دیني، سیرت او تاریخ

افغانستان ته اسلام څنګه راغی؟ (شپږمه او آخره برخه)

دکتور کفایت الله وردګ

یادګېرنه : په عراق کې مسلمانان او فارسیان په یوه لوی جنګ معرکة القادسیه کې سره مخامخ شول فارسیانو ماتې وخوړه او د هغوی مشر بادشاه په تېښته شو بیا له یوه ښار نه بل ښار ته تلو او مجاهدین ورپسې وو تردې چې د خراسان (اوسني افغانستان) خاورې ته را ورسېدل او مجاهدین هم ورپسې راغلل او پدې توګه یې د خپلو قربانیو په قیمت مونږ ته داسلام رڼا راوړه الله تعالی د دوی ته زمونږ له اړخه اجر ورکړي پدې لیکنه کې دا کیسه له معتمدو تاریخي کتابونو را اخلم او له ګرانو لوستونکو سره یې شریکوم په تېره برخه کې مونږ ولوستل چې حضرت احنف بن قیس رحمه الله تخار فتح کړو او د فارسیانو مشر ورڅخه تر آمو ها خواته و تښتېد د هغې برخې په تعقیب …

یزدجرد یو وخت هغه څوک وو چې د دنیا نعمتونه یې په خدمت کې وو اوس یې ترکانو ته پناه ور وړه او هلته د مهاجر په صفت اوسېدو او مخکې تېر شول چې په مرو الشاهجان کې یې خزانه په یوه ځای کې خښه کړه او هېڅوک یې ورباندې خبر نه کړل اوس یې ترکانو ته وویل چې تاسې لما سره مرسته وکوئ چې زه بېرته په مسلمانانو حملې وکوم او که مې مر و الشاهجان له مسلمانانو خلاص کړو هغه خزانه به زه لتاسې سره نیمه کړم.

د دولة الترک مشر ورسره رضا شو او لښکر یې ورسره کړو همدارنګه د بلاد الصغد بادشاه چې د کمک وعده یې ورسره کړې وه فوځ ورکړو تر آمو را پورې وتل او تخار یې بېرته ا شغال کړو او له دې ځای نه مرو الروذ (چې په اوسنۍ نقشه کې په ترکمنستان کې دی) هلته په حضرت احنف بن قیس رحمه الله پسې ور روان شول .

کله چې حضرت احنف بن قیس رحمه الله خبر شو چې تخار ترکانو او فارسیانو بېرته اشغال کړو او اوس دلته را روان دي نو مجاهدین یې جنګ ته تیار کړل البته دا ځل دا جنګ تر مخکې جنګونو څخه ځکه بدل وو چې د ترکانو ډېر زیات فوځ بېل وو ، د بلاد الصغد جنګیالي بېل ورسره وو او د فارسیانو چې څه پاتې کسان وو هغوی هم ورسره وو تعداد یې ډېر زیات وو او تخار یې هم ډېر زر اشغال کړو .

لکن حضرت احنف بن قیس رحمه الله چې تکړه او تجربه لرونکی قوماندان وو هېڅ طبیعت یې ورباندې خراب نشو مجاهدین یې تیار کړل او تر مروالروذ نه بهر جنګ ته ورته را ووتلو ، لښکرې سره مخامخ شوې جنګ اوږد شو د جنګ کامیابي دواړو اړخونو ته په نوبت وه کله به یو لوري ګټله کله بل لوری جنګ ډېرې ورځې دوام وکولو لکن څرنګه چې د کفارو تعداد زیات وو مسلمانان یو څه کمزوري شول لکن طریقه دا وه چې جنګ به صرف د ورځې کېدو د شپې په دواړه لوري په آرام وو یوه شپه حضرت احنف بن قیس رحمه الله په مسلمانانو فوځیانو کې پدې نیت ګرځېدو چې دا مجاهدین څه خبرې سره کوي کېدای شي څه داسې خبره پکې واوري چې ده ته فایده وکوي چې په یوه ډله مجاهدینو تېرېدو چې هغوی خبرې سره کولې یو یې ویل :

د کفارو تعداد زیات دی هسې نه چې هغوی مونږ دلته محاصره کړي مونږ دلته پوره بلد هم نه یو ، ټول اړخونه هم راته معلوم نه دی هسې نه دوی په مونږ له ټولو اړخونو را تاو شي او مونږ په مینځ کې ګیر کړي اوس مونږ په څو اړخونو کې جنګیږو که زه چېرته د مسلمانانو امیر وای نو ما به دا لښکر ددې غره بېخ ته کړی وو او شا به مې غره ته کړې وه او دا سیند به مې ښي اړخ ته پریښی وو بیا به مې جنګ له یوه مخه وو د محاصرې خطر به نه وو .

دا رایه د حضرت احنف بن قیس رحمه الله ډېره زیاته خوښه شوه او سحر وختی یې اعلان وکولو چې مونږ دې غره ته نېږدې کیږو .

هغه رایه ډېره کامیابه شوه د مسلمانانو تلفات پکې کم شول او د ټولو مجاهدینو مخ یو لوري ته شو جنګ اسان شو لکن بیا هم دمه دمه جنګ کېدو غوڅه کامیابي نه د مسلمانانو کېده نه د کفارو .

بله شپه د شپې په آخر کې حضرت احنف بن قیس رحمه الله له خپل مرکز نه د خاقان (ترکانو د مشر) مرکز خوا ته را ووتلو ترڅو حالات و څاري او علاقه وګوري که څه داسې نظریه یې په ذهن کې راشي چې هغه عملي کړي او څه کامیابي یې په برخه شي چې له یوه عجیب اتفاق سره مخ شو .

هغه دا وو چې په ترکانو کې عادت وو چې کله به سحر وختې کېدو نو په آس سپور به یو کس را ووتلو بیا به بل پسې را ووتلو بیا به بل پسې را ووتلو او د دریم کس د وتلو نه به چې لږ وخت تېر شو بیا به لښکر را ووتلو .

چې یو کس را ووتلو حضرت احنف بن قیس رحمه الله ورته په کمین کې کیناستلو بغیر لدې چې هغه څه اواز وکوي په هغه یې وار وکولو او کار یې ور ختم کړو بیا چې بل را ووتلو له هغه سره یې هم همداسې کار وکولو بیا چې بل را ووتلو له هغه سره یې همدا کار وکولو لږ نور ایسار شو بېرته خپل مرکز ته راغلو چې د ترکانو لښکر را ووتلو ویې لیدل چې بغیر لدې نه چې دوی څه اواز واوري دری واړه کسان یې وژل شوي دی .

خاقان (د ترکانو د هغه وخت بادشاه) چې لدې واقعې خبر شو بس دا یې په بد فالی سره ونیولو او لدې سره یې د ټولو عسکرو په زړونو کې یو قسم وېره شوه چې دا څنګه قتل شول؟ دا ولې داسې قتل شول چې مونږ ورباندې خبر هم نه شوو؟ دوی اواز ولې ونه کولو او داسې نور ..

سبا چې جنګ ته سره وړاندې شول ترکانو ماتې وخوړه او په منډو شول .

ځینو مورخینو لیکلی چې خاقان له ځان سره فکر وکولو چې لدې جنګ نه څه فایده نشته ، جنګ اوږد شو او هسې مونږ د څه کسانو تلفات هم ورکړل دا جنګ نتیجه نه لري او بېرته په خپله خوښه له جنګ نه را وګرځېدل په هر صورت میدان حضرت احنف بن قیس رحمه الله ته پاتې شو او جنګ د هغه په کامیابي سر ته ورسېدو او ترکان بېرته له جنګ نه ولاړل .

خو له یوې خبرې مسلمانان نه وو خبر چې یزدجرد فارسیان دلته له حضرت احنف بن قیس رحمه الله سره ونه جنګول دلته یې خاقان (د ترکانو بادشاه) او ترکان پرېښودل خپله سیده لاړو مرو الشاهجان یې محاصره کړو هلته د حضرت حاتم بن النعمان رحمه الله په مشری کې محدود مجاهدین پاتې وو کله چې محاصره ورباندې سخته شوه هغوی شاته تګ وکولو څرنګه چې نور مجاهدین په مروالروذ کې له ترکانو سره په جنګ مصروف وو نو یزدجرد له فارسیانو جنګیالیو سره وکولی شو مرو الشاهجان ته ننوزي او غوښتل یې خزانه را وباسي او له ځان سره یې ترکانو ته ور وړي دا خبر هغه وخت حضرت احنف رحمه الله ته را ورسېدو چې حضرت احنف رحمه الله ترکانو ته ماتې ورکړې وه نو سم د لاسه مرو الشاهجان ته روان شول یزدجرد فکر نه کاوه چې حضرت احنف رحمه الله به له ترکانو څخه دومره زر را خلاص شي لکن دده د ګمان په خلاف حضرت احنف رحمه الله په ده پسې زر ور روان شو ، دا خبر هلته یزدجرد ته ورسېدو چې زما د سر دښمن حضرت احنف رحمه الله را روان شو نو هغه خپله پټه خزانه یې را وویسته او غوښتل یې چې دا له ځان سره و تښتوي ترکانو ته یې ور وړي .

خپلو ځینو نېږدې ملګرو یې ورته وویل : دا ته څه کوې؟

یزدجرد وویل : دا زه خاقان ته وروړم زه غواړم چې له هغوی سره و اوسېږم خپلو ملګرو یې ورته ویل : دا غلطه رایه ده زمونږ لپاره لدې خلکو (مسلمانانو) سره صلح وکوه دوی وفادار خلک دي ، دوی یو دین لري دا دښمن چې زمونږ په ښارونو کې دی او دین لري مونږ ته له هغه دښمن څخه غوره دی چې مونږ د هغوی ښارونو ته ورشو او هغوی دین هم نه لري او مونږ پدې هم نه یو خبر چې هغوی به په وفا کې څنګه وي .

یزدجرد د دوی له خبرو انکار وکاوه ملګرو یې ورته وویل : بیا داسې وکوه چې دا خزانې خو یوازې ستا نه دي دا مونږ ته پرېږده دا بېرته مونږ خپلو ښارونو ته وړو مونږ لتا سره له خپلو ښارونو څخه نه وزو بیا هم یزدجرد د دوی خبره ونه منله پدې کې یې په خپل مینځ کې جنګ جوړ شو ملګري یې یو طرف شول او له ده سره څه کسان ملګري شول دوی بل طرف ته پاتې شول جنګ یې وکولو په جنګ کې ده ماتې وخوړه دی و تښتېد له خاقان (د ترکیې له مشر) سره یو ځای شو خزانه یې نورو فارسیانو ته پاتې شوه دی لاړو هغه پاتې فارسیانو له حضرت احنف بن قیس رحمه الله سره صلح وکوله د یزدجرد خزانه یې ورته وسپارله او له هغه سره یې جزیه ومنله مسلمانانو هغه د غنیمت په ډول باندې خرڅه او په مجاهدینو باندې تقسیم کړه .

پدې ډول په خراسان کې له مسلمانانو سره نور مزاحمت ختم شو په خراسان کې کومو کسانو چې د مسلمانانو سره جنګ کول غوښتل هغوی ترکي دولت ته ور وتښتېدل او پاتې خلک یې ځینې مسلمانان شول او ځینو یې د حضرت احنف بن قیس رحمه الله سره په جزیه باندې صلح وکوله اسلامي دولت یې ومنلو حضرت احنف بن قیس رحمه الله دری ملیونه درهمه (د خمس پنځمه برخه) او ورسره یو خط حضرت عمر رضی الله عنه ته ور ولېږلو چې په هغه کې یې ورته زیری ورکړی وو چې خراسان په مکمله توګه فتح شو او دا د هجرت دوه ویشتم کال وو او تردې دمه خلیفه امیر المؤمنین حضرت عمر فاروق رضی الله عنه وو .

یزدجرد بیا تر جیحون (آمو) سیند هغه خوا ته چې په هغه وخت کې د ترکانو دولت وو د یو مهاجر په صفت له خپلې کورنۍ سره اوسېدو تردې چې هماغلته د خپلو ملګرو له لوري ووژل شو قصه یې ختمه شوه .

مراجع :

تاریخ الطبری

البدایة و النهایة

التاریخ الاسلامي

ویکپيډیا پوهنغونډ

قصة الاسلام دکتور راغب سرهانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد سلیم

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته
الله تعالی دی تاسو ته اجرونه عوضونه درکړی ډیر په زړه پوری خپرونی لری
افغانستان ته اسلام څنګه راغی؟ دوهمه برخه رانه پاتی شوی ده هیله ده چی راته ایمیل یی کړی الله به اجرونه درکړی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x