نړۍ

تركيه: د اردوغان ګوند د ښاروالۍ انتخابات وګټل

د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د ښاروالۍ په انتخاباتو کې د خپل ګوند د بریالیتوب اعلان وکړ.

په ترکیه کې د (عدالت او پرمختیا) حاکم ګوند په داسې حال کې د ښاروالۍ انتخابات ګټي، چې مخالفین ئې په فساد او د دولت د اسرارو په افشا کولو تورنوي.

د ټولټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته ښاغلي اردوغان په خپلې وینا کې خپل مخالفین تر سخت انتقاد لاندې ونیول او د (فتح الله ګولن) د تنظیم یو شمیر غړي ئې خاینان او د حکومت پرضد دسیسه ګر وبلل.

ښاغلي اردوغان په انقره کې خپلو زرګونو پلویانو ته په یوې وینا کې وویل:

“ولس د هیواد پر خلاف ناولې دسیسې شنډې، او د ترکیې دښمنان له مایوسۍ سره مخامخ کړل”.

نوموړي د خلکو د تشویقي نعرو او د تکبیر د غږونو په بدرګه زیاته کړه:

“زمونږ مخالفینو په ترکیه کې د فتنې اور بلولو، نن دداسې خاینینو له لاسه موقع ووتله، مونږ به هیڅکله چا ته اجازه ورنکړو چې د دولت په داخل کې بل دولت جوړ کړي، دداسې کسانو د نیولو وخت رارسیدلی”.

د اعلان شوو رسمي نتایجو له مخې د (عدالت او پرمختیا) ګوند په قاطع اکثریت سره انتخابات ګټلي دي، له دې څخه دا په ډاګه کیږي چې ښاغلی اردوغان له ۱۲ کاله واکمنۍ وروسته لا هم په خپل ولس کې پراخ محبوبیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x