا ډیر بریاوی، ویاړنی او مثبتی کړنی دی الله ج ورپه پرخه کړی ، یواځنی خپلواکه پاڼه ده ، چه د تاریخ په ډیرو حساسو شیبو کی یی مظلوم اولس او مظلوم بشریت ته حقایق تل په ډاګه کړی او په ډاګه کوی . په ځانګړه دغه چه دداسی اسلام او سیاست پوهه مشرانو سره وخت په وخت مرکی کوی الله ج دی اجرونه ورکړی . دوهم : د مصطفی حامد عالم او مبارز ورور… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د دروند ورور (( استاذ مصطفی حامد )) د لیکنی په اړه : لمړی: د سوړ جنګ په اړه : افندی، مجددی، حکمتیار، ربانی، سیاف او داسی نورو پلورل شوو غلامانو چه د نفس مقابل جهاد یعنی ډالرو په مقابل کی دماتو سره مخ شول د امریکایانو او اروپایانو سره یی د سوړ جنګ ( هغه جنګ چه افغانان پکی استخدام شوی وو ) په نامه د غلامی تړون لاسلیک کړو . دروند استاذ په ده اړه معلومات نه دی ورکړی یا تری پوښتنه نه ده شوی که په دی اړه تری پوښتنه وشی بده به نه وی. دوهم :… نور لوستل »

فایز وردک
میلمه
فایز وردک

بيانزي صاحب
السلام عليكم ورحمة الله
الله د روغ لره
که حه هم امریکا د القاعدې به نه شتون کې هم پر افغانستان د حملي کولو تابیا نیولې وه او دا کار کیدونکی وو خو القاعدې ډلې دوی ته د حملی کولو قانونی مجوز ورکړو چې د نړی ټول ملکونو ورسره همکاری وکړه
مصظفی حامد وایی چې ما اسامه ته وویل چې امریکا به حمله کوي خو ته دا بهانه په لاس مه ورکوه ا) او کله چې پرته له کوم بهانې راشي نو هغه خواخوږي چې د امریکایانو سره د حملی په وخت پیدا شوه نو هغه خواخوږي به نه وه ورسره

زكريا لامع
میلمه
زكريا لامع

د حکمتیار د شخصیت په اړه بحث کول د وخت له ضیاع پرته هیڅ ګټه نه لري د ده په اړه د استاد حامد تبصره بلکل پر حقیقت ولاړه چې وايي : د حکمتیار ننۍ کړنې د ده د پروني کردار تسلسل دی. نوموړی پرون د مجاهد په رول کې استخدامیده او نن په ښکاره ډول د صلیبي غوبل ځغ ور پغاړه شوی. تر اوسه چې یې هرڅه کړي هغه یې په ارادي ‌ډول د خپلې مفکورې محصول نه ؛بلکي هغه هرڅه د ده داجنبي بادارانو غوښتنې ورڅخه چې ده هره یوه غوښتنه د خپل دین ، خپل ولس او… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

فایز صاحب ، وعلیکم السلام ! ډیره مننه چه زما له دری پوښتنو یوی پوښتنی ته مو ځواب لیکلی ، مګر زمونږ پوښتنی د نن تکی اسیا ورونو او د استاذ مصطفی حامد څخه چه مرکه یی سره لرله وی ، که تاسی د هغوی په نمایندګی زما پوښتنی ځواب کړی وی بیا خو مو یوه پوښتنه ځانله ځواب کړی د هغو دوه نورو پوښتنو به اړه ولی چوپ پاتی شوی یاست ؟ زما مطلب دا نه دی چه زما پوښتنی دی یواځی هغوی ځواب کړی خو که استاذ ځواب کړی وی زیات او موثق معلومات به مو تر لاسه… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

دروند معزز استاد بیانزی صاحب السلام علیکم و رحمة الله و برکاته ستاسو دا فرموده چې وایی امریکایانو په هر حال په افغانستان باندې یرغل کولو، بیخي سمه ده، خو ددې یرغل لپاره یې له کلونو مخکې زمینه سازۍ هم کولې، او مختلفې کورنۍ او بهرنۍ مهرې پکې لږ په پوهه او ډېر نور په ناپوهۍ کې پکې ولوبول شول. اصل کې د القاعدې د جهاد داعیه، اعداد او ویښتابه سمه خو نړیوالتوب یې غلط او په خپله ریښه باندې د تیشې ګوزار وو. له بلې خوا د دوی نړیوالتوب د اعضاوو په تړاو وو نه د فعالیت په تړاو،… نور لوستل »

محمد حذیفه
میلمه
محمد حذیفه

سلامونه غوربندی صاحب مننه کوم ما هم غوښتل چی ددې استاد په لیکنه همداسی یو څه ولیکم خو تاسو سبقت واخیست په هر حال یو وار بیا مننه . وسلام

غوربندی
میلمه
غوربندی

زما کور ته یو غریب سړی پناه راوړي، او زما په کور کې دمه کیژي، ماته وایي چې یو ډېر خطرناک دښمن راپسې دی تر څو ما نابود یا ونیسي، زه هغه ته پناه ورکوم، وحشي دښمت یې زما د کور انګړ ته راځي او وایي چې زما دښمت راوسپاره! زه ورته وایم چې سپارل زما په دین او کلتور کې ځایښت نه لري، خو زه به ستا دښمن ته ووایم چې که پخپله خوښه زما له کوره مخه ښه وکړي تر څو زه او ته چې دمګړی مستقیمه ستونزه نه سره لرو یو له بل سره په بلا وانه… نور لوستل »

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

بلکل ماشوم ی غریب ی حلال که 10منه غورورکی موجودوه ته اوخدای تراوسه هم پدی عقیده اوباوری چی واقعا امریکاپدی جنگ کی تاوانی ده ؟
تراوسه هم عرب دciaجاسوسان درته نه خکاری؟
ایاتراوسه پدی نه ی پوه چی موژمخالف اوموافق دواره دلی دامریکا په خدمت کی لگیایو؟
داتول به هغه وخت درمالوم سی چی له افغانستان سخه سوریه جوره سی

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ ! ټولی خبری که لیکی تبصری ډیری اوږدیږی زمونږ تبصری بی له هغی هم اوږدی وی لا ډیری به اوږدی شی . زه ستاسی د دی فرمودی یا ارزونی سره د حنګی تاکتیک له مخی توافق لرم مګر د عقیدی له مخی زه باور لرم چه تاسی به هم ورسره مخالف واوسی او هغه دا چه: لمړی القاعدی باید وار له واره ټوله نړی په اوږه نه وی ایښی په داسی حال کی چه مادی امکانات او د پلویانو شمیر یی کم او سیاسی قدرت یی نه درلود چه منظم جنګی قطعات… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

مشر استاد بیانزی صاحب یو ځل بیا تاسو ته سلامونه وړاندې کوم ستاسو له حوصله مندی او وضاحت څخه مننه کوم. د پولو او قومونو خبره رښتیا هم چې په اسلام کې نه ده مطرح، خو دا چې ټوله دنیا اعم له کفارو او مسلمانانو ورته په اهمیت قایل دي، نو د یوه قوم ، ټولي یا حرکت له خوا له داسې مردود خو ټول منلي اصل سره تدریجي او محتاطانه مبارزه پکار ده، له القاعدې به تېر شو، اخوانیان چې د اسلامي نهضت سرلاري او استادان بلل کیژي دادی په همدې نړیوالتوب کې وریت او وسوځېدل، ځکه که هر… نور لوستل »

اقبال
میلمه
اقبال

ناپیژانده وروره څومره به ښه وو چه یو مستعار نوم دی ځانته خوښ کړی وی که هیڅ نوم څوک نه لری فیسوک ورته هم ناپیژانده نوم لیکی . په هر صورت : لمړی مقدماتی جمله یی املایی ستونزی لری پوه نه شوم ، مګر دپوښتنو په اړه به یی ځوابونه ولیکم : لمړی: تر اوسه عرب درته د سی ای ای جاسوسان نه ښکاری ؟ ځواب: په عربو کی لکه د نورو قومونو په شان ( لکه افغانان ، ایرانیان ، پاکستانیان ، اروپایان ، افریقاییان او حتی خبله امریکایان او داسی نور ) ځینی جاسوسان شته ټول عربان جاسوسان… نور لوستل »

افغان خواخوږی
میلمه
افغان خواخوږی

داتاسو دی طالبانو لاسته راوړنی و شیی هره ورح زموږ اقغانان وژنی قومی مشران علما وزنی ملی تاسیسات ورانوی او هغه هم د پاکستان بخاطر
دابه هم ووایم چی دا حګره دامریکاده او داوړو خواوو ته امریکا پیسی ورکوی که نو یو طرف هم دیوی ورځ جګړی توان نلری