افغانستان

خلک: په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ته د امنیتي ګډوډۍ له امله زړه نازړه يو

د هېواد په پلازمېنه کې د وروستیو زورورو  نه وروسته د پلازمېنې په شمول د هېواد په بېلابېلو ولایاتو کې خلک په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ته زړه نازړه دي.په هېواد کې د نوماندانو د کمپیايني لړۍ له پیل سره امنیتي مسوولینو په ټول هېوادکې د پوره ډاډ او امنیت خبرونه خپاره کړل او عام وګړي يې په  راتلونکو ټاکنو کې ګډون ته وهڅول.مګر د ټاکنو اړوند د طالبانو خبرداري خلک په اندېښنه کې کړي و، خو دولتي مسوولینو د طالبانو خبرداری یوه تبلیغاتي ادعا بللې وه، خو د طالبانو وروستیو پرلپسې بریدونو د خلکو په زړونو کې د دوی د خبرداري عملي ثبوت وړاندې کړ.

افغان امنیتي مسوولين  وايی چې په ټول هېواد کې به یواځې لس سلنه مرکزونه تړلي وي، په داسې حال کې چې عام وګړي په پلازمېنه کابل کې ټاکنیز ګډون ته زړه نازړه دي. د کابل دچهلستون اوسېدونکی او د لمر ښوونیز مرکز شاګرد حبیب الله وطنپال وايي: ماتراوسه کارت نه دی اخیستی، زه پوهېږم طالبان چې څه ووايی بیا يې کوي هم، که څه هم دا زما لپاره مهمه وه چې باید خپل راتلونکی مشر پخپله وټاکم، خو دا کار د سرپه بیه نشم کولای.
ورته نظر د کابل د تعلیم او تربيې محصل وحیدالله هم لري، نوموړ نن ټکی اسیا ته وويل: زموږ سرتيری د پیسو ګټلو لپاره دې ليکو ته راغلي هر یو د میاشتې اخر ته په تمه وي، باور مې نه شي چې راتلونکو ټاکنو ته به دوی د طالبانو د زورورو بریدونو مخه ونیسي.
په ځینو ولایاتو کې د تېرو پنځو کالو په اوږدو کې د طالبانو له خوا د تېرځل ټاکنو اخیستل شوي رای کارتونه ټول شوي دي او بیا چا نه دي اخیستي، د غزني د اندړو ولسوالي د شیرکلااوسېدونکی حمیدالله وايي: موږ تراوسه کارتونه نه لرو، خو اربکیانو قسم کړی چې رایې به ورکوئ.
ورته چلند د ګاونډي ولایت پکتیکا په ځينو ولسوالیو کې هم شوی دی، عبدالمالک د اومنې ولسوالي د زواکې دکلي اوسېدونکی وايی، چې اربکیان پرلپسې د ولایتي شورا او ولسمشریزو نوماندانو انځورونه راوړي او وايی چې فلاني ته به خامخا رايې ورکوئ، په داسې حال کې چې موږ په ټول کلي کې درايي کارتونه نه لرو.
سیاسي شنونکي په دې باور دي چې که دولت رښتیا هم ملت د ډاډ ورکولو هوډ لرلای نو حداقل يې باید دټاکنو په عمومي دفتر برید له شپږ ساعته رادوه ساعته کړی وای. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په عمومي دفتربرید په ټول هېواد کې د افغان امنیتي ځواکونو بې وسې ثابته کړه.
ټاکل شوې ده چې ولسمشریزې ټاکنې به د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x