د نن سرلیکنه

د ټاکنو د پایلو په اړه د انتخاباتو دکمیسیون اندیښنه ـــ سرمقاله

تیره ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مشر ضیاء الحق امرخېل له امنیتي چارواکو سره په ګډه خبرې غونډه کې د ټاکنو د پایلو په اړه د اندیښنې په ښکارکولوسره له نوماندانو څخه وغوښتل چې د ټاکنو پایلو ته دې درناوی وکړي. نوموړي د انتخاباتي مرکزونو په اړه وویل چې د ټاکنو په ورځ به د ۶۷۷۵ مرکزونو له جملې څخه ۷۴۸ مرکزونه د امنیتي ګواښونو له وجې بند وي .

په دغو حساسو شرائطوکې دښاغلي امرخیل دغه ډول څرګندونې په خپل ذات کې د تشویش او اندیښنې وړ دي؛ځکه اوس چې د ټول ټاکنو دپیلیدو نیټې ته ډیرې محدودې ورځې پاتې دي او د انتخاباتولپاره لکه څرنګه چې مناسب وي په هماغه کچه امنیتي فضاء نده برابره شوې.

که څه هم چې انتخاباتي چارواکي وار تر له مخه خلګوته د انتخاباتي مرکزونو د خوندیتوب ډاډ ورکوي، خو خلګ پرهغه څه حساب کوي چې دعمل په میدان کې په خپلو سترګو ویني.

داچې تراوسه په پلازمینه کابل کې امنیتي ارګانونه پر دې نه دې توانیدلي چې د ټاکنو دبهرنیومحدودو څارونکو امنیت تأمین کړي او یا هغوی د طالبانو له بریدنو خوندي وساتلای شي نو په نا أمنه ولایتونو او لیري پرتو سیموکې خو په هیڅ صورت نشي توانیدلای چې له خپلې ژمنې سره سم د رأیې وکوونکو امنیت وساتي؛ ځکه هلته له یوې خوا امنیتي اورګانونه دومره فعال نه دي لکه په کابل کې چې دي او له بلې خوا هلته امنیتي وضعیت دکابل په نسبت ډیر خراب دی .

دبیلګې په توګه غزنی چې د انتخاباتو کمیسیون او نور دولتي چارواکي یې نا امنه ولایت بولي له مرکز پرته په نورو ولسوالیو اوسیموکې یې خپله امنیتي مسلح ځواکونه په عادي ډول تګ راتګ نشي کولای.

ځکه هلته د ناوې،اجرستان او ښکته ته آب بند ولسوالیو په څیر مکملې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي ، نو هغوی به څرنګه وکړای شي چې په دغسي سیموکې انتخاباتي مرکزونه ایجاد او دهغوی امنیت تأمین کړي؟ .

د هیواد د وروستیو امنیتو پیښو تر زیاتیدو وروسته پرون د ټاکنو د نظارت او څارنې لپاره د اروپايي اتحاديې اسيايي نېټ ورک (ANFREL)، په اروپا کې د امنيت او همکارۍ نړيوال سازمان (OSCE) او د يو شمېر نورو نړيوالو سازمانونو لسګونو ناظرینو هم پریکړه وکړه چې تر راتلونکو دوو ورځو پوري خپل غړي له افغانستان څخه وباسي .

دغسي نامناسب امنیتي وضعیت به حتما انتخاباتي بهیر ټکنی کوي او خلګ به د امنیتي ستونزو له کبله نشي کولای په مطلوب ډول په ټاکنو کې برخه واخلي ، چې له امله به یې درأیو په اچولو کې پراخ درغلي ته زمینه سازي کیږي.

د انتخاباتي چارواکو اندیښنه هم له دې کبله ده چې زور لرونکي کاندیدان به د ترهیب او ترغیب په وسیله خپل د رایواچولو صندقونه ډکوي نو ځکه یې دوي د درغليو په مخنیوي کې د مدني ټولنې د غړو مرسته غوښتې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې د ټاکنو په پایلوکې د درغلي خبر داری ورکوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو ځینو نوماندانو په ټاکنو کې د احتمالي درغلیو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x