fbpx

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۷۳برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

برتانوي مؤرخ ويليم موئير (Sir William Muir)دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله څه وايي؟

بريتانوى مؤرخ ويليم موئير (۱۸۱۹-۱۹۰۵م): “د هغه دين آسانه او خبرې يې څرګندې وې. عقل يې كړنو ته حيران دى. په تاريخ كې بل داسې مصلح ندى تير شوى چې په دومره كمه موده كې يې زړونه ويښ او اخلاق سم كړي وي او د ښېګڼو بنسټونه يې ايښي وي”.

دده ښکلی تورې سترګې او منور مخ به پر هر اجنبي باندې اغېزه کوله، د ده تبسم ، له لطف نه ډکه څهره او د مینې او لورینې نه ډکه رویه، تل هر هغه کس چې دی به یې نه ؤ لیدلی، تر خپل اغیز لاندې راوسته، هیښونکی پلویان یې وو، تر ټولو دلاور او ښکلي وو، روښانه مخونه یې درلودل، داسې ځلیدل، لکه لمر چې ځلیږي، داسې کسان بیا په ټول بشریت کې نه دي پیدا شوي؛ کله چې به ده صلی الله علیه وسلم خبرې له چاسره کولې، نو هغه ته یې په مکمل ډول غوږ نیوه، ټول مخ او بدن یې ورته اړوه، توجه یې ورته کوله، د بل چا په خبرو کې نه لوېدل، په روغبړ کې یې لاسونه ښورول، خیرات یې پخپل لاس ورکاوه، ساده ژوند یې درلوده، له خپلو بیبیانو سره یې د کور په کارونو کې مرسته کوله، خپل کالي او خپلې څپلۍ یې پخپله ګنډلې، بزې یې پخپله لوشلې او تړلې، جامي یې ساده وې، کمیس یې له ساده سپین رخت څخه جوړ ؤ، په خوراک کې یې کبر نه کاوه او نه یې څه ویل، کور یې له اومو خښتو څخه جوړ ؤ، د کور دیوالونه یې د خرما تنې او خټې وې، د دروازو او کړکیو پردې به یې څرمنې وې، کله چې به وفدونه راغلل، نو د هغوی به یې ډېر احترام کاوه او ښه راغلاست به یې ورته وایه، تر ټولو نا اشنا خبره دا چې نه یې څه شی لوستلای او نه یې لیکلای شو، د تواضع، لطف، شهامت، صبر او ټولو ښو اخلاقو خاوند ؤ، ده نه خوښول چې یو چا ته په (نه) سره ځواب ورکړي، که به یې چا ته ځواب نه ورکاوه؛ نو خاموشه به شو، د هر چا بلنه یې منله، ولو که هم هغه به د ده دښمن ؤ، د میلمنو خدمت او احترام یې ډېر کاوه، له هر چاسره یې خواخوږي ډېره وه، له ماشومانو سره یې ډېره مینه درلوده، اعتدال او نرمښت یې خوی ؤ، حتی له خپلو دښمنانو سره یې هم نرمښت کاوه.

نور بيا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د