د جمعې په ورځ درود شریف ډیر ویل

دکتور کفایت الله وردګ

درود شریف په هر وخت او هره ورځ ویل غوره عمل دی لکن د جُمعې په ورځ زیات ویل نور هم غوره عمل او غوره سنت دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : إنّ من أفضل أيّامكم يوم الجمعة فأكثروا عليّ من الصلاة فيه فإن صلاتكم معروضة عليّ . سنن ابی داود

ترجمه : بېشکه ستاسې له غوره ورځو څخه د جُمعې ورځ ده نوبیا پدې ورځ پر ما باندې زیات درود ووایاست ځکه ستاسې درود ماته را رسیږي .

درود شریف هسې بغیر د جُمعې څخه هم ډېر غوره عمل دی حضرت امام ابن قیم رحمه الله د درود شریف لپاره ۳۹ لویې فایدې له قرآن کریم او احادیثو څخه را ټولې کړې دي زه یې له خپل لوستونکي سره د فایدې لپاره شریکوم .

۱. درود ویل د الله تعالی امر پر ځای کول دي ځکه الله امر کړی دی چې درود وایاست (د قرآن کریم آیت دی).

۲. الله تعالی هم په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې درود وايي اګر که د الله تعالی درود او د بنده درود فرق کوي خو بیا هم الله بنده ته وایی چې ته هم درود ووایه نو بنده چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې درود وايي نو د الله تعالی له درود سره د بنده درود هم شي نو د بنده لپاره غوره خبره ده .

۳. ملائک هم درود وايي نو چې انسان درود وايي په عمل کې له ملائکو سره مطابقت کوي او دا د یو انسان لپاره غوره خبره ده چې داسې عمل وکوي لکه ملائک یې چې کوي اګر که عمل به تر عمل پورې فرق کوي.

۴. څوک چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې یو ځل درود ووايي الله تعالی په هغه باندې لس ځله درود وايي.

۵. په یو ځل درود ویلو سره د انسان لس مرتبې پورته کیږي .

۶. په یو ځل درود ویلو سره انسان ته لس نیکی ورکول کیږي .

۷. په یو ځل درود ویلو سره له بنده نه لس ګناهونه پاکول کیږي .

۸. کله چې له دعاء څخه مخکې درود وویل شي نو هغه دعاء قبول ته ډېره نېږدې شی .

۹. درود ویل د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شفاعت سبب کیږي .

۱۰ . درود ویل د ګناهونو د مغفرت سبب دی .

۱۱. درود ویل د هغه څه لپاره بس کیږي چې انسان یې په فکر کې وي (د درود په برکت سره الله تعالی د بنده له مخې مشکلات لرې کوي) .

۱۲. درود ویل په قیامت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د بنده د نزدېکت سبب کیږی .

۱۳. درود ویل د هغه چا لپاره د صدقې په ځای دریږي چې څوک د صدقې کولو وس نه لري .

۱۴. درود ویل د حاجتونو د پوره کېدو سبب کیږي .

۱۵. کله چې بنده په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې درود وايي نو الله تعالی او ملائک په دې بنده باندې درود وايي .

۱۶. درود ویل د بنده د پاکي سبب کیږی .

۱۷. درود ویل بنده ته په دنیا کې د جنت د زیري ورکولو سبب کیږي .

۱۸. درود ویل بنده ته د قیامت په ورځ امن ورکوي (نور خلک چې څومره په هغه ورځ په وېره کې وي زیات درود ویونکی کسان به دومره نه وي په وېره کې) .

۱۹. درود ویل انسان ته دا بخت ورکوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا ددې درود په ځواب کې بېرته پدې بنده باندې درود وايي .

۲۰. کله چې له چا څخه کوم شی هېر شي نو درود ویل غوره لاره ده چې بېرته یې پیدا کړي کله چې بنده له اخلاص سره درود ووايي هغه شی ور په زړه کیږي .

۲۱ . په کوم مجلس کې چې بنده درود ووایي په قیامت کې به ددې مجلس په اړه نه پښېمان کیږي .

۲۲. درود ویل له ځانه د فقر د لرې کولو غوره او اسانه لاره ده .

۲۳. هغه کس ته رسول الله صلی الله علیه وسلم بخیل ویلي دي چې کله په مجلس کې رسول الله صلی الله علیه وسلم یاد کړل شي دی ورباندې درود ونه وایي نو درود ویل له انسان څخه دا د بخل صفت لرې کوي .

۲۴. درود ویل بنده د جنت لار ته برابروي .

۲۵. هغه مجلس ته ګنده مجلس ویل شوی دی چې الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم پکې یاد نه کړل شي نو درود ویل د مجلس ګندګي ختموي .

۲۶. درود ویل خبرې ته قدر ورکوي هغې خبرې ته غوره او پوره خبره ویل شوې ده چې د الله تعالی په ثناء او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په درود باندې شروع کړله شي .

۲۷. درود ویل په پل صراط باندې د بنده لپاره رڼايي وي .

۲۸. درود ویل بنده له جفا څخه وباسي رسول الله صلی الله علیه وسلم شپه ورځ په ځان یوه کړې وه ترڅو مونږ ته د هدایت رڼا را ورسوي نو هغه کس چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې درود نه وایي له هغه سره جفاء کوي .

۲۹. هغه کس چې ډېر درود وايي الله تعالی په زمکو او اسمانونو کې په هغه باندې ښه ثناء پیدا کوي او په هرچا باندې ښه لګیږي او ډېر خلک یې ستاینه کوي ، او ملائک هم ورباندې ثنا وايي .

۳۰. درود ویل په مال ، ځان ، عمر او خوشحالیو کې د برکت ذریعه ده .

۳۱. درود ویل د الله تعالی د رحمت د لاس ته راوړلو ذریعه ده .

۳۲. درود ویل له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د محبت د زیاتېدلو ذریعه ده او څومره چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم د بنده محبت زیات شي دا د بنده لپاره د نیکبختي ذریعه ده .

۳۳. درود ویل له بنده سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د محبت ذریعه ده .

۳۴. درود ویل د بنده د هدایت او د زړه د ژوندي کېدلو ذریعه ده .

۳۵. درود ویل ددې سبب کیږی چې دا بنده له نوم او د پلار له نوم سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یادیږي او دا د بنده لپاره د فخر خبره ده .

۳۶. درود ویل په پل صراط باندې د بنده د پښو د ټینګېدلو او نه ښوېدلو ذریعه ده .

۳۷. رسول الله صلی الله علیه وسلم له مونږ سره ډېرلوی احسان کړی دی که هغه صلی الله علیه وسلم مونږ ته د هدایت د رڼا په را رسولو کې کوښښ نه وای کړی مونږ به اوس مشرکان او کفار وو او دنیا او آخرت به مو ذلت په برخه وو نو درود ویل د هغه د حق څه نا څه برخه اداء کول دي .

۳۸. په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې درود ویل د الله تعالی ذکر هم دی او دا یو ډول د هغه شکر ویستل دي چې هغه جل جلاله مونږ ته دا نعمت را کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې را ولېږلو او مونږ ته یې سمه لاره پرېښوده چې مونږ اوس ورباندې روان یو .

۳۹ . درود ویل یو ډول دعاء ده او دعاء د الله تعالی په وړاندې غوره عبادت دی .

نو بېشکه چې درود شریف ډېر غوره عبادت دی په خاصه توګه د جُمعې په ورځ خو نور هم غوره دی راځئ چې ښه ډېر یې ووایو او درود مختلف ډول الفاظ لري که بل یو انسان ته نه وی زده لږ تر لږه هغه خو به یې زده وي چې مونږ یې په مانځه کې وایو غوره درود دی او که بل نه وي نو زما پدې مضمون کې بیا بیا یاد شوی (صلی الله علیه وسلم) هم غوره درود دی راځئ یو ځل خو یې په شوق او اخلاص سره په شریکه ووایو:

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ .

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د