که ښځه دځان خلاصولولپاره مرتده شي خلاصیږي که نه؟

 

پوښتنه :یوه ښځه به غواړي چي له خپل مېړه سره ژوند وکړي،چاورته دا طریقه ښودلې وه چي ته (العیاذبالله)مرتده شه(یعني له إسلامه ووځه)نونکاح دې ختمیږي،بیاکولای شي چي له بل چاسره نکاح وکړې،که داسي وکړي ،اياله دوهم نفرسره یې نکاح کېدلای شي که داول مېړه په نکاح کي پاته ده؟

الجواب حامداومصلیا : نه له دوهم نفرسره ورته نکاح نه روا،بلکه داول مېړه په نکاح کي پاته ده(پرمختارقول)،له اول مېړه سره به پاته وي،اوچاچي دامشوره ورکړې وي،هغه خپله مرتدکیږي،ژرترژره دوئ توبه ایستل پکارده،که نه دنیااوآخرت به یې بربادشي.

ولاتتزوج بغیره وبه یفتی.(الدرالمختار،کتاب الجهاد،باب المرتد:4252)

وأفتی مشایخ بلخ بعدم الفرقة لاسیماً التی وقع فی المکفر ثم تنکر. 

(الدرالمختار،کتاب النکاح،باب نکاح الکافر:3194)

من أمرامرأة حتی ترتدعن الإسلام لتبین من زوجها فهوکافر.(الفتاوی التاتارخانیه،کتاب أحکام المرتدین،فصل فی تعلیم الکفر وتلقینه:5526)



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.