fbpx

پخوانی امریکايي دیپلوماټ: افغان چارواکي او امریکايي نظاميان د جګړې خاتمه نه غواړي / غږیږه مرکه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ لړم، ۱۳۹۶): د امریکا یو پخوانی مارینز عسکر او د بهرنیو چارو وزارت دیپلوماټ ماتیو هوو «Matthew Hoh» د یوې رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې افغان چارواکي او د امریکا نظامي جنرالان نه غواړي چې د افغانستان جګړه دي ژر پای ته ورسیږي.

د نوموړي په وینا، چې په افغانستان کې د امریکا جګړه څومره اوږیديږي، همدومره د امریکايي جنرالانو او افغان چارواکو ګټه ده، ځکه نو دوی نه غواړي جګړه پای ته ورسوي او په یوه بله بهانه یې اوږدوي.

نوموړي وویل په افغانستان کې مي د بهرنیو چارو وزارت له لوري په کال ۲۰۰۸ کې دنده پیل کړه، خو کله چې را ته څرګنده شوه، افغان حکومت او امریکايي جنرالان نه غواړي جګړه ختمه شي، په احتجاجي توګه مي له خپلې دندې استعفا ورکړه.

نوموړی وايي په خپله د طالبانو له لوري د مذاکراتو د غوښتنو شاهد دی، خو امریکايي او افغان لوري کله هم د هغوی غوښتنې ونه منلې بلکې تل یې د هغوی څخه د وسلو ایښودنه او تسلیمي وغوښتله چې طالبانو نه منل.
نوموړي وویل، ما په افغانستان کې له نیژدو ولیدل چې څرنګه جنرالان، پوځي قراردادیان، د وسلو خرڅوونکي، جګړه ماران او فاسد چارواکي ورځ په ورځ مالداره کیږي او په پیسو پړسیږي.

پخوانی دیپلومات «ماتیو هو» چې په افغانستان کې د حکومت لپاره جګپوړی سلاکار وو، له خپلې دندې څخه د استعفا وروسته یې د «نړیوالي پالیسي د مرکز» سره د مشر څیړونکي په حیث کار پيل کړ.

نوموړی وایی په افغانستان کې د امریکا جګړه په حقیقت کې په هر ډګر کې ناکامه جګړه ده، خو داچي ولي ادامه لري، زیاته یې کړه، وجه یې پیسې (ډالر) دي چې په جګړې کې واکمن چارواکي ځیني برخمن دي.

نوموړي وویل، په افغانستان کې داعش هم په حقیقت کې نوې پدیده نه ده بلکې پخواني جنګیالي په نوي بڼه را ټول کړل شوي دي او نوی نوم ورکول شوی دی. چې په حقیقت کې د امریکا او افغانستان د استخباراتي ادارو د غلطي پالیسۍ یوه پایله ده.

بشپړه مرکه لاندي واورئ:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د