د ژوند تذکره

مولوي مطیع الله عابد

راځی چي امن د خپل زړه په دیواله ولیکو..
راتلونکي نسل ته یادګار غوندي یوڅه ولیکو..

دوی که یی نه لیکي نو سر ورسره مه خوږوی..
داسلام نوم به د خپل ژوند په تذکره ولیکو..

چي آینده نسل یی ولولي یوڅه تري زده کړي..
دتـن په ویـنوبه کـتاب د ژونـدانه ولیکو..

راشی طالب ته غاړه ورکړي په کافرڅه کوی..
د امارت سپیڅلی توری به په زړه ولیکو..

منم چي تریخ دی حقیقت خلګ یی نشی زغمی…
خواږه مو ډیر ولیکل راشی لږ ترخه ولیکو..

عـابده چا چا ته به وایم چي افغان یمه زه..
د افغان نوم به مو سربیره پرسینه ولیکو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د