افغانستان

حامدکرزی: په کابل کې شوي بریدونه د پاکستاني استخباراتي شبکې کار دی

ځينې راپورونه د ولسمشر حامدکرزي دویاند له خولې وايي چې حامد کرزي  له جان کيرې سره په تلیفوني خبرو کې د کابل د وروستیو بریدونو تور په آی ایس آی ولګاوه. د امریکا له خارجه وزیر سره په تلیفوني خبرو کې حامد کرزي دا ګيله هم وکړه، چې ګواکې افغان طالبان له موږ سره خبرې اترې غواړي خو پاکستان يې نه پرېږدي.
طالبانو تل د داسې ادعاوو رد کړی دی او ويلي يې د ي چې دولت  غواړي د دوی زور او تکتیک لاسي بل چاته منسوب کړي. د سیاسي شنونکو په باور دا بريدونه که د هرچا کار وي، خود افغان دولت په بې وسۍ او بې کفایتۍ دلالت کوي.
په کابل کې په داسې حال کې زورورو بريدونو زور اخيستی چې د هېواد ولسمشریزو ټاکنو ته ګوتې شمار ورځې پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x