افغانستانټکنالوژي

حکومت: د واټس اپ او ټیلیګرام د بندولو فرمان صادر کړی دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ لړم، ۱۳۹۶): د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې «اترا» مخابراتي شبکو ته فرمان صادر کړی چی واټس اپ او ټیلیګرام په افغانستان کې بند کړي.

ددغه ادارې څخه په تر لاسه شویو اسنادو کې د مخابراتي شرکتونو څخه غوښتل شوي چې د شل ورځو لپاره دي په بشپړه توګه دواړه خدمتونه بند کړي او همداسي يې په فیسبوک او ټویټر کې د ځینو اکاونټونو د بندولو غوښتنه کړې ده.

یو سند چې په دري ژبه دی، په کښي ویل شوي، د لوړو او با صلاحیته مقاماتو د غوښتني سره سم بیله تاخیره د لړم میاشتي د ۱۰مې نیټې څخه د ټیلیګرام او واټس اپ خدمات بند کړئ.

په دوهم سند کې راغلي چې د وروستي ځل لپاره د مخابراتي شرکت څخه غوښتنه کیږي چې ژر تر ژره دي په ۲۴ ساعتونو کې دننه د استول شوي لیست سره سم په نښه شوي سایټونه، فیسبوکي او ټویټر اکاونټونه بلاک کړي.

د «اترا» ادارې مشر نقیب الله سیلاب د بي بي سي خبریال ته ویلي چې دغه پریکړه یې د امنیتي ګواښ له وجي کړې خو نور وضاحت یې ونه کړ.

په ټولنیزو شبکو «فیسبوک او ټویټر» کې د یوې حکومتي ادارې له لوري دغه سي یوه غوښتنه غیر قانوني بلل شوې ده او پر ضد یې سخت غبرګونونه را پارېدلي دي.

د مخابراتو وزارت معتبرو سرچینو د واټس اپ او ټیلیګرام تر څنګ په ټولنیزو شبکو کې د ځینو اکاونټونو او سایټونو بلاکول د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې مستقله پرېکړه بللې ده چې دوی یې په جریان کې نه دي اچولي.

باید وویل شي چې د مطبوعاتو، لیکوالانو او ژورنالیستانو پر ضد د حکومت وروستیو کړنو ددغه حکومت مشروعیت او د بیان ازادي قانون تر پوښتنې لاندي را وستلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x