د اسامه بن لادن د ماشومانو ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۶): د سي آی ای له لوري په نشر شویو اسنادو کې د اسامه بن لادن د ماشومانو ویډیو هم خپره شوې، چې د پاکستان په ابیټ اباد ښار کې په عام پارک کې لوبي کوي، په چره ئي توپک پر بوغیو ډزې کوي او د کور دننه وضعیت انځوروي.

سي آی ای تېره ورځ د اسامه بن لادن د کور څخه د ترلاسه شویو اسنادو څخه یوه لویه مجموعه پر خپلې پاڼې نشر کړه او وې ویل، ځیني شیان نور هم سته چې لا د نشر وړ نه دي.

په ویډیو کې د اسامه یو زوی د کیمرې مخته د عربي مشهور شاعر «احمد شوقي» یو شعر وايي او همداسي نور ماشومان یې په افغاني او پاکستاني لباس کې په کور دننه او عامو پارکونو کې لوبې کوي.