د رسول الله ﷺ په قومنده کې د مکې غزا (فتح مکه)

ليکوال: قطب الدين مشال

کله چې د مکې مشرکينو د خپل همژمني ټبر بني بکر په ملاتړ د مسلمانانو پر همژمني ټبر بني خزاعه ظالمانه بريد وکړ او د بني خزاعه ټبر يې يوشمېر نپر مړه، ژوبل او اسيران کړل، د مشرکينو دې ناروا عمل د حديبيې د سولې له تړون څخه د دوى څرګند مخالفت په ډاګه کړ.

د ځپل شوي ټبر (بني خزاعه) مشر “عمرو سالم” چې ښه شاعر هم و، رسول الله ﷺ او مسلمانانو ته يې د خپل مظلوميت آه و فرياد له غم او درده ډک شعر کې اظهار کړ.

رسول الله مبارک د مرستې او غچ اخيستنې ډاډ ورکړ.

کله چې مشرکين د رسول الله ﷺ په اراده پوه شول نو له بني خزاعه سره پر خپل کړي ظلم چې له کبله يې د حديبيې د سولې تړون هم مات شوى و، ډير پښېمانه وو او د بيا سولې کولو لپاره يې زياتې هڅې وکړې خو دې هڅو او پښېمانتيا يې د رسول اللهﷺ هوډ بدل نه کړ.

د هجرت په اتم کال د روژې مبارکې په مياشت چې د جنوري د 630 عيسوي سنې سره برابروالى لري؛ رسول الله مبارک پرته له دې چې مجاهدين د جنګ له هدف او لوري خبر کړي يو لس زره (10000) کسيزه لښکر تيار کړ.

کله چې اسلامي لښکر د مکې څخه لږ په واټن د “مرالظهران” په سيمه کې قيام وکړ نو د الله د لارې سرښندونکي مجاهدين پوه شول چې بريد دمکې پر مشرکينو ده.

د جنګونو په طريقو پوه مدبر قومندان “رسول الله مبارک” د اسلام سرتېري مجاهدين يو ـ يو ويشه او هر يوه ته يې د اور د بلولو امر وکړ.

دغه ستر اور د مکې اطراف روښانه کړل، د مکې مشرکين چې له هرڅه ناخبره وو، په ډير رعب او ډار کې شول.

د مشرکينو مشران ابوسفيان، حکيم بن حزام او بديل بن ورقاء د حال مالومولو لپاره راووتل خو دا چې د صحرا په جګو او هوارو د پراخ هيبتي اور عجيب منظر ده، ډير سخت وارخطاء او اندېښمن کړل.

ابوسفيان او ملګرو يې د دې اور په اړه په خپلو کې له ډاره ډکې څرګندونې کولې، ناڅاپه! د مسلمانانو د لښکر له لوري د مکې ميشت وګړى “حضرت عباس رضي الله تعالى عنه” د رسول الله ﷺ په ځانګړي کچر سپور راغى او ابوسفيان ته يې له حيرانتيا په ډکه لهجه ووېل: دا پراخ اور د محمد ﷺ سرتېرو لګولى، محمدﷺ له دومره لوى لښکر سره راغلى چې مقابله ورسره کول ناشوني ده.

ابوسفيان چې د مسلمانانو په ځواک او د ځان په کمزورتيا يقين شو، د مسلمانانو سره د حديبيې د تړون ماتولو په ګډون ، د سختې دښمنۍ په ترڅ کې کړي ظلمونه او وحشتونه يو ـ يو ورياديده ، دغو يادو يې په زړه کې لا رعب واچاو، سخت وډار شو، پرته له تسليمېدو يې بله لار نه ليدله خو بيا يې هم په رپېدلي غږ حضرت عباس رضي الله تعالى عنه ته وويل: کړنلار راښيه.

حضرت عباس ووېل: يوازينۍ لار همدا ده چې رسول الله ته راسره ولاړ شئ او امان ترې وغواړئ ګنې مکه کې ميشت ټول مشرکين په خطر کې دي.

حضرت عباس رضي الله تعالى عنه له ځان سره د شيطاني لښکر مشر ابوسفيان په کچر سپور کړ او الهي لښکر ته يې ورساوه، حضرت عمر رضي الله تعالى عنه غوښتل چې د تورې په ګوزار يې سر له تنې غوڅ کړي خو رسول الله مبارک ژور فکر درلود، ابوسفيان يې په امن کړ همداراز ابوسفيان د الله په وحدانيت او د محمدالرسول اللهﷺ په رسالت ايمان راوړ.

د رسول الله ﷺ په امر ابوسفيان يې په داسي ځاى کيناوه چې د اسلامي لښکر ټولې ډلې به تېرېدلې، ده به ليدلې؛ همدا مهال د اسلامي لښکر د سرتېرو د تکبير نارو د مکې په فضاء او درو کې انګازې کولې چې د اسلام پلوو زړو ته يې قوت ورکاوه خو د اسلام دښمنو زړونه يې لړزول.

د دې ډلو په ليدو سره پر ابوسفيان د اسلامي لښکر دبدبې او عظمت نور هم اثر وکړ او دومره وډار شو چې بېواکه يې حضرت عباس رضي الله تعالى عنه ته ووېل: (يو طاقت هم له دې ځواک سره نشي جنګېداى. عباسه! د وراره سلطنت او ځواک دې بيخي زيات شوى.)

حضرت عباس بن عبدالمطلب ورغبرګه کړه، ابوسفيانه! دا د خداى ورکړى نبوت دى.

رسول الله ﷺ د حضرت عباس رضي الله تعالى عنه په مشوره د يولړ مصلحتونه لامله ، د اسلام پخوانى سرسخت دښمن ابوسفيان په لاندې کرښو کې ذکر شوي وياړ هم ونازوه.

رسول الله ﷺ وويل:

“ابوسفيان ته اجازه ده چې د مکې خلکو ته ډاډ ورکړي او پوه يې کړي که چا دده (ابوسفيان) کره پناه واخيسته ، که چا وسله په ځمکه کېښوده او په خپل کور کې د بې طرفۍ په دود کيناست او همدا ډول که چا مسجد الحرام ته پناه ويوړه، د اسلامي لښکر له بريدونو به په امن کې شي.”

ابوسفيان له اسلامي ځواکو څخه مخکي مکې ته ولېږدول شو.

ابوسفيان د مکې ښار ته ننوت، خلکو چې کرۍ شپه په ډار او وهم کې تېره کړې وه، بې له ابوسفيانه يې د هيڅ کولو جرأت نه درلود نو پرې راچاپېر شول.

ابوسفيان چې پخپله يې هم له ډاره رنګ الوتى او غږ کې يې بدلون و، ويې ويل: د اسلام ځواکونو ښار کلابند کړى او څو شيبې وروسته به راننوځي؛ بشپړ باور مې ده چې مقابله مو ورسره يوازي د خپل ځان تباهي ده خو مشر يې محمد ﷺ راسره ژمنه کړې، که څوک زما (ابوسفيان) کور ته پناه راوړي، يا وسله پر ځمکه کيښودلو سره د بې پلوه په توګه د خپل کور دروازه په ځان پسي وتړي او يا هم مسجدالحرام ته پناه يوسي، ځان و مال به يې خوندي او له خطره وژغورل شي.

د ابوسفيان دې پيغام د مشرکينو له ذهنو د مقاومت خيال لري کړ او په وارخطاء حالت کې يې ټاکل شوي خوندي ځايو ته منډې او ترړې پېل کړې خو د ابوسفيان مېرمن (هندې) د ابوسفيان مخالفت وکړ او خلک يې د اسلامي لښکر سره مقاومت ته راوبلل چې د صفوان اميه، عکرمه بن ابي جهل او سهيل بن عمرو په ګډون له څو نورو ساده خلکو يې يوه وړه ډله تياره کړه.

د کفارو دا وړه ډلګۍ د اسلامي لښکر له يوې ډلې چې غيرتي قومندان حصرت خالد بن وليد يې مشري په غاړه درلوده مخ شوه، د مقابلې په جريان کې د کفارو يوشمېر جنګيالي ووژل شول او ځيني نور يې وتښتېدل.

يو وخت و چې د انساني تاريخ تر ټولو ستر انسان، د انبياوو سردار، د خداى محبوب، رحمت اللعلمين محمدالرسول الله د مکې ظالمو کفارو له ظلمونو او وحشتونو دومره تنګ شو چې خپل خپلوان، کور او کلى يې پرېښود، مدينې ته يې هجرت وکړ خو د الله په فضل و نصرت د هجرت په اتم کال بيا له داسي لوى ځواک سره په مکه راغى چې همدغه ظالم او مغروره کفار يې له ډاره په لړزان او تسليم شول.

په مکه د وهم څادر غوړيدلى و هر مشرک خپل ژوند په خطر کې ګاڼه خو د خداى رسول ډير په عجز له خپل لس زره کسيزه ځواک سره مکې ته فاتحانه داخل شو، طواف يې وکړ، د کعبې شريفې بهر او دننه بتان يې د دې آيت
وَقُلْ جَآءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبٰطِلُ ۚ إِنَّ الْبٰطِلَ كَانَ زَهُوقًا

او اعلان وکړه چې: “حق راغى او باطل له منځه لاړ، باطل له منځه تلونكى دى.”

د ويلو په بدرګه مات کړه، په کعبه کې ځوړند عکسونه يې اېسته کړه، کعبه د رسول الله مبارک په امر د زم زم په اوبو پريمنځل شوه.

د رسول اللهﷺ د سر دښمنان (د مکې مشرکين) په مسجدالحرام کې د ډير ډار په حال کې، سرونه له شرمه ښکته ولاړ وو لاکن رسول الله مبارک له خپلې ژمنې سره سم ټولو ته عامه بخښنه اعلان کړه.

هغه حضرت بلال رضي الله تعالى عنه چې د اسلام د منلو له کبله د مکې کفارو، د مکې په ګرمو ريګو يې غوښې سوځولې، اوس په ښکاره او وياړ د بيت الله بام ته خېځي او د اسلام د رکن لمونځ لپاره په لوړ آواز آذان کوي، غږ يې د ظالمو مشرکينو تر غوږو رسيږي او د مشرکينو پخواني مرکز مکې په فضاء کې په مزه ـ مزه او خوند ـ خوند ازانګې کوي.

رسول الله مبارک له خلکو سره تر دې کچې غوره چلن کاوه چې آن د کعبې کيلي ( کونجي) يې هغه “عثمان بن طلحه” ته وسپارله چې له دې وړاندې د کفر په زمانه کې هم ورسره وه او ورته ويويل: ( دا مقام ستاسو دى او ستاسو په کورنۍ کې به خوندي وي).

يقيناً! حضرت محمدﷺ د ډير مظلوميت او يوازيتوب په حال کې له مکې شړل شوى و، خو د رسول الله ﷺ لوړ سياسي بصيرت، غوره اخلاق، د اصحاب کرامو جهادي مهارت او د الله تعالى ځانګړى فضل و کرم و چې له ځواکمنو مشرکينو ډير په آساني مکه فتح شوه او بيا همدغه مشرکين په ډلو ـ ډلو د اسلام په مقدس دين مشرف شوه.