fbpx

غزل – الهام

دآدم خان درباب ترنګ کې چې نغمه خوندکوي
ددرخانۍ ورسره مینه زمزمه خوندکوي

ملالې وپرځوه بیادوخت ویده ننګونه
ټپه دې وايه یه قربانه درسره خوندکوي

دعشق ناول کې دې دشپې مطالعه کوومه
مخ دې کتاب دی اوشین خال دې نشانه خوندکوي

که ېې سروېږدی کړې خپل سرته نکړي خونددرسر
لاس دې زماپه غاړه ګرانه اچووه خوندکوي

پخلاېې مکړي خدایه تل دې وي خوابدی له موږ
چې رقیب څومره وي له موږځینې خفه خوندکوي

لکه طوطي راته ږغیږي دالفت په هکله
په تنکۍ خوله ېې دلیلی مجنون کیسه خوند کوي

ماهم غزل دی نن رانغښتی دتشبیب برخه کې
ته ورسره په ترنم شه بدرګه،خوندکوي

ترجماني کاندي دمینې په پوره توګه چې
حسن دې ټول غزل غزل ټپه ټپه خوندکوي

ویاړونه نغښتي پکې ډېر ښکاري طالب الهامه
دسردپاسه دې دننګ هسکه شمله خوندکوي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د