افغانستان

طالبان: په فاریاب کې د سرتېرو نیولو ادعا دروغ ده

تېره ورځ دولتي چارواکو په فاریاب کې د شپږو سرتېرو د نیولو خبر ورکړ، چارواکو ادعا وکړه چې له دوی سره يې یوسل پنځوس کیلو ګرامه انفجاري مواد، شپږ کلاشنکوفونه، دوه راکټونه او درې مخابرې نیولې دي. طالبانو په خپله خپره شوې خبرپاڼه کې یاده پېښه بې بنسټه بولي او وايي چې دولتي چارواکي غواړي په داسې دعوو خپله بې سارې ناکامي پټه کړي.

طالبان وايي د [عبدالستار ، غلام سخي ، اسرائیل ، عبدالبصیر ، صبغت الله اورحمت الله ] پرنومونو موږ په فاریاب کې څوک نه لرو.
دا په داسې حال کې ده چې یواځې په تېرو لسو ورځو کې کابل د زورورو سرتيرو بریدونو شاهد و، یاده دې چې لا هم دولتي امنیتي ځواکونه  د راتلونکو ټاکنو لپاره د پوره امنیت ډاډ ورکوي، په داسې حال کې چې طالبان هم پرلپسې د خپل خبرداری عملي هڅه کوي.
ټاکل شوې ده چې ټاکنې به د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x