fbpx

علی بن اسد، له ګناهونو تر شهادته

مطمئن زابلي

طبري روایت کړی دی چې علي بن اسد ډیر ګنهګار انسان وو ھغه قتلونه او نور غټ ګناھونه کړي وو، یوہ شپه په نیمه شپه کوفه کې روان وو چې له یو سړي نه یې د الله تعالی د کلام د دغه ایت تلاوت واورید:

یاعبادي الذین اسرفوا علی انفسھم لاتقنطوا من رحمۃ الله… الزمر: ایت۵۳ .

ژباړه: ای زمابندګانو! چې تاسي پخپلو ځانونو زیاتی کړیدی د الله له رحمت نه مه نا امیدہ کیږئ .

علي بن اسد دغه سړي ته وویل : دا ایت بیا ولوله ھغه ولوست.. بیا یې ورته وویل: چې دا ایت یو ځل بیا ولوله..

ھغه ورته ولوست . بیایې ورنه د یو ځل تکرار غوښتنه وکړه ، ھغه بیا ورته تلاوت کړ، د دغه ایت له اوریدو نه وروسته یې غسل وکړ او بیا یې خپلي جامې ووینځلې، د الله په عبادت کي لګیا شو ان تر دې چې د ژړا له لاسه یې سترګي کمزوري او زنګنونه یې د اوښ د زنګنونو په شان شول.

بیا ھم د رومیانو په خلاف سمندري جھاد ته ولاړ، مسلمانانو خپلې کښتۍ د رومیانو کښتیو ته نژدې ودرولې ، علي ابن اسد له خپل ځان سره وویل : زہ به نن د جنت د تر لاسه کولو کوشش کوم.. دا یې وویل او یک تنھایې د رومیانو پر کښتیو حمله وکړه ، دہ به وھل ھغوی به تښتیدل په تښتیدو چې ھغوی دکښتۍ په یو ګوټ کې راغونډ شول نو کښتۍ واوښتله.. علي ابن اسد چې د اوسپني زغرہ یې په سر کړې وه په اوبو کې ډوب او د شھادت لویه درجه یې ترلاسه کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د