غزل

شرافت ویاړ

جانان خو شهید نه دی خلګ ښکاري هدیره کې
خبر مې کړه دا څوک خاورو ته سپاري هدیره کې

هر وخت ورته راځي په مازیګر شونډي یې ښوري
اشنا دا سړی څوک دی او څوک څاري هدیره کې

د چا د بنګړو شرنګ وي او لونګ په قبر شیندي
وړې وړې سلګۍ وي د دې لارې هدیره کې

د چا د هجر شپو لېونۍ کړې ده جې ژاړي
د قبر سر ته ناسته ګوتې شماري هدیره کې

سرو شونډو مې د وینو سرې غوټۍ پسې نیولې
جانانه وباړ! لیدلی یم څو واري هدیره کې