fbpx

د امریکا سفارت د ملي شورا غړو ته پر ويزو ورکولو بندیز لګولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۶): کابل کې د امریکا سفارت د ګډ حکومت د ملي شورا غړو ته د ویزو پر ورکولو بنديز لګولی دی.

يو شمېر رسنيو په کابل کې د امریکايي سفارت د سرچينو له خولې ليکلي، چې ګڼو وکيلانو په تېرو وختونو کې د امریکا له ویزو ناسمه ګټه اخيستې او له همدې امله امریکا پرېکړه کړې، چې تر نامعلومې مودې د ملي شورا غړو ته ويزې ور نه کړي.

د ویزو د بنديز لامل د وکيلانو له لوري د ويزو ناسم کارول او همدارنګه په کميشن کارۍ د ګڼو وکيلانو ککړتیا بلل شوې ده.

يو شمېر وکيلانو هم د دغه خبر پخلی کړی دی او دا يې منلې، چې ځينو وکيلانو د امریکا له ویزو ناسمه ګټه پورته کړې ده.

د ولسي جرګې سرچينې وايي، چې يو شمېر وکيلانو د خپل ځان او کورنۍ د خونديتوب لپاره د امریکا ويزې اخيستې وې، له هغه ځايه بيا کاناډا ته تللي، چې د نورو سرغړونو سربېره دا کار د امریکايي چارواکو د خواشيني لامل شوی دی.

په کابل کې د امریکا سفارت سرچينو د دغه خبر پخلی کړی، خو د سفارت رسنيز دفتر وايي، چې تر اوسه د ویزو د بنديز په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د ولسي جرګې غړو د امریکا د سفارت دغه پرېکړه غندلې، خو په ټولنیزو رسنيو يې تود هرکلی شوی دی.

د فيسبوک ګڼو کاروونکو ليکلي، چې امریکا دغو وکيلانو ته ویزې نه ورکوي، خو پر افغانانو يې د استازو په توګه ټاکلي دي.

ځينو نورو ليکلي، چې د غلامانو لپاره هر څه لنډمهالي وي.

د ملي شورا ګڼ غړي د کمېشن کارۍ سربېره د ځمکو په غصب، سرغړونو، پر خلکو زور زياتي او ګڼو نورو ناقانونو کړنو تورن دي، چې د کمزورو خلکو ځمکې او کورونه د خپلو ناقانونه وسله‌ والو پر مټ غصبوي او څوک يې د پوښتنې هم نه شته.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د