fbpx
حمزه بن لادن - منځ کي

سي آی ای د اسامه د کور څخه تر لاسه کړي نوي اسناد خپاره کړل – ویډیو/انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۶): د امریکا استخباراتي ادارې د اسامه بن لادن د کور څخه د تر لاسه کړیو اسنادو څخه یې زیات شمېر نور اسناد خپاره کړل چې شمېر یې شاوخوا ۴۷۰۰۰۰ ته رسیږي.

سې آی دی دغه اسناد تېره ورځ پر خپلې پاڼې خپاره کړی او ویلي یې دي چې د ۲۰۱۱ په چاپه کې يې د اسامه بن لادن د کور څخه تر لاسه کړي دي.

اسناد پر لاندي ادرس خپاره شوي دي:

https://www.cia.gov/library/abbottabad-compound/

په خپاره شویو اسنادو کې د القاعده ډلې لیکونه، ویډیوګانې، غږیږ فایلونه او نور اسناد شامل دي چې د سي آی ای د خبرپاڼې سره سم د امریکایي ولس لپاره د دغه ډلې په اړه د معلوماتو ښه سرچینه کیدلای شي.

په تازه خپاره شویو اسنادو کې ۱۸۰۰۰ لیکلي فایلونه دي. ۷۹ زره صوتي او انځوریز فایلونه دي، په دغه فایلونو کې داسي فایلونه هم بیخي ډیر دی چی اسامه بن لادن د تمرین لپاره ثبت کړي دي.

تر ۱۰ زره زیات ویډیو فایلونه دي چې په هغه کې د حمزه بن لادن د ځوانۍ ویډیوګاني دي، کورنۍ ویډیوګاني دي او د اسامه د ویډیوي پيغامونو ارشیف دی.

سې آی ای ویلي چې ډیر داسي مواد هم شته چې د کاپي رایټ له وجې يې دوی د بیا نشر اجازه نه لري، چې په هغه کې د القاعده په اړه د ځینو تلویزوني چینلونو پروګرامونه دي او همداسي ځیني د ماشومانو د کتلو لپاره کارټوني فیلمونه او د لوبو ویډیويي ګیمونه دي.

په نشر شویو ویډیوګانو کې د حمزه بن لادن او القاعده نورو مشرانو ویډیو ګاني او انځورونه هم دي چې لاندي يې کتلای سئ:

حمزه بن لادن – منځ کي

محمد اسلامبولی

د رسته لاس څخه اول : حمزه بن لادن

سلمان ابوغیث

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالرحیم
میلمه
عبدالرحیم

طالبان وروڼه دۍ نور د اسامه دهغه فامیل او د القاعده شا خوشۍ کی اودومره ډیرپه احترام دی ورته نه ګوری. بښنه غواړم چی څوک خفه نشی خو د دوی نه خو مسلمانانو هیڅ خیر ونه و لیده. په هرمسلمان وطن کی دوی صلیبیانوته بهانه جوړه کړه چی اشغال یی کړی اودی بدبختیانوکی مونږ اخته کی. د دوی بهترین داعشیان دی. زماغوندی د یوه عادی مسلمان په نظر د دوی او د داعشیانوخو یوه تکفیری عقیده ده.ګو ری مرګ حق ده خو ویل کیږی چی ملا عمر د زابل په وچو غروکی ساه ورکړه خو اسامه د مشرف او پاکستانی… نور لوستل »