fbpx

څېړنه: د انډونیزیا هر پنځم محصل د «اسلامي خلافت» غوښتونکی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۶): په انډونیزیا کې د تر سره شوي یوې نوې څېړونې څخه معلومه شوې چې ددغه هیواد هر پنځم ځوان محصل په خپل هیواد کې د «سیکولر حکومت» پر ځای «اسلامي خلافت» ته ترجیح ورکوي.

د اسلامي خلافت په اړه د محصلینو په منځ کې دغه ټولپوښتنه د «الفارا» په نامه یوې موسسې کړې او د انډونیزیا د پرمختللیو مکتبونو او پوهنتونو 4200 محصلین یې پوښتلي دي.

د ټول پوښتنې سره سم هر څلورم یا پنځم کس ویلي چې د اسلامي خلافت د قیام لپاره جهاد ته هم اماده دي.

د دغه څېړنې په اړه د ولسمشر ویاند د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو څخه ډډه کړې ده.

باید وویل شي چې تېر کال د پلازمینې جاکرتا ایالت نصراني والي پر ضد اسلامي ګوندونو پراخ لاریونونه وکړه او هغه یې اسلامي دین ته په توهین تورن کړ چې بالاخیره له منصبه لیري شو او محکمې ته کش کړل شو.

انډونیزیا ټول ۲۶۱.۱ ملیونه وګړي لري، چې مطلق اکثریت 87 سلنه یې مسلمانان او پاته نور یې عیسایان، هندوان، بودایان او نورو ادیانو والا دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د