fbpx

څلور عادتونه، لکه سګریټ وژل کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۶): سګریټ څیښل د وژونکو عادتونو څخه یو شمېرل کیږي، ځکه چې انسان د سږي په سرطان اخته کوي، د زړه ناروغیو او رګونو د مختلفو ناروغیو اساسي لامل بلل کیږي، هر کال ۶ ملیونه انسانان له همدې وجې وژل کیږي، خو ښه خبره داده چې د سګریټ په اړه اوس هر څوک پوهه دی، او ورځ په ورځ یې د څیښونکو شمېر مخ پر کمېدو روان دی، په ځانګړي ډول په پرمختللیو هیوادونو کې په عامو ځایونو کې پر سګریټ بندیزونو ډېره ګټه کړې ده.

خو د سګریټ تر څنګ څلور نور داسي عادتونه یا لاملونه شته چې د انسان ژوند د جدي ګواښ سره مخ کولای شي.

یوازیتوب:

که هر انسان په خپله ټولنه او ماحول کې د یوازیتوب احساس وکړي، نو عمر یې د هغه انسان په توګه را کمیږي، څوک چې په ورځ کې ۱۵ سګریټونه څیښي.

ډېره ناسته:

په دې وروستیو کې په نن ټکی اسیا کې یوه ورته څېړنه خپره شوه چې له مخې يې ویل شوي وه چې زیاته ناسته لکه سګریټ د انسان لپاره وژونکی تاثیر لري.

زیاته ناسته د نورو ناروغیو تر څنګ د کولمو، رحم (بچه دانۍ) او سږي د سرطان سبب کیدای شي.

لږ خوب:

د نړیوال صحت سازمان یوه پروفیسور ډاکټر «فالیري ګافاروف» په وینا، لږ خوب کول د دماغي سکتې او د زړه برید سبب کیدای شي، همداسي لکه څوک چې په منظم ډول سګریټ څیښي.

خراب خواړه:

علمي دلایلو ثابته کړې چې غیر صحي خوراکونه په ځانګړي ډول هغه چې مصنوعي جوړ شوي وي، او زیاته اندازه کالریز او غوړ لري، کولای شي چې تر سګریټو خطرناکو ناروغیو سبب وګرځي.

ځکه نو باید یوازي پر سګریټو پرېښودلو اکتفا ونه شي، بلکې باید په ټولنیزو چارو کې فعاله ونډه واخیستل شي، د زیاتې ناستې څخه ډډه وشي، خوب پوره وشي او د غیر صحي خوراکونو څخه ډډه وشي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د