fbpx

سعودۍ میرمنې په تلویزوني پروګرام کې د سر وېښتان وخرېیل / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۶): د سعودي په یوه تلویزوني چینل کې یوې میرمنې د خپل سر وریښتان په ژوندۍ بڼه په یوه پروګرام کې وخرېیل.

د سعودي تلویزوني چینل «روتانا خلیجیه» د «سیدتي» په نامه پروګرام وړاندي کوونکي «امیمة التمیمي» خپل وېښته وخرییل او وې ویل چې دغه کار د دې لپاره کوي تر څو په خلکو کې د «سينې» د سرطان په اړه عام پوهاوی خپور کړي.

هغې د سر خرېیلو تر مخه وویل چې د سرطان د علاج اخیستلو وروسته چې د ښځو وریښتان رژیږي، په دې سره ټوله نړۍ نه ختمیږي، وریښتان به بیا راشي، ښځې دي حوصله له لاسه نه ورکوي او خپل علاج دي کوي.

ویل کیږي چې همدا مېرمن خپله هم د سرطان څخه ژغورل شوې ده.

د یوټیوب ویډیو:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د